Photo: Gage Skidmore

امريکايي سناتور له افغانستان سره د امريکا د مرستو د بندېدو غوښتونکی شو

اطلاعات روز: د امريکا د سنا مجلس غړي مارکو روبيو يوه لايحه وړاندې کړې او په افغانستان کې یې له ملګرو ملتونو سره د امريکا د مرستو ځنډېدل غوښتي او ويلي يې دي چې بايد ډاډ تر لاسه شي چې طالبان دې مرستو ته لاسرسی نه لري.

د فاکس نيوز له راپور سره سم، دا لايحه د ۲۰۲۴ کال پر مهال د نړيوالو ترهګرو د مالي ملاتړ ځنډولو په نوم ياده شوې او د تايید په صورت کې متحده ايالات له افغانستان سره د مرستې لپاره ملګرو ملتونو ته له «هر ډول داوطلبانه يا ارزيابې شوې مرستې» څخه منع کوي او د بهرنيو چارو وزير اړ کوي چې د مرستې تر ورکولو وړاندې ډاډ ورکړي چې طالبان له دې مرستو ګټه نه شي پورته کولای.

روبيو فاکس نيوز ته ويلي: «د امريکايي ماليه ورکوونکو له ډالرو بايد د طالبانو په څېر ترهګر ګټه وانخلي. متأسفانه نن د داسې سناريو شاهدان يو. تر څو چې ډاډه شوي نه يو، له ملګرو ملتونو سره بايد له مرستې ډډه وکړو.»

د ده په وينا، له وړانديز شوې لايحې سره سم به د امريکا د بهرنيو چارو وزير په ځانګړې توګه دنده ولري تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې هيڅ ترهګر سازمان د متحده ايالاتو مرستې نه تر لاسه کوي.

تېر کال د امريکا د څارونکو سازمانونو راپورونو وښوده چې طالبان توانېدلي چې په ډېرو خيريه موسېسو او نورو بنسټونو کې نفوذ وکړي.

د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا پلټونکې ادارې (سيګار) مشر جان سپکو ويلي و، چې د دې ادارې ارزونه ښيي چې طالبان د امريکا متحده ايالاتو د مرستو پام وړ برخه منحرفوي او يا هم ګټه ترې اخلي.

ده زياته کړې وه چې سيګار موندلې چې طالبان په داوامداره توګه د متحده ايالاتو همکار بنسټونه د خپلو متحدينو د استخدام لپاره تر فشار لاندې راولي او يا هم ټينګار کوي چې د متحده ايالاتو شريکان له هغو شرکتونو سره قرارداد وکړي چې له طالبانو سره تړلي وي.

طالبانو د مرستو په وېش کې د لاسوهنې ادعاوې بيا – بيا رد کړې دي.

د ملګرو ملتونو په وينا، د روان ميلادي کال پر مهال په افغانستان کې تر ۲۳ ميليونه زيات وګړي بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.

دې بنسټ د دې افرادو اړتياوو ته د رسيدګۍ لپاره د دریو ميليارد ډالرو بودیجې غوښتنه کړې.

امريکا لاهم له افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هیواد ګڼل کېږي.