اطلاعات روز: د بامیانو ولایتي روغتون یو کارکوونکی د کرونا واکسین له اخیستو وروسته مړ شوی دی.
د بامیانو ولایت د عامې روغتیا مشر علي اقا ناصري اطلاعات روز ته وویل، چې دا موضوع تر څېړنې لاندې ده او تر اوسه د دې څېړنې پایله جوته شوې نه ده.
د بامیانو والي ویاند لطیف عظیمي اطلاعات روز ته د دې کارکوونکي مړینه تایید کړه، خو ویې ویل لا څرګنده نه ده چې د کرونا له امله دې مړ شوی وي.
ښاغلي عظیمي وویل، چې دغه کارکوونکي د زړه، سږو او د وینې لوړ فشار ستونزې درلودې.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري هم وایي، چې د روغتیاپالانو یوه ډله د دې مړینې پر څېړنې بوخته ده.
ښاغلي نظري همدارنګه وویل، چې تراوسه ثابته شوې نه ده چې دغه کارکوونکی دې د کرونا واکسین تطبیق له امله مړی شوی وي.
له بلې خوا د روغتیا وزارت ویاند وویل، تراوسه ۱۲ زره او ۱۶۴ تنه روغتیاپالانو د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی.
ښاغلي نظري زیاته کړه چې تراوسه د کرونا واکسین له تطبیق وروسته د ځان دردۍ څو پېښې وزارت ته رسېدلي، خو د مرګ هېڅ مړینه نه ده ثبت شوې.
افغانستان کې د کرونا واکسین پلي کېدو لړۍ د روان کال کب په پنځمه پیل شوه.