د یوه ایراني چارواکي خبرداری: هغه کسان چې غیرقانوني کډوالو ته خدمات وړاندې کوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپیژندل شي

اطلاعات روز: د ایران د فارس ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو رییس مجید احمدي هغو کسانو ته خبرداری ورکړی، چې د سرشمېرنې پاڼه لرونکو کډوالو ته د استوګنې، کار او زده‌کړو برخو کې خدمات وړاندې کوي او ویلي یې دي، چې «دا ډول کسانو ته هر ډول خدمات قانوني تعقیب لري او سرغړوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپیژندل شي.»

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، احمدي ویلي، چې «هغه بهرني اتباع چې د سرشمیرنې پاڼې یې لغوه شوي غیر قانوني اتباع ګڼل کېږي او په هیواد او ولایت کې د دوی استوګنه غیرقانوني ده.»

هغه ټولو هغو خدماتو وړاندې کوونکو ته خبرداری ورکړی، چې غیر قانوني کډوالو ته د استوګنې، کار، زده‌کړو او نورو برخو کې خدمات وړاندې کوي او ویلي یې دي، چې «د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې، له دغه ډول اشخاصو یا بنسټونو سره قانوني چلند کېږي او عدلي او قضايي ادارو ته به معرفي شي.»

په ایران کې د بهرنیو وګړو ډېری برخه، چې ایراني چارواکي یې «اتباع» بولي، افغانان دي.

په وروستیو کلونو کې له دوه میلیونو څخه ډېر افغان کډوالو ته په ایران کې د سرشمېرنې پاڼې وېشل شوې وې. د دغو پاڼو اعتبار د روان کال په پیل کې لغوه اعلان شو او ایراني چارواکو له دوی وغوښتل چې له هېواده ووځي. لومړی هغوی ته د وتلو ضرب‌الاجل د چنګاښ تر ۱۵مې پورې ټاکل شوی و، خو تازه ایراني چارواکو اعلان کړی چې دغه موده د وږي تر ۱۵مې غزول شوې ده.

خو، د فارس ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو رییس ویلي، چې د سرشمېرنې پاڼه لرونکو لپاره د وتلو موده، د بهرنیو زده‌کوونکو د ښوونیز کال له پای ته رسېدو سره سم، یوازې د روان کال د چنګاښ تر ۱۵مې پورې ټاکل شوی وه او «دا مهلت هېڅ ډول تمدید شوې نه دی».

په تیرو څلورو میاشتو کې له ایران څخه افغانستان تخ له یو میلیون ډیر کډوال افغانستان ته راستانه شوي او دې شمیر کې یوازې د اسلام کلا له لارې څه باندې ۷۵۰زرو  راستانه شوي دي.

ایراني چارواکو مخکې اعلان کړی و، چې شاوخوا دوه میلیونه کسان د سرشمېرنې پاڼې لري او نږدې دوه میلیونه نور بې اسنادو دي. اوس ایران دا دواړه ډلې غیرقانوني ګڼي او ټینګار کوي چې باید له دې هېواده ووځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته