د کوکنارو پر کښت بندیز او د بدیل نشتون؛ ارزګان کې کروندګر له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

په ارزګان ولایت کې کروندګر وایي، چې د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت بندیز او د بدیل کښت نشتون دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او له نورو کښتونو چې کوم حاصلات په لاس راوړي د دوی اړتیاوې نه پوره کوي.

دوی زیاتوي، چې د طالبانو د بېلابېلو ادارو مشرانو په تېرو دوو کلونو کې له کروندګرو سره د کوکنارو د بدیل کښت په موندلو کې یوازې ژمنې تازه کړي، خو په عمل کې یې تر اوسه کارنده ګام نه دی پورته کړی.

ارزګاني کروندګر وایي، نور کښتونه دوی ته څه په لاس نه ورکوي

د کروندګرو وضيعت

تر هلمند وروسته ارزګان د تاریاکو ستر تولیدونکی ولایت ګڼل کیده، چې د طالبانو د بندیز وړاندې د کروندګرو روزګار د کوکنارو په کښت جوړ او ورځ یې چلیده، خو اوس یې ژوند خراب او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

امين الله چې د ترينکوټ ښار په يوه څنډه کې درې جريبه ځمکه لري، وايي په تېرو کلونو کې به يې په خپله ځمکه کوکنار کرل او دومره عايد به يې په لاس راوړ چې تر بل حاصل به یې پرې ژوند تیریده، خو زیاتوي چې د تېر کال د وچکالۍ له امله یې یوازې په یو جریب ځمکه ترکاري کرلې وه، چې آن درې میاشتې ګوزاره یې پرې ونشوه.

هغه وويل :«د کروندګرو اقتصادي وضعيت خراب دی د هرشي قيمتونه لوړ دي موږ ويره لرو چې په راتلونکي کې فقر کولو ته اړ نه شو.»

ورته مهال ارزګان کې يو شمير نور کروندګر هم د کوکنارو پر کښت د بندیز په اړه له ورته ستونزو شکایت کوي او وایي، که بدیل کښت ورته پیدا نه شي فقر کولو ته به اړ شي.

د دې ولایت د دهراوود ولسوالۍ يو کروندګر شيرمحمد وايي، اوس مهال يې په خپل ځمکه د غنمو کښت کړی چې حاصل یې هیله نه لري او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی لپاره بدیل کښت پیدا کړي.

نوموړي وويل: «وطن غریب دی موږ ته دې داسې شی راکړي چې موږ يې د تارياکو پر ځای په خپلو ځمکو کې کرنه وکړو.»

بلخوا ارزګان کې یو شمیر سرچینې وایي، چې د کوکنارو د بدیل کښت نه موندلو له کبله دغلته یو شمیر کروندګرو په خپلو کورونو کې په پټه د کوکنارو کښت ته مخه کړې.

ارزګان کې د تاریاکو بازار

د تاریاکو بازار او لوړې بیې

وړاندې تر دې چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري د تاریاکو پر کښت، پېر او پلور بندیز ولګیږي د ارزګان د مرکز ترینکوټ ښار په یوې ځانګړې جاده کې د تاریاکو راکړه ورکړه کیده، خو د طالبانو له بندیز وروسته دغه جاده وتړل شوه او د تاریاکو قاچاقبرانو له ښار څخه د باندې د پېر او پلور مرکزونه پرانیستل.

د نشه یي توکو د همدې مرکز یو کاروباري د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې د تارياکو د شيرې قيمت د پخوا په پرتله نهه برابره لوړ شوی دی.

هغه زیاتوي، چې په تېرو وختونو کې د يو کيلو شيرې قيمت د ۸ زر افغانيو څخه تر ۱۲ زره افغانيو پورې رسيده، خو اوس مهال د يو کيلو تاریاکو قيمت تر سل زرو افغانيو په پورې رسيږي.

دغه کاروباري د تارياکو د بیو د لوړوالي لامل د کوکنارو پر کښت بندیز یادوي او وایي:«پخوا چې تارياکو يو کيلو په ۸۰۰۰ افغانۍ وو اوس یې قيمت يو لک افغانۍ ته رسيږي خپله فکر ورته  وکړه چې څومره يې قيمت لوړ شوی يعنې ډير زيات توپير يې کړی دی ځکه اوس تارياک نشته ټول مارکيټ او بازار پر هغه زړو تارياکو پاتې دی يو يې پر بل پلوري او يو شي ورڅخه لاسته راوړي.»

له کله نه چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی د تاریاکو بیې ورځ تر بلې په لوړیدو دي

په همدې حال کې يو شمير سرچينې وايي، چې د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت د بنديز وروسته د نشه یې توکو لویو سوداګرو د تاریاکو په ډیره اندازه شیره پېرلې ترڅو قیمتونه یې لوړ او بیا یې وپلوري.

د سرچینو په خبره، چې اوس مهال یو شمیر سوداګرو د تارياکو د شيرې په پلورلو سره ډیره ګټه ترلاسه کړې او یو شمیر نورو لاهم د ډیرې ګټې کولو په موخه ساتلي دي.

بلخوا ارزګان کې د طالبانو مسوولين ادعا کوي، چې دوی د نشه یي توکو د مخنيوي په برخه کې د خپل مسر فرمان ښه پلي کړی او دغلته یې د کوکنارو کرکیله صفر کړې ده.

ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس اغاولي قریشي وایي، چې دوی هڅه کوي چې کروندګرو ته د کوکنارو ښه بدیل پیدا کړي.

نوموړي وويل: «په دې برخه کې ولس زموږ سره ډيره مرسته کړې او فرمان ته يې غاړه ايښې موږ هم د دوی د دغه همکارۍ په بدله کې کوښښ کوو چې د دوی لپاره د کوکنارو په بدل کې يو بديل کښت پیدا کړو.»

له کله نه چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په ټول هیواد کې د کوکنار کښت ممنوع اعلان کړی، د تاریاکو په بیو کې ورځ تر بلې زیاتوالی راغلی او هغه کروندګر چې له دې لارې یې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کولې د بدیل کښت نشتون له کبله په تش میدان پاتې او له سختو اقتصادي ستونزو کړیږي.