د کډوالو پر ستنېدو د ایران د کورنیو چارو د وزیر ټینګار: د دې ټولو مېلمنو د منلو ظرفیت نه لرو

اطلاعات روز: د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي چې په دې هیواد کې دوه میلیون ناقانونه کډوال مېشتدي او «ایران د دې ټولو مېلمنو د منلو ظرفیت نه لري».

د ایسنا خبري اژانس په وینا، سکندر مومني نن سهار (جمعه، ۲۶ د غوایي) کرمان ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي: «په ایران کې دوه میلیونه غیر قانوني اتباع لرو او په ځلونو مو اعلان کړی دی چې زموږ لومړیتوب خپل هیواد ته د دې افرادو ستنېدل دي.»

ایران افغان کډوالو او نورو بهرنیو افرادو ته «اتباع» وایي.

مومني ویلي چې ایران له خپلو ګاونډیانو سره تاریخي، کلتوري او دیني اړیکې لري، مګر «د دې ټولو مېلمنو د منلو ظرفیت نه لري.»

د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي: «کاري بوختیاوې نیول شوې دي او بسپنې پر اتباعو لګېږي او ان شاء الله خپل هیواد ته به ستانه شي او اباد به یې کړي.»

اوس مهال له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر روان دی.

ایران له هغو دوو میلیون کسانو څخه چې د سرشمیرنې پاڼه لري، غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي. له اسنادو پرته افراد نیول کېږي او بیرته استول کېږي.

په عین مهال کې له پاکستان څخه هم د کډوالو د شړلو بهیر روان دی.

ایران او پاکستان له څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربانه دي.

ناامني او اقتصادي ستونزې د افغان وګړو د کډوالۍ اصلي لامل ګڼل کېږي. دا کډوال په داسې مهال کې شړل کېږي چې په افغانستان کې لا هم اقتصادي وضعیت وخیم دی.