فقر او بې کاري؛ کندهار کې د سوالګرو شمیر تر بل هر وخت زیات شوی

کندهار کې د نورو میاشتو په پرتله په روانه روژه کې د سوالګرو شمیر تر بل هر وخت زیات شوی او د دې ښار په ډیرو لارو، کوڅو او د جوماتونو مخې ته ښځې، ماشومان او سپین ږیري لیدل کېږي، چې له خلکو سوال کوي.

د دې سوالګرو له منځه یو شمېر یې له مجبورۍ سوال کوي، خو زیات شمیر یې بیا مسلکي سوالګر دي چې سوال یې خپله حرفه ګرځولی او په خپله دغه کسان هم اقرار کوي، چې په سوال کولو روږدي شوي او لاس ترې نه شي اخیستلی، ځکه په خبره یې چې یو اسان کار ورته زیاته ګټه په لاس ورکوي.

دوه څلويښت کلن شکرالله يو له هغو سوالګرو څخه دی چې د تېرو ۱۴ کلنو راهیسې د سوالګرۍ کسب پرمخ وړي او نه یوازې خپله سوال کوي، بلکې په وینا یې چې میرمن او ماشومان یې د ښار په نورو واټونو او کوڅو کې سوال کوي او له همدې لارې د خپل ژوند چارې پرمخ وړي.

نوموړی وایي، دوامدارې بې کارۍ او بې وزلۍ سوال کولو ته اړ کړی، چې اوس بل کار نه شي کولای او له دغې لارې په هوسا او ارامه توګه پيسې راټولوي.

هغه کسان چې شکرالله پیژني د نوموړي د شتمنۍ او ښه ژوند په اړه خبرې کوي، خو شکرالله وایي، چې د تېرو کلونو د سوال په پیسو یې شخصی کور او یوه نمره ځمکه اخیستي مګر اوس چې د خلکو اقتصاد لویدلی کاروبار یې خراب شوی دی.

نوموړي وويل: «کور او اولادونو فقر ته مجبوره کړو اوس يې پرېښودلی نشو، څوارلس کاله مو کېږي چې د ارزګان څخه راغلي يو دغه خيرات ټولوو، پخوا لا طالبانو پورته کړو چې تاسو فقر مه کوئ د مياشتې به يې کله يو څو روپۍ راکړې کله يې نه راکولې اه نو موږ بېرته خپل کاروبار سره پېل کړ، پخوا مو د ورځې کله ۳۰۰۰ کله ۴۰۰۰ کله ۲۰۰۰ افغانۍ ټولولې اوس چې ډيرې شي نو پنځ سوه يا شپږ سوه افغانۍ په هغه کله کور ساتل کېږي.»

د کندهار په یوه پياده رو کې ناست سوالګر؛ خلک غوښتنه کوي چې دغه کسان دې ټول شي

پنځوس کلن محمد هاشم چې د داخلي جګړو له امله د مزار شریف ښار څخه کندهار ته را کډوال شوی او د اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي په غاړه لري، وایي د اقتصادي ستونزو او اوږدې بې کارۍ له امله یې سوال کولو ته مخه کړې او له دې لارې د خپلې کورنۍ ساتنه او پالنه کوي.

محمد هاشم زياته‌کړه چې د پخوانيو کلونو په پرتله يې د سوالګرۍ له لاري لاسته راغلي ورځني عايدات لږ شوي او پروړاندي يې د نيول کېدو ستونزي هم ډيري شوي.

هغه غواړي چې د طالبانو ځايي حکومت ورسره ښه چلند وکړي او سوالګر پرېښږدي ترڅو خپل ژوند او کاروبار د پخوانيو کلونو په توګه ترسره کړي‌، ځکه په خبره يې چې پر کور اوزګار نه‌شي کښېناستلای.

نوموړی چې د سوالګرۍ عایدات یې پر سوال د طالبانو د بندیز له کبله کم شوي، د دغه ډلې له حکومت غوښتنه کوي چې سوالګر خپل کاروبار ته پریږدي؛ ځکه په خبره یې چې دوی په کور وزګار نه شي کیناستلی.

محمد هاشم وويل: «جنګونه شول په مزار کې مو هر څه ختم شول راغلو کندهار ته بيا بې کاره وم، بې کاره وم کار او کسب نه وو خيرات ټولو ته راغلم، نو دادی چې اوس مو دغه کسب شوی، بل کار نه شم کولای په بدن معلوله يم، خپل زامن مې د خيرات ټولو څخه راګرځولي مکتب پرې وايم چې آينده يې سمه شي، موږ خو د غريبۍ څخه فقر شروع کړی خو نورو ته مو دغه خواست دی چې د دې کار څخه ځان وساتي.»

کندهار ښار کې اوس یو شمیر سوالګرې میرمنې ډله ډله ګرځې او له خلکو سوال کوي

دغه راز کندهار ښار کې ډیری سوالګر د نورو ولایتونو څخه راغلي، چې ډیره برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.

د ارزګان څخه راغلې ۳۰ کلنه شبانه چې د شپږو لوڼو سرپرستي په غاړه لري، وايي له کونډېدو وروسته يې چا لاسنیوی نه کاوه، نو اړه شوه چې سوال وکړي ترڅو د خپلو ماشومانو لپاره نفقه برابره کړي.

نوموړې وویل: «زما ژوند دومره خراب دی چې دغه ماښام  په روی سره دې الله ماته مرګ راولي، درې وارې مې چاړه پر ځان راخيستې چې ځان مړ کړم ، درې وارې مې د مږکانو دوا راخيستې، خو بيا وايم که مړه شم دا سياسرانې لوڼې به مي څه کوي، يو وخت وايم چې تر دغه زه او زما يتيمان مړ شو ښه دی، دا ژوند زه څه کوم چې د بل زاړه کالي راټولوم، د بل پر کورو چای راټولوم، پرون مې له ټول بازار وغوښتې هيچا پنځوس روپۍ کومک راسره ونه کړ، دا غټې نجونې دي زه يې د چا په لاس ورکړم څوک يې را ساتي؟ چې ور یې کړم بېرته يې راته را واستوي، اوس زه او لورانې مې ټول خيرات ټولوو.»

شبانه زياتوي، د طالبانو ځايي حکومت له لوري ورته پاملرنه نه ده شوې او په خبره يې چې د بې وزلو په نوم راغلې مرستې ډير کله خانان اخلي او بې وزلو ته څوک پام نه کوي.

همدارنګه د دايکندي ولايت څخه راغلې ۴۸ کلنه شمسیه چې کندهار ښار کې سوال کوي، وايي چې تېر کال ورسره د طالبانو حکومت درې میاشتې نغدي او د خوراکي توکو مرستې وکړې، خو له هغې وروسته پرې مرستې بندې او بیرته سوال کولو ته اړه شوې.

نوموړې زیاتوي، چې تر ډیره سوال کولو ته زړه نه ښه کوي، خو د خاوند له لوري یې په زور له خپلو لوڼو او زامنو سره له کوره ویستل کېږي او سوال کولو ته یې مجبوروي.

دغه میرمن وایي، چې تردې مخکې سوالګرې ښځې پر چوکونو او سړکونو کېناستې، خو اوس کور په کور ګرځي او سوال کوي.

شمسيې وويل: «شل کاله مو کېږي چې کندهار ته راغلي يو دغه موږ يو او دغه فقر دی، د کرزي په وختو کې ښه وو کاروبار مو روان وو، اوس خلک چندانې لاس نه راسره نيسي چې پخوا مو د ورځې ۲ زره پيدا کولې اوس که درته ووايم ۲۰۰ هم نه پيدا کېږي.»

کندهار کې د جوماتونو مخې هم د سوالګرو خالي نه دي پاتي

د طالبانو حکومت د سوال د مخنیوي او سوالګرو د راټولولو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی چې د هیواد له ښارونو او ولایتونو سوالګر راټولوي او ویل کېږي چې یاد کمیسیون بیا مستحقو هغو سره میاشتنې مرستې هم کوي.

کندهار کې د سوالګرو د راټولولو کميسیون مشر حاجي کامل وايي، په دې ولایت کې هره مياشت دوه زره بې روزګاره او اړمنو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کوي.

هغه وویل: «اول سر کې زموږ سره ۲۰ زره کورنۍ ثبت وې، بيا وروسته مو تحقيق وکړ چې ۲ زره کورنۍ مو ورڅخه انتخاب کړې، په دې کې ۴۰۰ يا ۵۰۰ نارينه دي نور ټولې ښځې دي، په اوايلو وختونو کې موږ دا شل زره کسانو ټولو ته معاشونه ورکول، نو دا اکثره هغه کسان دي چې پخوا يې پر لارو خيرات ټولوه اوس دلته زموږ سره ثبت دي.»

هغه زياتوي، چې یادو بې وزله کورنيو ته هره مياشت يوه بوجۍ اوړه، لوبيا، دال، غوړي او نغدې پيسې ورکوي.

له کله نه چې د طالبانو د سوالګرو کمیسیون کندهار ښار کې خپل کار پېل کړ، له دې ښاره یې ګڼ سوالګر ټول او ویې ویل چې مستحقو کسانو سره میاشتنې مرستې کوي، خو اوس یو شمیر سوالګر وایي، چې مرستې پرې بندې شوي او اړ دي چې بیرته سوال وکړي.