ارزګان کې د يو کس جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو مسوولين خبر ورکوي، چې د دې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د یو کس جسد موندل شوی.

په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې طالب ځواکونو تېره شپه (دوشنبه، ۶ د وري) د دغه کس جسد د دهراوود ولسوالۍ اړوند «دهزک» سيمه کې موندلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د لومړنيو څیړنو په نتيجه کې معلومه شوې، چې دغه کس وژل شوی او د کوم بل ځای څخه یې جسد يادې سيمې ته راوړل شوی دی.

دوی زیاتوي، هڅه کوي چې د ياد کس هویت معلوم او د پيښې اصلي لامل څرګند کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په لغمان کې هم د یو کس جسد موندل شوی و او تر هغې دوه ورځې وړاندې هلمند کې د یو ځوان جسد موندل شوی و.