Photo: via DAWN

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت: په افغانستان کې مو د حافظ ګل بهادر ډلې غړي په نښه کړي

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د پکتيکا او خوست ولايتونو پر يو شمېر برخو د دې هيواد هوايي بريدونه تاييد کړي دي او ويلي يې دې چې د دې بريدونو اصلي موخه له حافظ ګل بهادر ډلې سره تړلي «ترهګر» و.

دې وزارت نن (دوشنبه، ۲۸ د کب) مازيګر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې حافظ ګل بهادر ډله له تحريک طالبان پاکستان سره يو ځای د پاکستان په خاوره کې د ګڼو ترهګريزو بريدونو او د سلګونو ملکي او نظامي وګړو د وژنې مسووله ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې وروستی بريد د شمالي وزيرستان په «ميرعلي» سيمه کې پر يوه امنيتي پوسته شوی چې د دې هيواد اووه سرتيري پکې وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي چې دې هيواد د وروستيو دوو کلونو پر مهال په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان په شمول د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو خپلې جدي انديښنې له طالبانو سره شريکې کړې دي.

دې وزارت زياته کړې: «دا ترهګر د پاکستان د امنيت لپاره جدي انديښنې دي او په دوامداره توګه يې په پاکستان کې د بريدونو کولو لپاره د افغانستان له خاورې استفاده کړې ده.»

همدا راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دې هيواد بيا – بيا له طالبانو غوښتي چې ملموس او اغېزناک اقدامات دې ترسره کړي تر څو افغانستان د پاکستان پر خلاف د ترهګرو په پټنځای بدل نشي، تحريک طالبان پاکستان ته دې پناه نه ورکوي او د دې ډلې رهبري دې پاکستان ته وسپاري.

دې وزارت زياته کړې: «خو له دې سره-سره په افغانستان کې د واکمنو (طالبانو) تر منځ ځيني عناصر په فعاله توګه د تحريک طالبان پاکستان ملاتړ کوي او له هغوی د پاکستان پر خلاف د نيابتي [ځواک] په توګه ګټه اخلي.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي: «داسې چلند د هغه ورور هيواد په وړاندې د لنډ نظرۍ څرګندونه کوي چې په هر حالت کې د افغانستان د خلګو تر څنګ درېدلی.»

دې وزارت ويلي چې موږ له دې عناصرو غواړو چې د «ترهګرو پر ملاتړي سياست» دې بيا ځلې غور وکړي او د پاکستان د خلګو تر څنګ دې ودرېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د تحريک طالبان پاکستان په څېر ترهګرې ډلې د سيمې د سولې او امنيت لپاره يو جمعي ګواښ دی. د تحريک طالبان پاکستان له وجې له را منځ ته شوي ګواښ سره په مبارزه کې موږ په بشپړه توګه هغې ننګونې ته متوجې يو چې د افغانستان چارواکي (طالبان) ورسره مخ دي. پر همدې اساس به پاکستان له تروريزم سره د مقابلې لپاره د ګډو حل لارو د پيدا کولو او د هر ترهګر سازمان له لوري له افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيکو د سبوتاژ د مخنيوي لپاره [خپلو هڅو] ته دوام ورکړي.»

طالبانو نن سهار اعلان وکړ چې پاکستاني الوتکو تېره شپه د پکتيکا د برمل ولسوالۍ په «لمن» سيمه او د خوست د سپيرې ولسوالۍ په «افغان دوبۍ» سيمه کې بمبار کړی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په دې بريدونو کې درې ښځې او درې ماشومان په پکتيکا او دوې ښځې په خوست کې وژل شوې دي.

د طالبانو وياند وويل چې د عبدالله شاه په نوم کس چې پاکستان ادعا کوي په دې بريدونو کې په نښه شوی دی، په پاکستان کې دی.

ده دا اقدام ناسنجيده او د افغانستان پر حريم تېری ګڼلی او غندلی يې دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم د دې بريدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفير عبيدالرحمان نظاماني احضار کړی او هغه ته يې خپل رسمي اعتراض سپارلی دی.

پاکستان تر دې وړاندې هم د افغانستان پر يو شمېر سيمو بمبار کړی او ادعا يې کړې وه چې په دې سيمو کې يې د ټي ټي پي غړي په نښه کړي و.