کندهار کې د افغان میرمنو په لاس جوړې شوې رنګا رنګ جامې چې تر ډیره یې ښځې او نجونې په ودونو او نورو مراسمو کې اغوندي اوس یې بازارونه ساړه او د پېر او پلور زیات شمیر مرکزونه یې تړل شوي دي.
هغه میرمنې چې د افغاني جامو په ګنډولو بوختې دي وایي، هر کال هڅه کوي چې په نویو ډیزاینونو جوړې جامې بازار ته وړاندې کړي ترڅو د پیریدونکو خوښې شي، خو په خبره یې چې د زیار سره سره بیا هم د افغاني جامو داخلي بازارونه پېکه او بهر کې یې پیریدونکي کم شوي دي.
کندهار کې د افغاني ښځينه جامو د ګنډلو او پيرلو د مرکز مسووله احمديه توخي وایي، تردې وړاندې یې هره مياشت شل جوړه لاسي ښځینه جامې ګنډلې او پلورلې، خو اوس یوازې پنځه جوړه ګنډي او هغې ته هم مناسبه بیه نه شی موندلی.
نوموړې زیاتوي، چې د تېر کلونو پر مهال ورسره ۱۵ نورو بې روزګاره میرمنو هم کار کاوه او هره میاشت یې لسګونه جوړه جامې بهر ته د پلور په موخه لیږلې، خو په خبره یې چې اوس د خلکو د خراب اقتصاد او نړیوالو بازارونو ته د افغان صنعتکارو میرمنو نه لاسرسی د دې لامل شوی چې د افغاني جامو بازار پېکه او مرکزونه یې وتړل شي.
دغې میرمنې وویل: «يو خو افغاني کالي جوړول وخت ډير غواړي په زحمت جوړېږي بل دا چې موږ ته خپله ګران لوېږي، موږ خو کوښښ کوو چې ښه شی وړاندې کړو هغه که د هيواد داخل کې وي او که بهر کې وي، خو زمینه نه ده برابره چې موږ يې خپل هيوادوالو ته توليد کړو يا يې نورو ملکو ته واستوو، خارج کې یې خلک اخلي ځينې یې د يو چا په لاس ځانته غواړي، خو دلته يې کاروبار پېکه شوی دی.»
احمدیه دغه راز زياتوي، چې د افغان ښځینه پانګوالو او صنعتکاره میرمنو د ځان بساینې لپاره تر اوسه اساسي کار نه دی شوي او په تېر کې د میرمنو د ملاتړ او لاسنیوي په برخه کې ټولې پروژې ناکامه وې.
د افغان په نوم د افغاني جامو ګنډلو د يو بل مرکز بنسټګره بي بي رابعه سلیمانخیل وايي، کندهار کې د نورو جامو ګنډلو ترڅنګ يو يې افغاني ښځينه جامې وې چې پخوا يې داخلي او بهرني بازارونه ګرم وو، خو اوس د امکاناتو نشت او د خلکو اقتصاد خرابیدو له کبله دغه کاروبار اغيزمن شوی دی.
هغې زياته کړه، چې هيواد او په خاصه توګه کندهار کې اوس مهال د افغاني جامو ګنډلو زيات شمېر مرکزونه تړل شوي او کومې ميرمنې چې پخوا یې دلته د رخت پلورلو او افغاني لاسي صنایعو په برخه کې کار کاوه بې روزګاره شوې دي.
سلیمانخیل وایي، تردې وړاندې يې د افغاني جامو کنډلو په برخه کې د پير او پلور لويو مرکزونو، موسېساتو او بهرنيو پيريدونکو سره قراردادونه لرل چې له هغې لارې ميرمنو ښه عايد ترلاسه کاوه، خو اوس د طالبانو د محدودیتونو له کبله نه له چا سره قرارداد کولای شي او نه هم کوم نندارتون ته لاسرسی لري، چې خپل توکي وپلوري، نو ځکه بازارونه ساړه او د خیاطۍ مرکزونه آن خپل داخلي مصارف هم نه شي پوره کولای.
نوموړې وويل: «اوس مشتريان کالي راوړي هغه ورته جوړوو په هغې هم دوی راته وايي، تخفيف راسره وکړئ تخفيف ورسره کوو، نو ډير د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ يو، د موسېساتو او حکومت څخه زموږ دا خواهش دی چې هغوی د ښځو لپاره بازار او مارکېټ او يا داسې ځای فعاله کړي چې په هغه کې موږ خپل خريد او فروش کولای شو، اوس دلته پر ښځو باندې بنديز هم دی موږ نه شو کولای چې د کوم چا سره قرارداد وکړو، خپل توليد خرڅ کړو.»
دغه راز د افغاني جامو د یو بل مرکز مسووله رینا بارکزۍ وایي، کندهار کې پر کسب کاره او پانګوالو میرمنو د طالبانو محدودیتونو د دوی کاروبار سخت اغیزمن کړی دی.
بارکزۍ وویل: «پخوا ډير خرڅېدل هم يې يو چا شوق درلوده، خو اوس نه خرڅېږي، پخوا بهر ملکو ته هم تلل، خو اوس نه ځي، په دې خاطر نه ځي چې زمونږ پر ملک باندې بنديزونه لګولي دي مونږ يې نه شو استولای، بهر کې خلکو ډير رانيول او استعمالول یې، خو اوس يې څوک نه رانيسي، په داخل کې يې ځکه څوک نه شي رانيولای چې د افغاني کالو بیې اوس د خلکو تر وس پورته دي، عادې جوړه افغاني کالي په اته زره، لس زره او پنځلس زره افغانۍ موږ ته تمامېږي په تاوان خو يې موږ نه شو ورکولای او پر ګرانو کالو د چا وس نه رسېږي.»
کندهار کې نه یوازې د افغاني جامو ګنډولو د مرکزونو مسوولینې له خپل کاره سر ټکوي، بلکې یو شمیر نورې کسب کاره میرمنې چې خپلو کورنو کې جامې ګنډي هم له خپل کاره ستړې شوې دي.
د افغاني جامو خیاطه نګينې چې پخوا یې په خپل کور کې خلکو ته کالي کنډل اوس د مشتریانو نشتون له امله اړه شوې چې د جامو ګنډلو په یوه مرکز کې کار پېل کړي. نوموړې وایي کندهار کې د دې په شان لسکونه نورو ميرمنو هم د افغاني جامو ګنډلو او نورو لاسي صنایعو په برخه کې کار کاوه چې اوس د کار نشت له کبله یې کورني کارځایونه سقوط شوي دي.
هغې وویل: «په لاس باندې مو مرۍ لګولې، ټول افغاني کالي مو په لاس جوړول، خلکو خپل ودونو ته رانيول د يوې پرځای به يې لس جوړې جوړول اوس خلک پر افغاني کالو پيسې نه ورکوي.»
د افغاني جامو ګنډولو یوه بله خیاطه ګلالۍ هم له ورته ستونزو شکایت کوي او وایي، چې تر دې وړاندې بهر میشتو افغانانو له دوی څخه کالي پیرل، خو اوس یې له یوه لوري استول ستونزمن شوي او له بل لوري هلته یو شمیر افغان میرمنو دغه کار ته لاس اچولی او بهر میشتې یې له همغه ځایه پیري.
نوموړې وویل: «زموږ کسب اوس په امريکا او اروپا کې نورې افغانې میرمنې مخته وړي، پخوا موږ امريکا، اروپایي او اسيايي ملکو ته کاليګان استول اوس يې هغوی خپله جوړوي، ما خپله ډير خارجي ګيراکان درلودل، په خارج کې په ښو پيسو زموږ کالي خرڅیدل.»
ګلالۍ همدا راز وایي، چې هيواد کې دننه د افغاني جامو د اغوستلو دود ورځ تربلې په ورکېدو دی او زيات شمېر ميرمنې د ودونو لپاره هندي لباسونه لکه ساړۍ، پنجابي، ماکسي او داسې نورې جامې رانيسي.
بلخوا کندهار کې د ښځو د سوداګريز مارکېټ مسووله او پانګواله فريبا نوري وايي، پخوا په دې ولايت کې د ښځینه خیاطیو په ۱۴۰ مرکزونو کې نږدې ۲۷۰ میرمنې په مستقیمه توګه په کار بوختې وې، چې اوس تر نیمو زیات دغه مرکزونه تړل شوي او په کار بوختې میرمنې بې کاره شوې دي.
نوري زیاتوي، چې پخوا پر دې توانیدلې وه، چې د کندهاريو ميرمنو په لاس جوړې شوې جامې د بهرنيو موسېساتو په ملاتړ په امريکا، کاناډا، جرمني، فرانسې، بریتانیا، هندوستان، متحده عربی امارات او سويس هيوادونو کې وپلوري او له درکه افغان ميرمنو ته زرګونه امريکايي ډالر ګټه په لاس ورکړي.
فريبا وويل: «د ښځو د حمايت لپاره چې کومو موسېساتو کار کاوه هغه اوس ټولي تړل شوي، د ښځو لاسي صنایع داخلي بازارونه نه لري او بهر کې چې مينه وال يې ډير دي او فروشات يې زيات دي هلته بيا موږ بازارو او مارکېټو ته رسيدګي نه شو کولای، غوښتنه مو دغه ده چې حکومت د ښځو مارکېټونو بیرته فعاله کړي او د فعاليت اجازه ورکړي، ښځينه سوداګرو او لاسي صنایعو ته نندارتونونه جوړ کړي.»
تر دې وړاندې ځینو نړیوالو موسېساتو د کندهار ترڅنګ په ډیرو نورو ولایتونو کې افغان میرمنو ته د جامو ګنډولو او لاسي توکو د جوړولو په برخه کې روزنه ورکوله او دا چاره د دې سبب ګرځیدلې وه چې د دغو میرمنو په لاس جوړ شوي توکي تر بهرنیو هیوادونو پورې ورسیږي او ګټه په لاس راوړي، خو اوس د طالبانو محدودیتونو دا هرڅه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او ښځې نه شي کولای چې په ازادانه ډول کار وکړي.