Photo: @NRC_Egeland

یان ایګلنډ: ایران نن تر درې زره زیات افغان کډوال شړلي دي

اطلاعات روز: د ناروې د پناه غوښتونکو د شورا رییس یان ایګلنډ وایي چې ایران نن (یکشنبه، ۲۰ د مرغومي) تر درې زره زیات افغان کډوال شړلي دي.

ده پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې ایران دا افراد د اسلام کلا له لارې افغانستان ته لېږلي.

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا رییس ویلي چې دا شورا او نور بنسټونه شړل شویو کډوالو ته پر پوله مشورې ورکوي، خو ډېری کډوالو ورته ویلي چې دوی افغانستان ته د بیرته ستنېدو لپاره څه نه لري او اړ دي چې له صفره شروع وکړي؛ هغه هم په داسې هیواد کې چې ۲۲ میلیون وګړي یې له وړاندي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ناروې د پناه غوښتونکو د شورا رییس چې په تازه توګه یې افغانستان ته سفر کړی، پرون یې هم له ایران له راشړل شویو افغان کډوالو سره کتلي وو.

ده ویلي چې په افغانستان کې ۲۲ میلیون وګړي لومړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو نړیواله ټولنه د دې هیواد کړکېچ ته پام نه کوي.

ایران د روان لمریز کال پر مهال د افغان کډوالو نیول او شړل زیات کړي دي.

د دې هیواد چارواکو اعلان کړی چې غواړي د کال تر پایه پورې دوه میلیون افغان کډوال وشړي.