په سرو غرمو کې ناستې بې وزله نیمروزۍ میرمنې

د هېواد په سویل نيمروز ولایت کې دا مهال د تودوخې لوړه درجه ۴۶ سانتي ګرید ته رسیږي، خو سخت فقر، بې وزلي او په کور کې د خوراکي توکو نشتون دغلته یو شمیر میرمنې اړې کړي چې د لمر تیزو وړانګو په زغملو د ځان او خپلو اولادونو د ساتنې لپاره د سړک پر سر سوال وکړي.

د نیمروز اوسيدونکي وايي، چې په دې ورستيو کې د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار په بېلابېلو جادو کې يو ځل بیا د سوالګرو ميرمنو شمير زيات شوی او په ډير بد وضعيت کې د سړکونو پر سر فقر (سوال) کوي.

خلک زیاتوي، اقتصادي ستونزې د توکو لوړ قيمتونه او کورنیو کې د سرپرست نشتون هغه لاملونه دي چې ياد ولايت کې د سړکونو پر سر د سوالګرو ميرمنو په شمير کې زياتوالی راغلی.

د زرنج ښار يو اوسيدونکی عصمت الله اشرف وایي، که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت د تېرو دوو کلونو راهیسې هڅه کړې چې نیمرزو کې سوالګر راټول کړي، خو په خبره يې چې د دې راټولونې سره سره د سوالګرو په شمیر کې کو د پام وړ کموالی نه دی راغلی.

هغه وویل: «هره ورځ پر بېلاېیلو سړکونو باندې سوالګرې ښځې ناستې وي سخته ګرمي وي پنځه دقيقې لمر ته صبر نه کېږي، خو دا ميرمنې ټوله ورځ د دغه سړک پر سر لمر ته ناستې وي يو ځل مخکې حکومت په ښار کې سوالګرې راټولې کړې، خو اوس بيرته زياتې شوي نه پوهيږو چې د دې مخنيوی ولې نه کوي، باید د دغه میرمنو سره مرستې وشي.»

سوالګرې میرمنې وایي، له مجبورۍ سوال کوي، خو که یې څوک لاسنیوی وکړي له دې کار به لاس واخلي

څلویښت کلنه بي بي صالحه چې د نیمروز د مرکز زرنج ښار په مرکزي چوک کې سوال کوي، وایي د سپین ږیړي میړه یې دومره وس نه رسیږي چې ډیر کار وکړي او دوی ته ډوډۍ برابره کړي، نو ځکه اړه شوې چې د سړک په سر سوال وکړي ترڅو خپلې اته کسیزې کورنۍ ته د خوراک لپاره یوڅه برابر کړي.

نوموړې زیاتوي، چې د سړک پر سر لمر ته فقر کول ځکه ښه دي چې د خلکو ورباندې زړه درد کوي او څه ناڅه مرسته ورسره کوي.


هغې وويل: «خاوند مې په لاسي کراچي کې پیاز پلوري د ورځې تر ۵۰ افغانۍ زياتې نه ګټي دغه درې مياشتې کېږي زه هره ورځ دلته د سړک سر ته  راځم او فقر کوم بله لاره نشته پخوا په ښار کې د فقر غوښتلو لپاره ګرځيدمه، خو د ښار په پرتله د سړک پر سر فقر کولو ښه دي هيچا ته ښه خوند نه کوي چې د سړک پر سر دې لمر ته ناست وي زه د مجبورۍ څخه ناسته يمه که يو څوک زما سره مرستې وکړي زه هيڅکله دلته د سړک پر سر نه کښينمه.»

په زرنج ښار کې د عارفې په نوم يوه بله ميرمن چې د تېرو دريو کلونو راهیسې د سوال په پیسو خپله کورنۍ ساتي، وايي چې د طالبانو لخوا څخه د سوالګرو د راټولولو پروسه نمايشي وه او پر ځای د دې چې له دوی سره دایمي مرستې وشي لا د ګړاوونو سره مخ شوي.

هغه چې تېر کال د نيمروز د کار اوټولنيزو چارو رياست د سوالګرو راټوليدو په کمپاین کې د فقر کولو راګرځول شوې وه، وايي چې د سوالګرو کمیټې يې اقتصادي وضعيت ته په کتو نوم ليکنه وکړه، خو په خبره يې چې تر دوه ځله مرستې کولو وروسته يې ورباندې مرستې بندې کړي او دا اړه شوه چې بیرته په ښار کې د سړکونو پر سر فقر وکړي.

نوموړې په خپلو خبرو کې وویل: «کله چې سوالګر راټوليدل زما نوم يې هم وليکه زموږ کورته راغلل زموږ سره يې دوې مياشتې مرسته وکړې، خو تر دوه مياشتو وروسته هغه دفتر چې موږ ته يې مرستې راکولي د هغوی موقیعت هم پر پخواني ځای نه و، موږ چې به ورغلو ویل به يې چې نشته نور موږ نه شو کولای چې تاسو ته ټول عمر مرستې درکړو.»

تېر کال طالبانو سوالګرې میرمنې راټولې کړې وې او ویل یې چې میاشتنۍ مرستې ورسره کوي، خو سوالګرې میرمنې وایي، طالبانو ورسره یوازې دوې میاشتې مرستې کړي او نور یې چا پوښتنه نه ده کړې

که څه هم د سوالګرو سره د مرستو په برخه کې د طالبانو پر تېرو فعاليتونو نيوکې کېږي، خو نیمروز کې د دغې ډلې مسوولین یو ځل بیا سوالګرو او اړمنو کورنيو سره مرستو په برخه کې د يوې کميټې د جوړيدو خبر ورکوي.

نيمروز کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو رياست ریيس مولوي محمدعمر زبیر وايي، چې د يادې کميټې په مرسته به ټولې مستحقې کورنۍ په نښه او د دوی لخوا به ورسره مرستې وشي.

هغه وویل: «دا کميټه هڅې کوي چې د اړمنو کورنيو لپاره د مرستو يوه طريقه برابره کړي، ترڅو د دغه فقر کولو يادې کورنۍ خلاصې شي.»

د روان ۱۴۰۳ کال د غويي مياشتې پر ۲۹مه نېټه د طالبانو د عدلې وزارت په يوې خپره شوې اعلاميه کې ويلي و، چې د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون چې په یوه مقدمه، درېیو فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی، د مشرتابه له خوا توشېح او د عدلیې وزارت له‌ لوريِ په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د دغه قانون پر اساس هغه اشخاص چې روغ رمټ او یا کاسب وي او د یوې ورځې لپاره خوراک ولري د سوالګرۍ عمل څخه منع شوي دي. دغه راز د دغو اشخاصو په واسطه له ماشومانو، معلولینو او معیوبو اشخاصو څخه ګټه اخیستل منع دي او هم پر حرفوي او تنظیم شوې سوالګرۍ بندیز دی او ترسره کوونکي لپاره یې د بند سزا په پام کې نیول شوې ده.