انځور: ارشیف

د کوکنارو له کښت پرته هلمندي بزګر له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

دوه کاله مخکې دا ورځې او شپې په هلمند کې تر ټولو بوختې ورځې ګڼل کېدې، آن په ښار کي به د روزانه کار لپاره یو کاریګر هم نه پیدا کیده ځکه چې د کوکنارو فصل به رسیدلی و او د هلمند ترڅنګ به د هیواد د نورو ولایتونو ګڼ ځوانان دغلته د کوکنارو په نیښ وهلو او د تاریاکو په راټولو بوخت وو او ښه مزدوري به یې هم ترلاسه کوله.

خو، دا ولایت چې په افغانستان کې د تاریاکو د کرکېلې لومړنی مرکز یادیږي، سږ کال په کې د طالبانو د بندیز له کبله د کوکنارو کرکېله کمرنګه او کومو کروندګرو چې کرلي دغې ډلې یې کښتونه اړولي، چې دې چارې یو شمیر کروندګر په غوصه کړي او وایي، چې نور کښتونه یې اړتیاوې نه شي پوره کولای.

هلمند کې کروندګر وایي، طالبانو یې د کوکنارو کښتونه په زور سره مات کړي، خو په خبره یې ترڅو پورې چې بدیل کښت ورته نه وي پيدا شوی په پټه او ښکاره به د تاریاکو کرلو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د بندیز وړاندي هلمند د تاریاکو ستر تولیدونکی ولایت ګڼل کیده، چې د تاریاکو د عاید څخه ددې ولایت کروندګرو د خپل ژوند چاري مخته وړلې. چې اوس یې ژوند د ډيرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

کروندګر زیاتوي، له کله نه چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او نور کښتونه دومره حاصل په لاس نه ورکوي چې ټول کال پرې ګوزاره وکړي.

د مارجې ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالصمد چې ۱۵ تنو سرپرستي ور ترغاړې ده وایي، چې د تېر کال د پنځه جریبه ځمکې د غنمو کښت څخه یوازې ۸۰۰۰ افغانۍ ور رسیدلي، چې د ده د کور د یوې میاشتې مصرف هم نه شي پوره کولای، خو د کوکنارو په کښت سره یې دومره پیسې ترلاسه کولې چې تر یو کال یې ګوزاره کیدله.

نوموړی چې اوس خپل ژوند به قرضونو چلوي زیاته کړه: «باور دې کېږي چې تر درې لکه اوس ډیر پوروړی یم، د غنمو کښت ته د امبارو پیسې نه لرم، د بل څخه مې په ګټه پیسې اخیستي چې غنمو ته امبار را ونیسم، دغه د غنمو دغه فصل خپل سر نشي جوړولای، تر را روان کال پورې زما رسول خو لېرې پریږده.»

طالب پولیسو هلمند کې هغه کوکنار هم مات کړي چې کروندګر په پټه کرلي و. انځور: خواله رسنۍ

که څه هم طالبانو د کوکنارو پر کښت سخت بندیز لګولی، خو بیا هم  هلمند کې زیات شمیر کروندګرو د خپلو اقتصادي اړتیاوو پوره کولو په موخه په پټه او ښکاره په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي؛ خو په دې ولایت کې د طالبانو د نشه یي توکو د مبارز ریاست په پوه راپور ویلي، چې هلمند کې یې سږ کال ۵۸۷ جریبه ځمکه د کوکنارو څخه پاکه کړې.

د دې ولایت د باباجي ولسوالۍ اوسیدونکي عبدالغفار چې په خپل کور کې یې په یو جریب ځمکه تاریاک کرلي وو، خو طالبانو ورته بیرته اړولي یا هم مات کړي دي. نوموړی چې د سختې مایوسۍ احساس کوي وایي: «چې د ماښام ډوډۍ ونه لرې، او ځمکه دي د بل څخه اجاره کړې وي، خو دومره حاصل درته کړي چې اجاره دار ته یې ورکړې بله کومه چاره سړی وکړي، غنم دومره ګټه نه کوي، اوس د اجاره دار پیسو ته حیران یم.»

بلخوا کروندګر د غنمو له ټیټ نرخ څخه هم شکایت کوي، دوی وایي، چې د کوکنارو پر کښت بندیز د غنمو د زیات کښت لامل شوی او په بیو کې یې نږدې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسیدونکی عصمت الله وایي، له کله نه چې طالبانو د کوکنارو کښت بند کړی نږدې ټولو کروندګرو د غنمو کښت ته مخه کړې، چې له امله یې حاصلات زیات او بیه یې ټیټې شوي دي. نوموړی زیاتوي، چې د یو من غنمو بیه د ۲۴۰ افغانیو څخه ۱۲۰ او ۱۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې او خپل سر نه شي پوره کولای.

کروندګر د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د بدیل کښت ترڅنګ دې ورسره لازمې مرستې وکړي.

هلمند کې د تاریاکو کاروباریان وایي، چې لاهم دغلته د تاریاکو د پېر او پلور مېلې ترسره کېږي او قیمتونه یې ورځ تر بلې په لوړیدو دي. انځور: خواله رسنۍ

دغه راز د هلمند موسی کلا، کجکي او مارجه چې د تاریاکو د کاروباریانو لوی مرکزونه بلل کېږي، د پخوا په پرتله په کې د تاریاکو قیمتونه دوه برابره لوړي شوي دي.

اخترمحمد چې مخکې یې په مارجې ولسوالۍ کې د تاریاکو کاروبار کاوه وایي، چې د تاریاکو په بیو کې اوس دوه برابره زیاتوالی راغلی او زیاتوي چې د کوکنار پر کښت د بندیز سره سره دغلته اوس هم د تاریاکو د پېر او پلور میلې ترسره کېږي او بازار یې د پخوا په پرتله ګرم دی.

هغه وویل: «یو کال مخکې یو من تاریاک دلته په یو لک افغانۍ وو اوس یو من تاریاک په ۳ لکه افغانۍ هم نه پیدا کیږي، ګران شوي دي.»

بلخوا د تاریاکو پر کښت، کاروبار او قاچاق بندیز سره سره هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په موسی کلا، خانشین، سنګین او کجکي ولسوالیو کې لاهم د تاریاکو څخه د جوړیدونکو نشه یي توکو کارخونې فعاله دي، چې کرسټال، هیرویین، ښېښه او نور نشه یي توکي تولیدوي.

سرچینې زیاتوي، چې د دغو کارخونو فعالیت د تاریاکو بیې لوړې کړي، نو ځکه کروندګر کوکنار د بل هر کښت پر وړاندې غوره بولي.

موږ هڅه وکړه چې د هلمندي کروندګرو د ستونزو او د تاریاکو د کاروبار په اړه په دې ولایت کې د طالب مسوولینو نظر هم ترلاسه کړو، خو د پرلپسې هڅو سره سره د نظر په اخیستو یې بریالي نشوو.