کرونا افغانستان کې

افغانستان کې کرونا؛ تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۵۹۴   مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۳۸ پایلې یې مثبتې وې.  

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا، تخار، کندوز، بغلان، بادغیس، نیمروز، پروان، غور، کاپیسا و ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۲۹۷ تنو ته ورسېد.   

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۲۶۳ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۷۲۱ تنو ته ورسېد.      

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۲ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۵۷۴ تنو ته ورسېد.