اطلاعات روز: د ټوليز امنيت د تړون سازمان عمومي منشي ايمانقلي تاسماګامبتوف ويلي، چې دا سازمان له افغانستان سره د خپلو سويلي پولو د امنيت پياوړي کولو د طرحې په پلي کولو کار کوي.
نوموړي د روسيې ټاس خبري اژانس ته ويلي، چې ټاکل شوې دا طرح له جولای مياشتې څخه پلې شي.
تاجکستان د ټوليز امنيت د تړون سويلي اړخ ته دی او له افغانستان سره ګډه پوله لري.
تاسماګمبتوف ويلي، چې د تاجکيستان او افغانستان د يو شمېر برخو د پياوړي کولو لپاره فعال کار روان دی.
د ده په وينا، د ټوليز امنيت د تړون د سازمان غړو هيوادونو او کاري ډلې د فبروري مياشتې په وروستيو او د مارچ په لومړيو کې د دې سازمان د سویلي سيمې د امنيتي طرحې وروستي کولو لپاره غونډه وکړه.
تاسماګمبتوف ويلي، چې مسوده د ټوليز امنيت د سازمان د دايمي شورا له لوري تايید شوې او په غړو هيوادونو کې له بېلابېلو ادارو سره د همغږۍ لپاره ليږل شوې ده.
ده زیاته کړې، چې د ټوليز امنيت د تړون سازمان دوه غړي هيوادونه قرقيزستان او تاجکستان له افغانستانه له ګواښ سره مخ دي.
څه موده وړاندې د روسيې دفاع وزير سرګيي شويګو ويلي و، چې د مرکزي اسيا په هيوادونو کې وضعيت له افغانستانه د پېښو ګواښونو له کبله پېچلی دی.
ده ويلي و، چې داعش په مرکزي اسيا کې د راډيکالو افکارو د خپرولو او ټوليز امنيت د تړون سازمان په سويلي پولو کې د ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو هڅه کوي.
د روسي چارواکو په اند، د افغانستان شمال د مرکزي اسيا د هيوادونو لپاره ګواښ دی.
له دې څه موده وړاندې د روسيې د امنيت شورا مشر هم ويلي و، چې په افغانستان کې ۲۰ ترهګریز سازمانونه د ۲۳ زره جنګيالي په درلودلو سره شتون لري.