د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي، چې د چین ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته ویلي، چې په هېڅ صورت کې به ایران ته وسلې ورنه کړي.
ټرمپ تېره شپه (جمعه، ۲ د زمري) په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې په یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي: «نو زما په اند، هغه دوه ستر هېوادونه چې ډېری وخت د ایران په تړاو یې نوم اخیستل کېږي، په دې موضوع کې هېڅ ډول ښکېلتیا نه لري. که داسې کار وکړي، د هغوی لپاره به ډېرې بدې پایلې ولري او هېڅکله به یې په ګټه نه وي.»
د امریکا ولسمشر ویلي، د بیجینګ د سفر پر مهال شي جین پینګ ورته ویلي وو، چې چین به تر هېڅ شرایطو لاندې ایران ته وسلې ورنه کړي او نه به یې وپلوري او دا پرېکړه په چینایي شرکتونو هم پلي کېږي.
ټرمپ زیاته کړې: «د هغه سره د خپلو اړیکو له امله، زه د هغه خبره منم، او سربېره پر دې، ما هم د هغه لپاره ډېرې سترې ښېګڼې کړې دي.»
هغه همداراز لیکلي: «ولسمشر پوتین، سره له دې چې په اوکراین کې یوه سخته جګړه روانه ده (زموږ اړیکې لا هم شته، لکه څنګه چې له ولسمشر زېلېنسکي سره هم اړیکې لرم) ماته یې ویلي، چې هغه هم ایران ته وسلې نه پلوري.»
ټرمپ زیاته کړې: «پوتین پوهېږي چې زه اوکراین ته وسلې نه پلورم، بلکې د ناټو غړو هېوادونو ته یې پلورم. هغوی یې بشپړه بیه ورکوي، او دا چې وروسته دا وسلې څنګه وېشل کېږي، زه پرې نه پوهېږم.»
ټرمپ تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې چین ایران ته وسلې نه ورکوي او د امریکا او ایران ترمنځ په جګړه کې هېڅ رول نه لري.
هغه د ایران په ملاتړ کې د روسیې د رول ادعاوې هم نه دي تایید کړې.
خو د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزارتونو بیا څو ځله پر ایران د امریکا بریدونه «تیری» بللي او د دغو بریدونو د ژر تر ژره درولو غوښتنه یې کړې ده.
