د جګړې د جغرافیې بدلون؛ د افغانستان له ډيپلوماټيکو استازو سره د طالبانو جنګ

کله چې د نړيوالې ټولنې له ملاتړه برخمن جمهوري نظام د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې د توافق‌ليک د لاسليک په پایله کې ونړېد او واک د طالبانو لاسته ورغی، خو د طالبانو د تاييد وړ ديني حکومت جوړولو لپاره د طالبانو جنګ پای ته ونه رسېد او د افغانستان له جغرافيې دباندې وغزېد. اوس مهال طالبان د هيواد په دننه کې له داسې قوي نظامي مخالف سره نه دې مخامخ چې وکولای شي دا ډله په اغېزناکه توګه وننګوي. د پخواني حکومت د اقتدار له جغرافيې چې څه پاتې دي هغه په نورو هيوادونو کې د جمهوري نظام قانوني استازولۍ دي چې لاهم په يو شمېر هيوادونو کې اعتبار او مشروعيت لري. طالبان په پرلپسې توګه هڅه کوي چې دا استازولۍ د پخوانيو سفيرانو له کنټرول څخه واخلي.

د خلکو استازي

په کابل کې واک ته د طالبانو تر رسېدو دوه نيم کاله وروسته لاهم د جمهوري نظام ډيپلوماټيکې استازولۍ د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي او د سفارتخونو د فعال ساتنې هڅه کوي.

دوی وايي، چې د افغانستان د خلکو استازي دي او تر څو چې په افغانستان کې ټولګډونه او مشروع حکومت جوړ نه‌شي، د پخوا په څېر به د خپل هيواد ګټې ساتي او د طالبانو د حکومت پر خلاف به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او همدا راز به د افغانستان د خلکو د حقونو د تأمين لپاره حق غوښتنه کوي.

کوم سفيران چې له طالبانو سره نه دې تړلي وايي، چې دوی د افغانستان خلکو ته د بشرپالو مرستو د جلب او له نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ رامنځته کولو لپاره کار کوي. همدا راز دوی وايي، چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د متضررو ډلو د حقونو حق غوښتنه کوي او د افغانستان د خلکو په غوښتنه په نړيواله ټولنه کې د افغانستان د اوسني وضعيت او د هيواد د کړکېچن وضعيت د لامل په تړاو پوهاوی خپروي.

د جمهوري نظام يو سفير چې نه غواړي نوم يې ياد شي، وايي: «له طالبانو بېل خپلواک ډیپلوماټيک استازي د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون د ۱۹۶۱ د ويانا د کنوانسيون پر اساس په نړيواله کچه د افغانستان له دريځ او جمعي ګټو دفاع کوي. دوی په دوو بعدو سياسي او د بشري حقونو په برخه کې د متضررو او ګوښه شويو ډلو د دفاع لپاره فعاليت کوي او همدا راز د افغان کډوالو لپاره خدمات وړاندې کوي او دا فعاليت يوه اړتيا ده.»

دا سرچينه د طالبانو چلند ته په اشارې ټينګار کوي چې دې ډلې د افغانستان خلک د جنسيت، قوم، مذهب، ژبې او سيمې پر اساس وېشلي او ځپي يې. له همدې کبله د استازولۍ او د بشري حقونو د دفاع صلاحيت نه لري. «افغانستان سولې او رفاه ته د رسېدو او تأمين لپاره د ملګرو ملتونو څو موافقت‌نامې لاسليک کړې دي او طالبان د يوې ترهګرې ډلې او د بشري حقونو د ناقضينو په توګه د افغانستان د خلکو د استازولۍ صلاحيت نه لري او بايد د دې نظام پر وړاندې ودرېږو.»

د سفيرانو واحد صف

په سويډن کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفير عباس نويان وايي، چې د افغانستان خپلواکې ډيپلوماټيکې استازولۍ د پخوا په څېر په نړۍ کې د افغانستان د خلکو د ګټو د ساتنې او د بشري حقونو د غوښتنې لپاره واحد مسير تعقيبوي.

د نويان په وينا، د حکومت تر پاشل کېدو او د افغانستان د سفيرانو د اړتيا پر اساس د افغانستان د سياسي استازوليو د همغږۍ شورا جوړه شوې او د واحد مسير د ټاکلو او تعقيب په برخه کې فعاليت کوي.

د روان لمريز کال په لومړيو کې «د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ډيپلوماټانو د انسجام شورا» خپل موجودیت اعلان کړ. دې شورا په خپله اعلاميه کې ويلي و، چې «د افغانستان د خلکو د ملي ګټو د دفاع، د هيواد له اوسنيو شرایطو د وتلو او لار موندنې په لټه او پايدارې او واقعي سولې د رامنځته کولو په هدف جوړه شوې».

خو ټول سفيران او د افغانستان جنرال قونسلان د دې شورا غړيتوب نه لري. د نويان په وينا، د افغانستان کوم سفيران چې له طالبانو سره تعامل کوي د افغانستان د سفيرانو د عضويت له شورا ايستل شوي دي.

د طالبانو استازی

د ۱۴۰۰ لمريز کال د لړم پر اوومه د طالبانو د سرپرست حکومت تر اعلان څو اونۍ وروسته په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړ چې طالبانو د دې سفارت او په پېښور او کويټې کې د استازوليو لپاره تازه ډيپلوماټان معرفي کړي دي. په دې توګه طالبانو ته د افغانستان د سفارتونو او ډيپلوماټيکو استازوليو د سپارلو لړۍ پېل شوه. په روسيه، قطر، ازبکستان، ترکيې، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ايران او چين کې طالبانو ته د افغانستان سفارتونه وسپارل شول او اوس په دې سفارتونو کې د طالبانو افراد مېشت دي.

له دې پرته په هسپانيا کې د افغانستان سفارت، په هالنډ کې د افغانستان سفارت او په پراګ کې د افغانستان سفارت په رسمي توګه اعلان کړی چې دا سفارتونه د قونسلي چارو د ښه مخته وړلو لپاره له طالبانو سره په تعامل کې دي.

نيشنل پوسټ په يوه تازه راپور کې په کاناډا کې د افغانستان د سفارت د يوه وياند له قوله ويلي، چې طالبان د افغانستان په ټولو خپلواکو سياسي استازوليو کې د خپلو ډيپلوماټانو د معرفي کولو په هڅه کې دي. د دې رسنۍ د راپور پر اساس، طالبانو له ټولو هغو هيوادونو چې هلته د افغانستان استازولۍ دي غوښتي چې د دې ډلې استازي دې د ډيپلوماټانو په توګه ومني.

د طالبانو د سفيرانو کاري توپير

په داسې حال کې چې خلک د طالبانو د رسميت پيژندنې په تړاو اندېښمن دي، د افغانستان د اسلامي جمهوريت يو شمېر سفيران وايي، چې له طالبانو سره تړلي استازي د طالبانو د اهدافو د مخته وړلو او د دې ډلې د رسميت پيژندنې په برخه کې فعاليت کوي.

په سويډن کې د افغانستان سفير عباس نويان د طالبانو نه مشروعيت ته په اشارې کولو وايي، چې له طالبانو سره د سفارتونو تعامل او د دې ډلې د استازو منل افغانستان تر پخوا په زياته کچه منزوي کوي او هغه متضرر افراد نور هم له خطر سره مخ کوي چې له دې ډلې تښتېدلي دي. «د طالبانو استازي نه‌شي کولای په نړيوالو غونډو کې په اسانۍ ځای پيدا کړي او يا د دې ډلې په اړه خبرې وکړي.»

د ښاغلي نويان په وينا، د طالبانو استازي به يوازې د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو تر حده محدود وي.

بېل صف

په داسې حال کې چې د طالبانو په لاس د پخواني حکومت د سقوط په لومړيو کې د افغانستان سفارت خونو ويلي و، چې له طالبانو سره به تعامل نه کوي، خو د تېرو دوو کلونو پر مهال د افغانستان يو شمېر سفارتونو خپل صف بېل کړی او له طالبانو سره يې تعامل پېل کړی تر څو د دې ډلې استازيتوب وکړي.

کوم سفيران چې له طالبانو سره تعامل کوي، يو يې هم په دې اړه خبرو کولو ته نه دی تيار، خو کوم سفيران چې له طالبانو سره په تعامل کې نه دي وايي، چې يو شمېر کسانو د قومي – سياسي مشترکو باورونو له مخې له طالبانو سره تعامل کړی دی. يو شمېر نورو په کابل کې د نظام‌مند حکومت د جوړېدو په تړاو د ناهيلۍ له کبله او د خپلو فردي ګټو د ساتنې په موخه تعامل کړی او انګېري چې طالبان به دوام کوي.

په تبعيد کې دولت

د جمهوري نظام يو سفير چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، وويل: «په لومړيو کې د افغانستان سفيرانو فکر کاوه چې د طالبانو د نظام عمر به لنډ وي او په تبعيد کې به د طالبانو پر خلاف حکومت جوړ شي.»

د طالبانو په لاس د حکومت تر سقوط دوې ورځې وروسته د اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح خپل ځان د جمهوري رياست سرپرست اعلان کړ. ده د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون ته په اشارې په يوه ټويټ کې وليکل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د حکم پر اساس د ولسمشر د غيابت، تېښتې او يا هم مرګ په صورت کې لومړی مرستيال د جمهوري رياست د مقام سرپرستي کوي.

صالح زياته کړې وه: «زه په هيواد کې دننه يم او په قانوني او مشروع توګه د دې مقام سرپرست يم. د دې مقام د ټينګوالي په موخه د هيواد له ټولو مشرانو سره په مشوره بوخت يم.»

د افغانستان يو سفير وايي، چې دا حکومت اعلان شو، خو کابينه يې جوړه نه شوه او هيڅ فعاليت يې ونه کړ. د سرچينې په وينا، دې وضعيت د افغانستان ډيپلوماټيکې استازولۍ نورې هم ناهيلې کړې او له سخت حالت سره يې مخ کړې.

باندينی فشار

له دې سره-سره د افغانستان د سفيرانو د انسجام شورا غړي وايي، چې د افغانستان يو شمېر سفارتونه د کوربه هيوادونو د فشار او مالي ستونزو له کبله له طالبانو سره تعامل ته اړ شوي او يا يې هم سفارتونه پرېيښي دي.

يو سفير چې له طالبانو سره تړاو نه لري، وايي چې په ګاونډيو هيوادونو کې د افغانستان سفارتونو د کوربه هيوادونو د فشار له کبله له طالبانو سره تعامل کړی دی.

د هغو هيوادونو له منځه چې د افغانستان سفارتونه يې طالبانو ته سپارلي، يوازې د ايران د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې طالبانو ته د افغانستان د سفارت په سپارلو کې يې له هيڅ ډول فشار څخه کار نه دی اخيستی، خو د افغانستان د سفيرانو د شورا غړي وايي، چې ډيپلوماټان او په تهران کې د افغانستان د سفارت ځايي کارکوونکي د ۱۴۰۱ کال د کب پر اوومه او د ايراني دولت تر غوښتنې وروسته اړ شول چې د دې سفارت ودانۍ تخليه کړي او مسووليت يې د ايران د بهرنيو چارو وزارت ته وسپاري. يوازې يوه ورځ وروسته د افغانستان سفارت د طالبانو افرادو ته وسپارل شو.

د خپلواکو سفارتونو د سفيرانو او کارمندانو د اقامې باطلول، د رسمي او اداري مکاتباتو په ترسره کولو کې همکاري نه کول، د ډيپلوماټانو د امنيت د تأمينولو په برخه کې نه همکاري او د سفارتونو د مالي حسابونو تړل د فشار د ابزارو په توګه يادېږي.

تر دې وړاندې په هند کې د افغانستان ډيپلوماټانو هم ادعا کړې وه چې د هند دولت يې ويزې نه دي تمديد کړي او په هند کې د افغانستان د سفارت او قونسلګريو کارکوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي او دې ستونزو هغوی اړ کړي چې د سفارت او قونسلګريو کيليانې د هند دولت ته وسپاري. په هند کې د افغانستان سفارت اوس مهال د طالبانو له افرادو سره دی.

عباس نويان وايي، چې که حتا هيڅ ډول فشار هم نه وي، په افغانستان کې د يوه نظام‌مند جوړښت د نشتون رواني فشار او په واک کې د طالبانو شتون دوی له سخت وضعيت سره مخ کړي. «يوه مهه مسئله چې ما د افغانستان د سفير په توګه ځوروي، د يوه جوړښت يا دولت نشتون دی. تصور وکړئ چې تاسو د داسې خلکو استازيتوب کوئ چې د نړۍ په کچه مشروع دولت نه لري او واک له يوې جنايتکارې ډلې سره دی. حتا که څوک دا مسئله راته وهم نه وايي، د احساس او روان له پلوه اغېز کوونکې او ځوروونکې ده. تاسو نه‌شئ کولای چې په غونډو کې په ډاډ او باور سره د يوه سفير يا هم د يوه هيواد د استازي په توګه دريځ ونيسئ. که طالبان جنايت کار نه وای او که د خلکو ستونزو ته د رسيدګۍ مسووليت مې نه حس کولای، په داسې ځای او داسې سختو شرایطو کې مې د يوې ورځې لپاره هم ماموريت مخته نه ووړ. له يو سفير يا د کوربه هيواد له هر مسوول سره د هرې ليدنې پر مهال د ليدنې له پېله تر پايه دا سخت شرایط ما ځوروي.»

مالي ستونزې

تر اوسه د هغو سفارتونو شمېر معلوم نه دی چې له مالي ستونزو سره مخ دي. د ډيپلوماټانو د انسجام شورا غړي وايي، چې د ټولو سفارت خونو له ستونزو خبر دي، خو د شمېرو له ورکړې انکار کوي. په همدې حال کې د پخواني نظام يو لوړپوړی سفير د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط وايي، چې په پولينډ، سویلي کوريا، بلغاريا، يونان، چيک او سريلانکا کې د افغانستان سفارتونه له مالي ستونزو سره مخ دي. په ايټاليا او او ناروې کې د افغانستان سفارتونه هم له هغو سفارت خانو څخه دي چې ښه مالي وضعيت کې نه دي.

په کاناډا کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفير حسن سروش چې له طالبانو سره په تعامل کې نه دی، وايي، چې د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې د افغانستان سفيران د مالي سرچينو د قطع کېدو له کبله اړ شوي چې خپل کاري ځواک کم کړي او د سپما نور اقدامات وکړي او حتا وړو ځايونو ته انتقال شوي، خو لا هم له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سروش په وينا، په يو شمېر سفارت خونو کې ډيپلوماټانو له هيڅ ډول عايد پرته خپل کار روان ساتلی دی. ښاغلی سروش همدا راز وايي، چې په اوتاوا کې د افغانستان سفارت او په ټورنټو او وينکوور کې د افغانستان قونسلګرۍ هم له يو لړ مالي ستونزو سره مخ دي او اوس مهال د خپلو فعاليتونو د مخته وړلو لپاره پر قونسلي عوايدو متکي دي.

دا په داسې حال کې چې يو سفير چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې ده او همکارانو يې څو مياشتې هيڅ عايد نه درلود او دې وضعيت د شخصي ژوند په مخته وړلو کې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

دا سفير وايي: «زما د کور کرايه زر او ۷۰۰ يورو وه. حتا اوس د دې کرايې د ورکړې توان هم نشته. ما کور ورته تسليم کړ، سرګردان يم. همداسې نور همکاران هم.»

عباس نويان د سفارت خانو مالي ستونزې مني، خو ټينګار کوي چې دا ستونزې بايد د طالبانو له لوري د مالي مرستې د منلو او له دې ډلې سره د تعامل پلمه نه‌شي. دی زياتوي: «څوک چې خپل ځان انسان او د خلکو واقعي استازی ګڼي، د طالبانو پر هغو جنايتونو چې هغوی کړي د پيسو په مقابل کې سترګې نه پټوي او د ظالم او جنايتکار نظام لپاره کار نه کوي. که د مالي تأمين په مقابل کې له طالبانو سره د همکارۍ او د سفارت د تړلو ترمنځ انتخاب رامنځته شي، وجدان وايي چې د سفارت دروازه بايد وتړل شي او په پاک وجدان سره د شخصي ژوند پر لور تګ وشي.»

دا په داسې حال کې چې د افغانستان ډېری سفارتونو له طالبانو سره د تعامل په لړ کې عايداتي منابع ترلاسه کړي دي.

طاهر قادري چې په ځلونو دا وړانديز ورته شوی دی، وايي چې دی به په پولينډ کې د افغانستان سفارت طالبانو ته ونه سپاري. خو شونې ده چې د سفارتونو تړل هم دې سفارتونو ته د طالبانو د ورتګ زمينه برابره کړي او يا هم د وګړو ستونزې زياتې کړي؛ هغه څه چې په هند کې د افغانستان په سفارت کې وشول. کله چې د جموري نظام ډيپلوماټانو سفارت پرېښود او د هغه واک يې د هند د بهرنيو چارو وزارت ته وسپاره، د هند دولت دا سفارت د طالبانو افرادو ته تسليم کړ.

قادري زياتوي: «د نظام تر ړنګېدو وروسته زما او د سفارت د نورو کارمندانو معاش نه دی ورکړل شوی. ما د سفارت ټول کارکوونکي رخصت کړل او ورته ومې ويل چې که له معاش او امتياز پرته کار ته دوام ورکولای شي، ښايي سفارت يې د اوسېدو لګښت تأمين کړي، خو په اروپا کې د ژوند د زيات لګښت له کبله دا هم شوني نه دي. اوس مهال سفير په خپله اشپز، صفاکار، موټروان، باغوان، راپور ورکوونکی او هر کاره دی. دی بايد يوازې ليدنې ته ولاړ شي، په خپله بايد راپور وليکي او خپور يې کړي او وضعيت وارزوي.»

دی وايي، چې د دې سفارت مالي ستونزې يوازې د معاشاتو تر نه ورکړې پورې نه خلاصه کېږي، بلکې دوی په داسې حالت کې دي چې د سفارت اوبه، برېښنا او ګاز قطع دي او د سفارت د ودانۍ د بيمې لګښتونه او د نقليه وسایلو د بيمې لګښتونه يې نه دي ورکړل شوي.

د قادري په وينا، په پولينډ کې د افغانستان سفارت په ختيځه اروپا کې د افغانستان يوازينی سفارت دی او اوس مهال يې مالي ستونزې دې حد ته رسيدلي چې له کبله يې فعاليت ځنډېدلی. «په وارسا کې د افغانستان په سفارت کې موږ د منفي ۱۵ يخنۍ پر مهال د ګرمايښت سيسټم نه درلود. اوس مهال د پولينډ د ژمي په سړه هوا کې د سفارت د ګرمۍ سيسټم د ورځې پر مهال يوازې تر يوې بجې فعال وي. زموږ ګاز او نيټ قطع دي. موږ د سفارت د ستونزو د حل او د ګاز د پيسو د ورکولو لپاره اړ شوو چې يو موټر وپلورو چې د بيمې د ورکړې توان مو يې نه درلود. له دې سره-سره ستونزې پر ځای پاتې دي او زه د سفارت د تړلو په فکر کې يم.»

تر دې وړاندې په امريکا متحده ايالاتو کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ تړل شوي وو. په متحده ايالاتو کې د افغانستان مېشت وګړي د قونسلي خدماتو ترلاسه کولو په موخه اړ دي چې کاناډا ته ولاړ شي. يوه سرچينه وايي چې په سویلي کوريا او سريلانکا کې د افغانستان سفارتونه هم د مالي ستونزو له کبله تړل شوي دي.

هغه سفيران چې له طالبانو سره په اړيکه کې نه دي وايي، چې پر موډرونو ارزښتونو باور او د خلکو نظرياتو ته درناوی دوی چمتو کوي چې مشکلات وزغمي.

ښاغلی قادري زياتوي: «پر مشترکو انساني ارزښتونو باور. موږ تر اوسه په يوه ازموينه کې يو. په ښه حالت کې هر څوک استازيتوب کوي، خو يو واقعي استازی او با مسووليته وګړی بايد په سختو ورځو کې د خلکو استازيتوب وکړي. اوس خلک په واقعي توګه موږ ته اړتيا لري او وخت د دې دی چې زه بايد د سفير په توګه خپل رول ادا کړم. لکه څرنګه چې هر سفارت د پخوا په څېر په کوربه هيواد کې د خلکو غږ دی او د تړل کېدو په صورت کې دا امتياز طالب ترلاسه کوي. دويم، د افغانستان کډوال وګړي له ستونزو سره مخ کېږي، دوی به چيرته ځي؟»

د طالبانو په لاس د پخواني حکومت تر سقوط وړاندې له هيواده دباندې د افغانستان د استازوليو عوايد مخ پر زياتېدو و او په هرو څلورو مياشتو کې به د دې استازوليو عايدات کابل ته انتقالېدل. يو سفير چې له طالبانو سره تړاو نه لري، وايي چې هغه وخت په بُن کې د افغانستان د سفارت عوايد په هره ربع کې سل زره يورو ته رسېدل. دا عايدات د ويزې له ورکړې، د پاسپورټ له تمديد، د واده له شاهدۍ، د عدم جرم له تصديق‌پاڼې او نورو قونسلي خدماتو څخه تر لاسه کېدل.

که څه هم د افغانستان سفيران وايي، چې کار او فعاليت يې تر پخوا زيات شوی، خو د حکومت د سقوط له کبله يې برعکس عايد کم شوی دی. له همدې کبله چې هر څومره سپما وکړي، خو مالي ستونزې يې نه حل کېږي او پر ځای پاتې دي.

په کاناډا کې د افغانستان سفير حسن سروش وايي، چې اوس مهال سفيران تر ډېره حده د وګړو د حقونو په غوښتنه، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض د بېلابېلو مواردو په مستند کولو او بېلابېلو مراجعو ته ته په اطلاع ورکولو بوخت دي، خو بل لور ته قونسلي فعاليتونه کم شوي دي.

دی د سپين پاسپورټ نشتون ته په اشارې وايي، چې د يوه مشروع نظام په نشتون کې د سفارت‌ خونو په کاري ډول کې بدلونونو د افغانستان د سفارتونو او قونسلګريو کار له ستونزو سره مخ کړی او د سفارتونو د عايد پر کچې يې هم اغېز کړی دی.

ښاغلی سروش څرګندوي چې اوس مهال نه يوازې دا چې سفيران له کابله پيسې نه ترلاسه کوي، بلکې د سپينې کتابچې د نشتون له کبله پاسپورټ هم نه‌شي ورکولای او د امنيتي وضعيت او طالبانو د حاکميت له کبله د افغانستان د ويزې د ترلاسه کولو لپاره تقاضا هم نشته.

په داسې حال کې چې خپلواک سفيران د کوچني افغانستان (سفارت خونو) د فعال ساتلو لپاره هڅې کوي، طالبانو هم خپلې هلې-ځلې روانې ساتلي چې تر فشار لاندې يې ونيسي او د سفارت خونو اختيار لاسته راوړي. د سفيرانو د شورا غړي وايي، چې طالبان په هغو هيوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې له دې وګړو سره همکاري نه کوي چې هلته د افغانستان سفارتونه له دوی سره تعامل نه کوي، خو په دې استناد چې د افغانستان خاوره د دې ډلې تر واک لاندې ده د وين کنوانسيون پر اساس غوښتنه کوي چې د افغانستان سفارتونه دې ورته تسليم شي. د دې شورا غړي څرګندوي چې د افغانستان د سفارتونو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو هڅې تشديدې شوې دي او دا ډله فکر کوي چې په نړۍ کې د رسميت پيژندنې مسير د ډيپلوماټيکو استازوليو په اخيستلو ترلاسه کېږي.

د افغان وګړو تر اعتراض وروسته د ملګرو ملتونو عمومي غونډې تر نامعلومې مودې طالبانو ته د افغانستان د استازوليو سپارل ځنډولي دي.