زابل کې د ترافيکې پېښې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د زابل ولايت په شهري صفا ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې پر مهال يو ماشوم مړ او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي.

په زابل کې د طالبانو ترافیکي پوليسو ويلي چې دا پېښه نن (جمعه، ۲۵ د کب) تر غرمې وروسته د شهري صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «مازدا او فيلډر» ډوله موټرو ترمنځ رامنځته شوې.

د طالبانو ترافيک پوليسو ويلي چې ژوبلو کسانو کې درې ميرمنې او دوه نارينه شامل دي چې د درو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

ځايي ترافيکو زياته کړې چې پېښې ته يې پر وخت رسيدنه کړې او ژوبل کسان يې د زابل ولايتي روغتون ته لېږدولي دي.

په هيواد کې د ترافيکي پېښو لامل د لارو خرابوالی، له قوانينو نه خبرتيا او ډېر سرعت ګڼل کېږي.