د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پلاوي سره د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي لیدنه. انځور: طالبان

په پاکستان کې د چين له خطر سره مخ ګټې

ايا طالبان به د خطر د مخنيوي په موخه همکاري وکړي؟

خالد محمدي

د روان میلادی کال د مارچ پر ۲۶مه نېټه د خيبر پښتونخوا ايالت په «بشام» سيمه کې یو ځانمرګي بریدګر د چینایي اتباعو موټر په نښه کړ. په دې برید کې پنځه چینایي انجنیران او د هغوی پاکستانی موټروان ووژل شول. تر چاودنې وروسته، موټر په دره کې لاندې ولوېد او د همدې له امله د جسدونو پېژندندل ډېر ستونزمن شوي وو. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دې انجنیرانو موټر د پاکستان له پلازمينې اسلام‌ اباد څخه د داسو بند پر لور چې یو چینایي شرکت یې جوړوي، روان و.

دا برید په پاکستان کې د پیکنګ د لویو پروژو لپاره يو لوی ګواښ بلل کېږي. چین په ۹۴ کال کې له پاکستان سره د ۴۶ میلیارده ډالرو په ارزښت د پانګونې تړون لاسلیک کړ. په دې تړون کې د سړکونو، اورګاډي د لیکو، د بریښنا د تولیدوونکو فابریکو، د مایع ګازو د ترمینلونو او د ګازو د نل‌لیکې جوړول شاملېږي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره په پاکستان کې د چین د پروژو لپاره امنیتي ګواښ زیات شوی دی. پاکستان له سخت مالي او اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په اوس وخت کې نه شي کولای چې د جنګي ډلو د ځپلو په موخه پراخ نظامي عملیات وکړي.

چین له پاکستان سره-سره، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې جوړې کړي دي. همدا راز چين د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او د طالبانو د حکومت د سفير اسدالله بلال کریمي باورليک د چين د ولسمشر له لوري په يوه رسمي ناسته کې منل شوی دی. له دې سره-سره، د طالبانو بېلابېل پلاوي څو ځله په رسمي ناستو کې د ګډون لپاره چین ته بلل شوي دي. چین په څو مواردو کې چې له پاکستان سره د اړیکو پر پراختیا په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو يې ټینګار کړی دی، له طالبانو غوښتنه کړې چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي. طالبانو چين ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان څخه د هیڅ هېواد  ګټو ته ګواښ نشته دی. خو د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ترڅنګ اویغور جنګیالي هم په افغانستان کې شته دي.

اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دې هېواد پر وړاندې د امنیتي ګواښونو مخه ونيسي او د پاکستان د کورنيو چارو د وزير محمد خرم آغا په مشرۍ يو پاکستاني پلاوي افغانستان ته سفر وکړ. دې پلاوي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مرستیال مولوي محمد نبي عمري او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وليدل.

په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (۹ د غبرګولي) خپره کړې، ویل شوي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر چینایي انجینرانو برید د یوې ترهګرې پېښې په توګه یاد کړ او ادعا یې کړې چې د طالبانو حکومت له افغانستان څخه هيچاته د ناوړه ګټه اخیستنې اجازه نه ورکوي او له نورو هم همدا غوښتنه لري.

خو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې هيواد تللي پلاوي پر چینایي انجنیرانو د شوي برید په اړه څيړنې د طالبانو له کورنیو چارو وزارت سره شريکې کړي او د دې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره یې له طالبانو مرسته غوښتې. پاکستان ادعا کړې چې د بشام برید په افغانستان کې تنظیم شوی و.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د ناتوانۍ له امله باید افغانان ملامت نه شي او پاکستان باید د خپل امنیت د تأمین لپاره اقدام وکړي.

نوموړي د طالبانو تر مديريت لاندې د افغانستان ملي راډيو سره په یوې مرکې کې ویلي: «موږ له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره ټولې هڅې کړې دي. له بده مرغه بې ځایه او بې مورده تورونه هېڅ درد نه دوا کوي او د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي. که په پاکستان کې کومه پېښه کېږي، باید په افغانستان پسې ونه تړل شي.»

له کومه وخته چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغلی د پاکستان لوړپوړي پلاوي څو ځلې کابل ته راغلي او له طالبانو یې غوښتي چې د ترهګرۍ او ناامنۍ د ګواښونو د مهارولو په برخه کې همکاري وکړي. دوه کاله وړاندې په کب میاشت کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف او د پاکستان د استخباراتي سازمان (آی‌اس‌آی) رییس جنرال ندیم احمد انجم افغانستان ته راغلل. دې پلاوي د تحریک طالبان پاکستان (تي‌تي‌پي) پټنځایونه طالبانو ته وښودل چې بايد پر وړاندې یې اقدام وکړي، خو هيڅ داسې راپور نشته چې طالبانو دې د اسلام‌ اباد په غوښتنه د ټي‌ټي‌پي پر خلاف کوم اقدام کړی وي. طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په موده کې یوازې د خراسان د اسلامي دولت (داعش) څانګې په نښه کولو ادعاوې کړې دي.

پاکستاني نظامیانو څو ځلې پر افغانستان هوایي او توپچي بریدونه کړي او پاکستاني رسنیو هم ادعا کړې چې ځينې بريدونه د ټي‌ټي‌پي پر پټنځایونو شوي دي. دا بریدونه د افغانستان د ځمکني حریم ښکاره نقض بلل کېږي چې تر دوو لسیزو وروسته د پاکستان له خوا ترسره شوي دي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ او د ملا برادر سره د هغوی لیدنه. انځور: خواله رسنۍ

د طالبانو سرکښي

پاکستان واک ته د طالبانو د رسېدو یو اصلي ملاتړی و او کله چې د طالبانو رژيم د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د برید په پایله کې وپرځېد، پاکستان دوې لسيزې د طالبانو د ځينو مشرانو کوربه و؛ خو د اسلام‌اباد محاسبه چې طالبان به ترهګریزې ډلې کنټرول کړي ناسمه وخته. طالبانو له ځینو ترهګرو ډلو سره قوي اړیکې لري. تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) چې د پاکستان د ګټو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي، په افغانستان کې د طالبانو د جګړې پر مهال يې د دې ډلې ملاتړ کړی دی. د ټي‌ټي‌پي یو شمېر قوماندانانو او جنګیالیو له طالبانو سره یو ځای د افغانستان د پخواني حکومت او د امريکا په ګډون د هغې د نړیوالو متحدينو پر وړاندې جګړه کړې ده، له همدې کبله طالبان ځان د ټي ټي پي پوروړي ګڼي.

د طالبانو حکومت لپاره له تي‌تي‌پي سره مبارزه هم اسانه نه ده او د دې ډلې یو شمېر قومندانان چې له ټي ټي پي سره اړيکې لري، ناراضه کېږي. د افغانستان او پاکستان د چارو یو شمېر شنونکي باور لري چې پر ټي‌ټي‌پي د طالبانو د حکومت فشار به دا ډله اړه کړي چې د داعش خراسان ډلې په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره بیعت وکړي او په دې صورت کې به د طالبانو د حکومت لپاره امنیتي ګواښ نور هم زیات شي. دا په داسې حال کې چې داعش په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لپاره تر ټولو جدي ګواښ ګڼل کېږي او د طالبانو د واکمنۍ په موده کې یې د طالبانو پر چارواکو او د دې ډلې پر ځواکونو بریدونه کړي دي. داعش په عملي ډول په افغانستان کې د طالبانو د سرتاسري امنیت د تأمین ادعا هم تر جدي پوښتنې لاندې راوستې ده.

ناکامه اوربند

د طالبانو حکومت او په ځانګړي ډول د طالبانو د کورنيو چارو وزير او د حقاني شبکې مشر سراج‌الدین حقاني چې په افغانستان کې د تر ټولو خونړیو او وژونکو بریدونو مسوول و، د اسلام اباد او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. طالبانو څو ځلي د پاکستان د حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې د خبرو کوربتوب کړی چې له امله يې يو نازک اوربند هم رامنځته شو. ټي‌ټي‌پي د پاکستان حکومت د اوربند په نقض تورن کړ او د ۲۰۲۲ په نومبر کې یې خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې په پاکستان کې بریدونه له سره پېل کړي. له هغه وخت راهیسې بيا تر اوسه د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو په زياتو برخو کې ټي ټي پي او متحدينو يې ګڼ بريدونه کړي. ټي‌ټي‌پي د طالبانو له هغو تاکتیکونو څخه ګټه اخلي چې د افغانستان د حکومت او د هغه د لویدیځوالو متحدینو پر وړاندې یې کارول. په دې تکتیکونو کې د انتحاري ځواکونو کارول، موټر بم بريدونه او پر پاکستاني پوځیانو وسله وال او شپني بریدونه شامل دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په ۲۰۰۷ کال کې د ځینو پاکستاني جهادي ډلو له ایتلاف څخه رامنځته شو. بیت‌الله مسید د دې ډلې لومړنی مشر و چې په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان د پوځ په هوایي برید کې ووژل شو. د ټي‌ټي‌پي دویم مشر حکیم‌ الله مسید هم په ۲۰۱۳ کال کې په شمالي وزیرستان کې د امریکایي بې ‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. نور ولي مسید د تحریک طالبان پاکستان درېیم مشر دی چې د هغه تر قومندې لاندې ځواکونو په افغانستان کې هم جګړه کړې او د چریکي جګړې لوړ مهارتونه لري. ټي‌ټي‌پي د خپل جوړېدو له وخته په پاکستان کې خپل بریدونه ورو-ورو زیات کړي. د ۲۰۱۴ کال پر مهال په پېښور کې د پاکستان د پوځ تر مدیریت لاندې پر یوه ښوونځي برید چې د ۱۲۱زده کوونکو په ګډون لږ تر لږه ۱۵۰ کسان په کې ووژل شول، د دې ډلې يو «خونړی» برید دی. تر دې برید وروسته د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې چې له افغانستان سره پوله لري، پراخ تصفیوي عملیات پېل کړل او د ټي‌ټي‌پي یو شمېر قومندانان او ځواکونه اړ شول چې افغانستان ته پر شا شي، خو ټي‌ټي‌پي په پاکستان کې خپل ځواکونه بیا منظم کړل او په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې يې د پوځ د بودیجې له کمښت څخه ګټه واخیسته. په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه په پراخه کچه زیات شوي دي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر چینايي انجینرانو برید. انځور: الجزیره

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څو راپورونو له مخې د القاعدې شبکې، داعش او ټي‌ټي‌پي په ګډون ۲۰ ترهګریزې ډلې په افغانستان کې موجودې دي. تر شل کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ په افغانستان او پاکستان کې ياغي ډلو ته «الهام» او «انګيزه» ورکړې. د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ په څېر ډلې په پاکستان کې د جغرافیايي سیمو د ترلاسه کولو هېله لري. د پاکستان پوځ څو ځله د امریکا د هغو وسلو په تړاو انديښنه څرګنده کړې چې د افغانستان له پخواني حکومت څخه تر شا پاتې شوې دي. پاکستاني نظامیانو ویلي چې وسله وال له دې پرمختللو وسلو څخه چې د شپې په دوربين سره هم مجهزې دي، د دې هېواد پوځیان په نښه کوي. د افغانستان د حکومت تر سقوط وروسته د وسلو قاچاق زیات شوی دی. د ټي‌ټي‌پي ځينې ځواکونو چې په افغانستان کې یې د طالبانو ترڅنګ جګړه کوله، د «جګړیيزو غنیمتونو» په توګه د دې وسلو یوه برخه ترلاسه کړې او هغه یې پاکستان ته لېږدولې دي.

پاکستان چې په ذروي وسلو سمبال دی، په دې هيواد کې د امنیتي ګواښونو زیاتېدو د امریکا د متحده ایالاتو اندېښنه هم زياته کړې ده. د روان کال د غویي میاشتې په نیمایي کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنتکام) قومندان جنرال مایکل کوریلا اسلام‌ اباد ته سفر وکړ او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره يې وکتل. دې لوړپوړي امریکایي جنرال د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د پاکستان پر ملاتړ ټینګار وکړ او د خیبرپښتونخوا ایالت چې له افغانستان سره پوله لري، ځينې سيمې يې هم وکتلې. دا ایالت په پاکستان کې د یاغیتوب او ترهګرۍ مرکز دی.

پاکستان له څو لسیزو راهیسې د دیني مدرسو په فعال ساتلو سره چې ځینې یې د اسلام تندلاری تفسیر تدریسوي، د «جهادي» انګېزو په وده کې مرسته کړې ده. اسلام اباد شل کاله په افغانستان کې د جګړې او ناامنۍ ملاتړ وکړ ترڅو طالبان واک ته ورسېږي؛ ترڅو بیا په دې هېواد کې «ستراتیژیک عمق» ترلاسه کړي او د خپل اوږدمهاله سیال هند د نفوذ مخنیوی وکړي. اوس چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، په پاکستان کې ترهګري او افراط‌پالنه خپره شوې ده او د دې هېواد ځواکمن پوځ او استخباراتي سازمانونه هم د ترهګریزو او امنیتي ګواښونو په مخنیوي یا کمولو کې ناتوانه دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو څو ځله اسلام ‌اباد ته خبرداری ورکړی و چې د ترهګرۍ ملاتړ به په دې هېواد کې هم ناامني خپره کړي؛ او اوس دا سناریو عملي شوې ده.