د هیواد په سویل کندهار ولایت کې یو شمیر یتیم ماشومان چې عمرونه یې له اتو څخه تر ۱۵ کلونو رسیږي د کورنۍ سرپرستي ترې د ژوند ټول خواږه اخیستي او دا مهال د ډیرو کمو پیسو په بدل کې په مستري خانو، هوټلونو، دوکانونو او نورو کار ځایونو کې درانه کارونه کوي، ترڅو خپلې کورنۍ ته خواړه پیدا کړي.
دغه ماشومان چې زیاترو یې خپل پلرونه په تېرو جګړو کې له لاسه ورکړي اوس له ښوونځي پاتې او د کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې سخت کړاوونه ګالي.
که څه هم د طالبانو حکومت په لومړیو کې د بې سرپرسته ماشومانو د ټولولو لړۍ پېل شوې وه او ویل یې چې دغه ماشومان به په یو ځانګړي روزنتون کې ساتي، خو د وخت په تېریدو یاده موضوع سړه شوه او اوس یو ځل بیا په بازارونو کې د یادو ماشومانو شمیر زیات شوی دی.
د کندهار ښار اوسېدونکی یوولس کلن حمیدالله یو له هغو بې سرپرسته ماشومانو دی چې تېرو جګړو او ناخوالو یې پلار ورڅخه اخیستی دی. نوموړی وایي، تر ټولو لوی ارمان یې ښوونځي ته تګ او زده کړې کول دي، خو د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي له ده او دوو ورونو یې دا هرڅه اخیستي او اوس د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره په مستري خانو او نورو ځایونو کې کار کوي.
د هغه په وینا چې په ټولنه کې د نورو ماشومانو په شان د ژوند کولو هیله لري، خو تر اوسه یې دا هیلې په حقیقت نه دي بدلې شوي.
حمیدالله وویل: «مکتب ته تلم نورو هلکانو وهلم، استاز وهلم ویل ولې دې کالي خیرن دي باره زما مور بېرته د مکتب څخه راوګرځولم، زما پلار یې زموږ د کور په کوڅه کې وویشته باره مړ شو، نور کاکاګان او ماماګان لرو هغه موږ خپل کورته نه پرېږدي، پخوا زما مور او ورونو کار کاوه اوس یوازې زما دوه ورونه کار کوي، ارمان مي دادی چې په مکتب کې سبق ووایم، معلم شم.»
د کندهار ښار اوسېدونکی لس کلن نصیر احمد چې خپل پلار یې شاوخوا یو کال وړاندې له لاسه ورکړی، وایي پلار یې د یوې دوامدارې ناروغۍ له کبله مړ شوی او اوس د خپلې څلور کسیزې کورنۍ د ساتنې لپاره څه نه لري او په وینا یې اړ دی چې په لارو کوڅو او یاهم د خپلو ګاونډیانو خیرات ټول کړي.
د نصیر احمد په خپلو خبرو کې وویل: «زه اوس مکتب وایم، په دریم صنف کې یم، په کور کې یو زما خور ده، یوه مې مور ده، یو زه یم او یو مې بل کوچنی ورور دی، یوازې یو چا غوړي او نور شیان راکړل، زه او زما خور ځو د مور سره مو د کلي د کورو کارونه کوو زه سوداوې ورته راوړم، هغه بیا موږ ته د غرمې ډوډۍ راکوي، خاله کومک راسره کوي بل څوک پیسې نه راکوي، پخوا په مستري خانه کې شاګرد وم هلته یې د هفتې ۱۰۰ افغانۍ راکولې، ستړی وم ګرده ورځ به مي اوبه ورته راوړې، دستمالان او نور شیان به مې ورته مینځل.»
نوموړی د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د ساتنې او روزنې امکانات برابر کړي.
د کندهار ښار یو بل بې سرپرسته ماشوم ۱۴ کلن انعام الله بیا وایي، چې هره ورځ شاوخوا ۱۱ ساعته د ۱۵۰ افغانیو په بدل کې د کندهار ښار په یو هوټل کې کار کوي او دغو ګټل شویو پیسو بیا د خپلي کورنۍ ساتنه کوي.
د ده په وینا چې پلار یې شاوخوا څلور کاله وړاندې د طالبانو او پخواني پوځیانو په جګړه کې وژل شوی او اوس د پنځه کسیزه کورنۍ سرپرستي له زده کړو ویستی دی.
هغه وویل: «زما پلار بزګر و چې د طالبانو او عسکرو جنګ شروع شو په دې کې مې پلار یوه مرمۍ لګیدلی او مړ شوی و، د مجبوریت څخه کار کوم هغه هلکان چې کار کوي چې پلار یې مړ وي، زما د کور سرپرستي زه خپله کوم مور مې معیوبه ده هغه نور ورونه او خویندې مې کوچنیان دي کار نه شي کولای، تر دا ننه مو نه د کاکا مرسته لېدلې نه د ماما، ما تر پنځم صنفه مکتب ووایه بېرته مې پرېښوده.»
دغه راز کندهار کې یو شمیر هغه ماشومان چې پلارونه یې په نشه یي توکو اخته شوي د درنو کارونو په ترسره کولو د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
د کندهار اوسېدونکی اته کلن الیاس وایي، پلار یې په نشو اخته شوی او دی له خپلې مور سره یو ځای د نورو خلکو په کورونو کې تر ناوخته پورې کار کوي ترڅو د کورنۍ ساتنه وکړي.
د ده په خبره چې کور ته له تلو سره یې کله ناکله د پلار لخوا وهل کېږي او هغه پیسې چې د ورځې په جریان کې یې ګټلې وي ورڅخه اخیستل کېږي.
الیاس وویل: «پلار مط عملي دی اول یې چرس څکول اوس هیروین څکوي، کور کې هره ورځ موږ وهي ، دوه وارې بندي شوی، ماته په هغه کور کې د هفتې ۱۰۰ افغانۍ راکوي او مور ته مې د هفتې ۵۰۰ ورکوي، د پلار څخه بیریږو، هغه زموږ د کور ګرده شیان خرڅ کړي، دباندې ګرده خلک ماته د د معتاد زوی وایي، پخوا د ماما په کور کې و هغه کډه شو موږ بیرته راغلو خپلو کور ته، زه او زما مور کور ساتو.»
د ماشومانو رواني روغتیا کارپوهان بیا دا چاره د هغو د راتلونکي په زیان یادوي.
بلخوا د ماشومانو د رواني روغتیا کارپوهان بیا په ټولنه کې د دغه ډول ماشومانو لويېدل د ټولنې په زیان بولي او وایي، چې باید اجازه ونه کړل شي چې ماشومان له زده کړو پرته په کړاوونو کې راتول شي.
د ماشومانو د رواني روغتیا کارپوه احسان الله نورزی وایي، دا ماشومان د راتلونکي لپاره د ټولنې د اوږو بار ګرځېدلای شي او په وینا یې چې باید مخکې له مخکې ورته پاملرنه وشي.
هغه له حکومت او خیریه موسېسات غوښتنه کوي چې باید د دې ډول ماشومانو د ټولولو بهیر پېل کړي.
نورزي وویل: «دا ماشومان خو اوس کشران دي خو کله که دوی غټان شي درس او تعلیم یې نه وي کړی، په شي نه وي خبر رقم رقم ستونزې د ټولنې لپاره جوړوي، اوس لا باید دوی ته د خوړو، اوبو، لباس، ساتنې مکان غم وخوړل شي، کوم ماشومان چې سرپرست نه لري موسېسات دې د هغو سره همکاري وکړي، باید د دوی لپاره کار وشي ځکه دا ماشومان اوس په ډیرو غټو کارو باندې اخته دي چې هغه د دوی تر وس لوړ دي، که پاملرنه ورته ونه شي دا ماشومان د معیوبیت سره مخامخ کېږي، نورو غلطو کارونو ته تشویق کېږي.»
هغه د کندهار دولتي او خصوصي روزنتونونو ته په اشارې سره وایي، چې دغلته د دې ډول بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو د جذب ترڅنګ باید د هغو کورنیو ته هم د ساتنې امکانات برابر شي.
وموغوښتل چې په کندهار کې د بې سرپرسته ماشومانو اړوند د طالب مسوولینو نطر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شولو.
د اطلاعات روز د معلوماتو له مخې چې دا مهال کندهار کې د طالبانو حکومت له لوري شاوخوا ۲۰۰ بې سرپرسته ماشومانو ته په یوې مدرسې کې د زده کړو او دایمي اوسېدو زمینه برابره شوې او ترڅنګ یې په دې ولایت کې درې خصوصي او دوه دولتي روزنتونونو کې هم بې سرپرسته ماشومان ساتل کېږي، خو د دې ټولو سره سره بیا هم په ښار کې بې سرپرسته ماشومان تر سترګو کېږي، چې ځینې یې په درنو کارونو بوخت او ځینې بیا له خلکو سوال کوي.