د اسلامي همکاریو سازمان غوښتنه کړې چې طالبان دې د ښځو د کار او زده کړو پر پرېکړي بيا ځلې غور وکړي

@OIC_OCI

اطلاعات روز: د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي طارق علي بخیت د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په لیدنه کې له دې ډلې غوښتي چې د ښځو د کار او زده کړو په اړه پر خپله پرېکړه بیا ځلې غور وکړي.

دا لیدنه د پنجشنبې په ورځ (۸ د وږي) د کامرون په پلازمېنه یایونده کې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د پنځوسمې غونډې په څنډو کې شوې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان په خپله اعلامیه کې ويلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د امنيتي، انساني او اقتصادي وضعیت او له تروریزم او نشيي توکو سره پر مبارزې خبرې شوې دي.

د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي د افغانستان په اړه د دې سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د پرېکړه‌لیک تطبیقېدل تعقيب کړي دي.

د اسلامي همکاریو د سازمان له اعلامیې سره سم، طارق علي بخیت د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د ښځو د کار او زده کړو په اړه پر خپلو پرېکړو بیا ځلې فکر وکړي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته ښځې له منځني ښوونځي او د پوهنتون له لوړو زده کړو راګرزولې دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې تر اوسه د نجونو د زده کړو زمینه نه ده برابره. ده ويلي: «تر اوسه هغه حالت ته نه یو رسېدلي چې يو ځل بیا د اناثو طبقې په وړاندې د پوهنتون او مکتب دروازې خلاصې کړو.»

ده زیاته کړې: «لکه څرنګه چې زده کړې تر امر ثاني ځنډيدلې دي، [په دې اړه پوښتنه کول] هم تر امر ثاني معطله ده.»

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ادعا کړې چې د دې ډلې مخالفین د ښځو زده کړې «فرضیت» درجې ته رسوي. ده زیاته کړې چې «که څوک د حنفي فقهې له مخې په کوم کتاب کې د ښځو زده کړې ثابتولای شي، وزارت ته دې مراجعه وکړي او له ده سره دې بحث وکړي».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته