د طالبانو ځانمرګي بريدګر؛ وژونکی جنګي ځواک او «جنت ته د رسېدو» هېله

خالد محمدي

طالبان د ځانمرګي ځواک په لرلو «وياړي». دا ځواک تر ټولو سخت او په عين مهال کې تر ټولو خطرناک طالبان دي چې د مرګ په تمه دي؛ هغه هم په هره بيه او حتا د ملکي وګړو د وژلو په قيمت. يو شمېر تر ۱۸ کلنو کم عمرو تنکيو زلمیو هم د طالبانو په ځانمرګو بريدونو کې ونډه اخيستې.

طالبانو خپل ځينې ځانمرګي بريدګر په خپل نظامي جوړښت کې جذب کړي دي، خو د خپلو ځانمرګو بريدګرو شمېر او د هغوی زدکړييز مرکزونه يې نه دي علني کړي. معلومه نه ده چې طالبانو خپل ځانمرګي ځواک ته څه ډول نظامي او اعتقادي روزنه ورکوي ترڅو دا ځواک د «طالبانو د اسلامي امارت» او د هغه د رهبر د ګټو د ساتنې لپاره خپل ځان قربان کړي.

د طالبانو د انتحاري ځواک د اکثريت غړو هويت پټ دی او د هغوی يو شمېر د طالبانو د استخباراتو تر څار لاندې کار کوي. تر ډېره حده د طالبانو د استخباراتو رييس عبدالحق وثيق او د هغه مرستيال تاجمير جواد د دې ډلې ځانمرګی ځواک مديريت کوي او دواړه په طالبانو کې مرموزې څيرې دي.

د روان کال د کب مياشتې په لومړيو کې تاجمير جواد د دې ډلې يو شمېر ځانمرګي بريدګر د دې ډلې د بنسټګر او لومړي رهبر ملا عمر کور ته بوتلل. ويل کېږي چې ملا عمر خپل نظامي فعاليت له همدې کوره پېل کړی دی. د ملا عمر په کور کې د ځانمرګو د غونډې پيغام دا و چې دوی د طالبانو رهبرۍ او د دې ډلې د لوړپوړو مشرانو خبرو ته غوږ ونيسي او هر وخت او هر ځای ځانمرګي بريد ته چمتو واوسي.

ملا تاجمير جواد ځانمرګو بريدګرو ته په وينا کې وويل «نن ورځ موږ او تاسو په کندهار ولايت د ژیړۍ ولسوالۍ په سنګ حصار سيمه کې يو. دا خړه-پړه حجره د عمر ثالث (ملا عمر، د طالبانو بنسټګر) حجره ده. عمر ثالث په دې خړه – پړه حجره کې د افغانستان د طالبانو اسلامي تحريک راپېل کړ چې د اسلامي امت په معاصر تاريخ کې يو لوی اسلامي تحريک دی.»

تاجمير جواد له ځانمرګو بريدګرو وغوښتل چې د «طالبانو د اسلامي امارت» ساتنه وکړي.

ده وويل: «موږ او تاسو دې حرکت ته وينې ورکړې دي او اوس چې اسلامي نظام د دې حرکت د جهاد او قتال او مبارزې په وسيله رامنځته شوی، بايد په وينو يې وساتو. موږ استشهاديان وو، استشهاديان يو او استشهاديان به يو. هر وخت چې اړتيا شي چې د اسلامي نظام د خونديتوب او دفاع لپاره استشهادي عمليات وکړي، هغه به موږ او تاسې يو.»

ملا تاجمير جواد د دې ډلې له ځانمرګي ځواک څخه غوښتي چې د ملا هبت الله اخوندزاده اطاعت دې کوي او هغه په ديني علومو او اسلامي سياست کې «ځلانده ستوری» دی. ده ادعا کړې چې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو تحريک خپلو اهدافو ته رسېږي.

د طالبانو په ترانو کې د ځانمرګي ځواک د لرلو ستاينه شوې ده. په داسې يوه ترانه کې د ايران اسلامي جمهوريت په «ځانمرګو» بريدونو ګواښل کېږي. د يوې ترانې متن داسې دی: «ته که موشکان لرې ايرانه، زه غازیان لرم، ښکلي فدایان لرم. زه هم د ملا محمد یعقوب غوندې ځوانان لرم، ښکلي اتلان لرم.»

د افغانستان د حکومت او د هغه د لوېديځ ملاتړو پر خلاف د طالبانو د جګړې پر مهال بې موسيقۍ ترانې په زياته کچه ويل شوې دي تر څو د طالب ځواکونو جنګي تنده ژوندۍ وساتي.

د طالبانو د ځانمرګو ځواکونو یو روزنیز کمپ/ذبیح الله مجاهد

د ځانمرګي قطعې کارنامه

طالبانو د خپل حکومت پر مهال څو ځله موټر بمونه، د سړک غاړې ماينونه او خپل ځانمرګی ځواک نندارې ته وړاندې کړي او د ټولنې په کچه يې له ځانمرګي ځواک او د انفجار او انتحار له ابزارو د «رعب او وحشت» په موخه استفاده کړې ده.

د افغانستان وګړي د طالبانو له چاودنو او ځانمرګو بريدونو «بدې» خاطرې لري او خپل خپلوان يې په دې بريدونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي. د ځانمرګو بريدګرو او بريدونو يادول دا وګړي وېروي.

سياسي فعال اصف اشنا له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې طالبان له ځانمرګي ځواک څخه د جنګي ابزار په توګه استفاده کوي.

ده وويل: «د يوې سختدريځې او انحرافي ډلې په توګه د طالبانو وجودي فلسفه په خشونت، وژنې او جنايت سره تعبيرېدلای شي او همدا وجه ده چې د ځانمرګو بريدونو له کولو او د ځانمرګو په توګه د انساني ځواک له استفادې دفاع کوي او متأسفانه چې د داسې جنايتونو په کولو وياړي هم. همدا راز دا داسې يوه وسله ګڼي چې يوازې دوی يې لري.»

د ملا هبت الله زوی څرنګه ووژل شو؟

ملا هبت الله د طالبانو يوازينی مشر دی چې زوی يې عبدالرحمان خالد ځانمرګی بريد کړی او وژل شوی دی. دا چاره د دې لامل شوې چې د طالبانو ترمنځ د ملا هبت الله حيثيت پياوړی شي. هغه وخت د ملا هبت الله ملاتړو پراخ تبليغات وکړل چې د دوی د مشر او ټيټ پوړي طالب ترمنځ هيڅ ډول توپير نشته.

طالباني سرچينې وايي، چې عبدالرحمان په نهه کلنۍ کې قرآن په بشپړه توګه حفظ کړی و او ديني زده کړې يې کړې وې او د طالبانو د ځانمرګو بريدګرو په کتار کې يې څو کاله انتظار کړی و.

د طالبانو له منځه ځينې سرچينې وايي، چې د ملا هبت الله زوی د ۱۴۳۷ قمري کال پر مهال د شوال په مياشت کې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د طالبانو ځواکونو وويل، چې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ پر امنيتي پوستو او نظامي مرکزونو يې پراخ بريدونه کول، خو د افغانستان د نظامي ځواکونو يوې پوستې يې د پرمختګ مخه نيوله چې د عبدالرحمان خالد په ګډون د طالبانو ځانمرګي ځواکونه وتوانېدل چې دا پوسته ويجاړه کړي.

د ملا هبت الله زوی عبدالرحمان خالد ته په منسوبه ويډيو کې هغه پر وسله والې مبارزې ټينګار کوي. دی وايي: «اې کافرانو! دا مې تاسو ته پيغام دی چې هيڅکله هم په خپل ځواک وياړ مه کوئ. تاسو مسلمانان او افغانان ضعيف ګڼئ. له همدې کبله مو زموږ پر ګران افغانستان په پراخ ځواک او ګستاخۍ سره بريد وکړ. تاسو خپل لومړی وخت در په ياد کړئ چې څومره په تکبر افغانستان ته راغلاست، خو اوس خپل وضعيت ته وګورئ چې ستاسو انجام څه شو.»

د ملا هبت الله اخوندزاده زوی ته منسوب انځورونه چې د طالبانو د ځانمرګو ځواکونو غړی و/اطلاعات روز

ځانمرګی بريد «جنت» ته د رسېدو په هېله

د طالبانو لوړپوړو چارواکو څو ځله په غونډو او ويناوو کې په وياړ د خپلو ځانمرګو او د هغوی د بريدونو يادونه کړې.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي محمد اغا حکيم په يوه وينا کې د دې ډلې مخالفين په ځانمرګو بريدونو ګواښلي دي. ده ويلي: «د صليبيانو په مقابل کې تقريبا درې زره استشهادي فدايي عمليات ترسره شول، خو لا مو هم پنځه زره فدايان په کورونو کې منتظر وو. اوس دا فدايان تر ۲۰ زره هم زيات شوي دي.» ده ټينګار وکړ چې د «طالبانو د اسلامي امارت» هر مجاهد د دې ډلې د مخالفينو په وړاندې درېږي.

د طالبانو د کانونو او پيټروليم وزير او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پخواني غړي مولوي شهاب الدين دلاور د افغانستان د خپلواکۍ په ۱۰۴ کليزه کې يوه له مبالغې ډکه ادعا وکړه او ويې ويل چې د طالبانو په صفونو کې په زرګونو ځوانان شته چې ځانمرګو بريدونو کولو ته چمتو دي.

ده وويل: «زموږ اسلامي اردو تر ۴۰۰ تنو زياته ده او د افغانستان په تاريخ کې په دومره کچه اردو، پوليس او استخبارات نه دي جوړ شوي. په دې ځوانانو کې ډیری يې داسې کسان دې چې قرآن يې په سينه کې دی. الحمدلله، باوري يم چې د دې ځوانانو ترمنځ زرګونه يې استشهاديان دي او زرګونه ځوانان د شهادت په انتظار دي.»

طالبانو د اسلامي نظام د رامنځ ته کولو او «امريکا او لوېديځ» ته د ماتې ورکولو په تبليغاتو د افغانستان په زرګونو وګړي ځانمرګو بريدونو ته جذب کړل او په دې لړ کې يو شمېر کسانو ځانونه د طالبانو د موخو لپاره قربان کړل.

طالبانو تر ډېره حده د بې سواده او يا کم سواد لرونکو ځوانانو ترمنځ د پراخو تبليغاتو په کولو او «جنت ته د تګ» لپاره د هغوی د هڅونې له لارې هغوی خپل ځانمرګي لښکر ته جذب کړل. د پاکستان او افغانستان يو شمېر ديني مدرسو چې د طالبانو ملاتړې وې په قرآن او د اسلام د پيغمبر په احاديثو کې د «جهاد» د مفاهيمو په لوړ ښودلو او له خپل ليد سره سم د «جهاد» په تفسيرولو طالبان په مغزي توګه مينځل او هغوی به يې د افغانستان د پخواني حکومت او د هغه د لوېديځو ملاتړو پر وړاندې جګړې ته تيارول.

د طالبانو د کورنيو چارو وزير او د حقاني شبکې رهبر چې د «خونړيو او وژونکو» ځانمرګو بريدونو د کولو مسووليت يې درلود، پر انټرکانټينينټل هوټل د طالبانو بريد ته په اشارې په يوه غږيز پیغام کې ادعا وکړه چې د اسلام پيغمبر دا عمليات رهبري کړي دي.

سراج الدين حقاني په دې غږيز پيغام کې ادعا کړې چې په انټرکانټينينټل هوټل کې يوه ځانمرګي بريدګر له نوموړي سره د خبرو غوښتنه کړې، خو ده هغه مهال ټیليفوني خبرې نه کولې.

ده ويلي: «حافظ کريم الله ته يې سلام وکړ. حافظ کريم الله ماته وويل، چې خليفه صاحب (د سراج الدين حقاني لقب) د الله په ذات قسم چې زموږ د عملياتو مشري محمد صلی الله علیه وسلم کوي او دلته په دروازه کې ولاړ دی. موږ خپل ارمان بشپړ کړی دی او زيات کفار مو وژلي دي او يوازې د شهادت په انتظار يو. وروسته تر دې چې دوی (ځانمرګي بريدګر په انټرکانټينينټل کې) شهيدان کېږي، يوه ملګري ته په خوب کې راځي او وايي چې محمد (د اسلام پيغمبر) پر يوه مسجد ناست دی او د کانټينينټل ځانمرګو ته د جنت سندونه ليکي.»

سراج الدین حقاني د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر/د طالبانو د کورنیو چارو وزارت

طالبانو تر دې وړاندې د ۱۳۹۰ کال پر مهال د کابل پر انټرکانټينينټل هوټل د بريد ويډيو خپره کړې وه او د ځانمرګو په ګډون يې د حقاني شبکې د ۱۵ بريدګرو انځورونه هم په دې ويډيو کې ښودلي وو. پر کانټينينټل بريد د بهرنيو وګړو په ګډون د ۲۰ تنو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد او د ناټو په ملاتړ د افغان ځواکونو له لوري پای ته ورسېد.

د افغانستان د حکومت تر ختمېدو وروسته د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د طالبانو د وژل شویو ځانمرګو کورنۍ کانټينينټل ته راوغوښتې، د دې ځواکونو د کار «ستاينه» يې وکړه او د دې کورنيو پر ملاتړ يې ټينګار وکړ. تېر کال هم سراج الدين حقاني په کندهار کې د يوې غونډې پر مهال ويلي و چې يوازې د حقاني شبکې له غړو يو زر او ۵۰ تنو د يوه نيمې لسيزې پر مهال ځانمرګي بريدونه کړي دي. ده له طالبانو وغوښتل چې د خپل ځانمرګي ځواک «سرښندنه» هېره نه کړي.

د سراج الدين حقاني ورور بدر الدين حقاني چې شاوخوا لس کاله وړاندې د پاکستان په وزيرستان کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې ووژل شو، د ځانمرګو بريدونو د عملي کولو او روزنې په برخه کې يوه له وېروونکو څېرو څخه و. دی د طالبانو ترمنځ د «استشهاديانو د سالار» په نوم مشهور دی او د ده نوم پر نظاميانو او ملکيانو له خونړيو بريدونو سره تړلی دی. حقاني شبکه د «بدري» په نوم ځانمرګې ډله لري.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دې ډلې د ديني مدرسو او مسجدونو جوړولو ته پام زيات کړی. پخوا طالبانو له ديني مدرسو سرتېري را پیدا کول، خو اوس په افغانستان کې پر ديني مدرسو ټينګار کوي تر څو د «جهاد» او «اسلامي نظام» د دوام په پلمه ځواکونه جذب کړي.

د طالبانو ځانمرګی ځواک د دې ډلې يو تر ټولو خطرناک ځواک ګڼل کېږي او د خراسان د اسلامي دولت (داعش) او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په څېر ډلې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو له تکتيکونو او تګلارو استفاده کوي. داسې وېره شته چې د طالبانو ځانمرګي بريدونه به د سيمې هيوادونو ته لار پيدا کړي او د سيمې امنيت به وګواښي.