اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې يوې ځوانې نجلۍ تر هغه وروسته ځان زندۍ کړی چې د پلار له لوري د دې له خوښې پرته په خپله موخۍ کې ورکړل شوې وه.
د سرچينو په وينا، دا پېښه پرون (یکشنبه، ۲۷ د کب) د ارغستان ولسوالۍ په «سوپانزو» سیمه کې رامنځته شوې.
ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې د نجلۍ پلار دا د هغې له خوښې پرته د ځان لپاره په موخۍ يا هم بدل واده کې ورکړې وه او ټاکل شوې وه چې تر روژې وروسته يې په زور واده کړي، خو هغې ځان وواژه.
همدارنګه د طالبانو ځایي پولیسو ویلي، د نجلۍ پلار یې نیولی او د دې پېښي په تړاو یې پلټني پیل کړې دي.
هغوی چې نه غواړي د مړې شوې نجلۍ نوم واخلي، زیاتوي چې دې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي او له خوښې پرته واده له امله ځان ځړولی دی.
په هيواد کې ډېر وختونه ښځې د کورني تاوتريخوالي له وجې ځان وژنه کوي.