پر ایران د امریکا تازه بریدونه؛ په قشم ټاپو کې یوه استوګنیزه ودانۍ په نښه شوې

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې په ایران کې یې پر لسګونو پوځي هدفونو بریدونه کړي، خو په ورته وخت کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د قشم ټاپو پر یوې استوګنیزې ودانۍ هم برید شوی دی.

سینټکام په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار (پنجشنبه، ۸ د زمري) یې دا عملیات په اردن کې د امریکا پر پوځي اډې د ایران د پرونیو توغندیزو بریدونو په ځواب کې ترسره کړي دي.

د سینټکام د خبرپاڼې له مخې، د سپاه پاسداران اړوند لسګونه هدفونه، چې پوځي قوماندانۍ، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تاسیسات، د څار او ساحلي دفاع مرکزونه او د ایران سمندري وړتیاوې پکې شاملې دي، په نښه شوي دي.

بل لور ته، ایراني رسنیو د دې هېواد په جنوبي ښارونو او ټاپوګانو کې د ګڼو چاودنو خبر ورکړی او د سینټکام د ادعا برعکس یې ویلي چې په قشم ټاپو کې یوه استوګنیزه ودانۍ هم په نښه شوې ده.

د ایرنا خبري اژانس د هرمزګان ولایت د مرستیال والي احمد نفیسي له قوله راپور ورکړی، چې په قشم ټاپو کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ برید شوی، چې له امله یې دوه ماشومان روغتون ته لېږدول شوي او د کورنۍ د دوو یا درېیو نورو غړو د ژغورنې عملیات لا هم د نړېدلې ودانۍ تر خاورو لاندې روان دي.

د ایرنا د راپور له مخې، د کیش ټاپو هم تر برید لاندې راغلی، خو د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، دغه برید مرګ‌ژوبله نه ده رامنځته کړې.

د ابوموسی ټاپو اوسېدونکو هم د چاودنو غږونه اورېدلي، خو تر اوسه د سیمې د وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

همداراز، د خوزستان ولایت مرستیال والي ولي‌الله حیاتي ویلي، چې د دغه ولایت د اهواز، آبادان، شادګان او اروندکنار په سیمو کې هم ګڼې چاودنې شوې دي.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د فارس ولایت د کازرون او نورآباد ممسني په ښارونو کې هم د چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړی دی.

تر اوسه په ایران کې د امریکا د دغو بریدونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او د په نښه شویو مرکزونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته