ملګري ملتونه: افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو ۵۶ سلنه کورنۍ د ژوند لومړني لګښتونه نه شي برابرولای

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر (UNODC) وایي، افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو ۵۶ سلنه کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او د پورونو یا مالي مرستو پر مټ ژوند کوي.

دواړو بنسټونو نن (پنجشنبه، ۸ د زمري) د انسان قاچاق پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت په ګډه اعلامیه کې ویلي، د بېرته ستنېدونکو کورنیو ناپایدار اقتصادي وضعیت هغوی د انسان قاچاق او استثمار له جدي خطر سره مخ کوي.

په اعلامیه کې راغلي: «د بېرته ستنېدونکو د زغم او ځانبساینې ارزونه ښيي چې یوازې ۱۱ سلنه یې دنده لري یا شخصي کاروبار کوي، خو ۵۶ سلنه یې د ژوند لومړني لګښتونه نه شي برابرولای.»

د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو ویلي چې نږدې نیمايي ارزول شوي بېرته ستنېدونکي د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر پورونو یا مالي مرستو تکیه کوي.

د دغو ادارو په وینا، د بېرته ستنېدونکو کورنیو ناپایدار اقتصادي وضعیت د انسان قاچاق او استثمار پر وړاندې د هغوی زیان‌مننه لا ډېروي.

نن د جولای ۳۰مه د انسان قاچاق پر ضد نړیواله ورځ هم ده.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان د انسان قاچاق د مخنیوي، د قاچاقبرو پر وړاندې د مبارزې او د قربانیانو د ملاتړ لپاره د همغږو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دواړو ادارو ویلي، د افغانستان روان بحرانونه، لکه له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو جبري ستنېدل، د کوکنارو پر بنسټ د کلیوالو عوایدو کمېدل، د بشري مرستو سخت کمښت، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو پر حقونو دوامداره محدودیتونه، خلک د انسان قاچاق او استثمار پر وړاندې لا زیان‌من کړي دي.

د دغو بنسټونو په وینا، بېرته ستنېدونکي د روانو بحرانونو له امله ناامنو کارونو، جبري مزدورۍ، جنسي استثمار، د غلامۍ ته ورته شرایطو او آن د خپلو غړو پلورلو ته اړ کېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې «ځینې بېرته ستنېدونکي د سوالګرۍ، جبري ودونو، د ماشومانو د استخدام، جنسي استثمار او یا هم په ناقانونه فعالیتونو کې د ښکېلتیا له لارې ناوړه ګټه ترې اخیستل کېږي.»

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر استازي، پولیک اوک سري، ویلي: «اوسني فشارونه د افغانستان خلک د انسان قاچاق او استثمار پر وړاندې لا ډېر زیان‌من کوي.»

هغه زیاته کړې چې ډېری بېرته ستنېدونکي له محدودو سرچینو سره هېواد ته راګرځي او د معیشت، سرپناه او لومړنیو خدمتونو د ترلاسه کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ وي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د استازولۍ مشرې، میهیونګ پارک، د بېرته ستنېدونکو او کوربه ټولنو د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، دا کار نه یوازې یوه بشري اړتیا ده، بلکې د افغانستان پر ثبات هم یوه مهمه پانګونه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته