فایق: په نړیوال نظام کې د افغانستان د ګډون لپاره یو مشروع او ټولشموله حکومتي سیستم ته اړتیا ده

Photo: Naseer A. Faiq on X

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې ثبات او په نړیوال ټولنه کې د دغه هېواد د ګډون لپاره یو داسې ټولشموله سیستم ته اړتیا ده چې بنسټ یې د عدالت، د قانون حاکمیت او د خلکو د ارادې په اساس رامنځته شوی وي.

د امنیت شورا غونډه تېره شپه (جمعه، ۲۵ د کب) افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په اړه جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د یوناما ماموریت یا د فعالیت دوره د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

فایق په دې غونډه کې په خپلو خبرو کې ویلي، چې د یوناما د ماموریت غځول مهم دي، ځکه چې افغانستان له سخت بحران سره مخ دی. د هغه په وينا، دغه بحران د طالبانو د نه ژمنتيا او له وضعيت سره د مقابلې، رغنده تعامل او د يوه عادلانه، مسوول، او ټولشموله حکومتي نظام په رامنځته کولو کې د دغې ډلې د ناتوانۍ له امله شدت موندلی دی.

نوموړي په افغانستان کې د سولې، ثبات او ټولشموله حکومتولۍ د ودې او همدارنګه د ښځو او نجونو د وضعیت په ګډون د بشري حقونو د څارنې او راپور ورکولو په برخه کې د یوناما رول مهم بللی دی.

فايق همداراز ویلي: «په افغانستان کې د ثبات او په نړیواله ټولنه کې د دغه هېواد بیا ګډون د حکومتولی داسې یو مشروع ټولشموله سیستم ته اړتیا لري چې بنسټ یې عدالت، د قانون حاکمیت او د خلکو اراده وي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې اړتیاوو او اندېښنو ته ځواب ووايي.»

هغه هیله ښودلې، چې د ملګرو ملتونو تمرکز به د یوناما د ماموریت د نورو اړخونو ترڅنګ په سیاسي خبرو اترو کې هم لومړیتوب ولري.

په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت په وروستیو دوو کلونو کې د یوناما فعالیت له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. د نیوکه کوونکو په اند دغې ادارې د بشري حقونو د دفاع او د اغېزمن کار د رامنځته کولو په برخه کې کارنده ګام نه دی پورته کړی. همدارنګه د نیوکه کوونکو په وینا، یوناما په دې دوو کلونو کې له طالبانو سره د تعامل اړېکې پرمخ بیولې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه