ځايي خلک د بې کارۍ او وسله والو غلاوو د له منځه وړلو په برخه کې طالب چارواکي ګرم بولي او زیاتوي، چې د دغې ډلې د ناغېړۍ له امله په دغو ولایتونو کې ورځ بلې ستونزې په ډېرېدو دي.
د ده په وينا، د پولې دا طرحه په څلورو رغنيزو عملياتو کې ترسره کېږي او تر اوسه يې کټارې لګول شوې دي او تر دې وروسته به يې بستر هوارېږي او د سړک جوړول به يې پېلېږي.
د طالبانو د رییس الوزرا مرستيال د پاکستاني علماوو له پلاوي سره په ليدنه کې ويلي، چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او د هغوی ايستل باید ودرول شي.
شووالوف په عین حال کې د افغانستان له خاورې د شونې ګواښونو د مخنيوي لپاره پر خپلو سياسي او نظامي – تخنيکي تياريو تينګار کړی دی.
د پاکستان لپاره تر ټولو جدي مسله اقتصادي بحران دی. پاکستاني شنونکي پر دې باور دي چې د پاکستان د اقتصاد ډيفالټ يا هم پاشلتيا يوازې ځنډول کېدلای شي، مخنيوی يې په اوسنۍ سياسي رهبرۍ کې ناشونی دی.
تاسماګمبتوف ويلي، چې مسوده د ټوليز امنيت د سازمان د دايمي شورا له لوري تايید شوې او په غړو هيوادونو کې له بېلابېلو ادارو سره د همغږۍ لپاره ليږل شوې ده.
منير زياته کړې، چې پاکستان له ۵۰ کلونو راهيسې د پنځو ميليونه افغان وګړو غذا تأمين کړې، خو «کله چې خبره زموږ اولادونو ته راځي، نو موږ به هغه کسان تعقيب کړو چې پر دوی بريد کوي».
د هند لومړي وزیر ټينګار کړی چې د افغانستان له خاورې څخه بايد په ګاونډيو هيوادونو کې د ناارامۍ د خپرولو او يا هم د افراطي ايډيولوژيو د ترويج لپاره استفاده ونشي.
په بهر کې د افغانستان سياسي استازولۍ او قونسلګرۍ چې د پخواني حکومت له ډيپلوماټانو سره دي، په يوه پيغام کې ويلي «د دې خونړۍ پېښې د عاملينو سخت زړي توب او د امنيت په تأمين کې د طالبانو ناکامي ښيي».
په بلخ کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ د وياند محمد اصف وزيري په وينا چې دا ډلييزه وژنه تېره شپه (جمعه، ۱۴ د سلواغې) د چمتال ولسوالۍ په «جرقلعه» کلي کې شوې ده.