د ټرمپ د حکومت هغه پالیسي چې د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره یې د مهاجرتي ویزو صادرول بند کړي وو، د یوه فدرالي قاضي لهخوا لغوه شوه.
د CNN د راپور له مخې، قاضي د جمعې په ورځ (۳۰ د زمري) حکم وکړ چې دا پالیسي «له قانون سره په ټکر کې» ده او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له قانوني واکونو څخه هم اوړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په جنورۍ کې د نړۍ د نږدې ۴۰ سلنه هېوادونو، د افغانستان په ګډون، د اتباعو لپاره د مهاجرتي ویزو صادرول درولي وو.
دغه وزارت ویلي وو چې د دې اقدام موخه د هغو کسانو د داخلېدو مخنیوی دی چې ښايي «له دولتي مرستو او عامه خدماتو» استفاده وکړي.
د منهټن د فدرالي محکمې قاضي ژانټ وارګاس د بهرنیو چارو وزارت استدلال ونه مانه او امر یې وکړ، چې هغه ټولې ویزې غوښتنې دې لغوه رد وبلل شي چې یوازې د همدې پالیسۍ پر بنسټ رد شوې دي. دا حکم د کډوالۍ په برخه کې د ټرمپ د سختدریځو سیاستونو لپاره یوه بله ماتې ګڼل کېږي.
د امریکا د قانون له مخې، یو کډوال یوازې هغه مهال د دې احتمال له امله رد کېدای شي چې ښايي «د دولت پر اوږه بار» شي، چې قونسلي افسر د هغه د مالي وضعیت، عمر، روغتیا، مهارتونو او کورنیو شرایطو ارزونه کړې وي.
قاضي وارګاس وموندله چې په عملي توګه امریکايي چارواکو ته لارښوونه شوې وه چې د ویزې غوښتونکو غوښتنلیکونه، حتی که هغوی د خپل ژوند د لګښتونو د برابرولو توان هم درلود، یوازې د هغوی د اصلي هېواد له مخې رد کړي.
دغه بندیز د هغو کسانو لپاره د دایمي استوګنې ویزو صادرول درولي وو چې امریکا ته د خپلو کورنیو له غړو سره د یوځای کېدو یا د کار لپاره تلل؛ خو غیرمهاجرتي ویزې، لکه سیاحتي او محصلۍ ویزې، یې نه شاملولې.
په هغه لارښود کې چې روبیو د امریکا ټولو دیپلوماتیکو او قونسلي استازولیو ته استولی و او د محکمې په دوسیه کې هم ثبت شوی، چارواکو ته ویل شوي وو چې حتی که غوښتونکی «نور اسناد وړاندې کړي او وښيي چې د عامه خدماتو د احتمالي استفاده له امله د رد شرایط نه لري»، بیا هم د هغه غوښتنلیک رد کړي.
وارګاس په خپل حکم کې لیکلي: «پایله له مخکې ټاکل شوې ده؛ ویزه به رد شي.»
هغې ویلي چې دا پالیسي د ۱۹۶۵ کال له هغه قانون سره په ټکر کې ده چې د ویزو په صادرولو کې د تابعیت پر بنسټ تبعیض منع کوي. دغه پالیسي له هغو جلا مقرراتو سره هم په ټکر کې ده چې د بهرنیو چارو وزیر واک محدودوي او د قونسلي افسرانو د انفرادي دوسیو د ارزونې څرنګوالی ټاکي.
هغه غوښتنلیکونه چې د نورو قانوني دلایلو له مخې رد شوي وي، لا هم معتبر پاتې کېږي؛ حتی که قونسلي افسر د دغو دلایلو ترڅنګ پر یاد بندیز هم استناد کړی وي.
له همدې امله لا تر اوسه روښانه نه ده چې د محکمې حکم به په دقیق ډول د ویزو د رد څو پرېکړې لغوه کړي.
د دې پالیسۍ تر پوښښ لاندې د ۷۵ هېوادونو ډېری اروپايي هېوادونه نه دي، بلکې د کارابین، د افریقا د صحرا جنوبي سیمې، بالکان، منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او سوېل ختیځې اسیا هېوادونه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو هېوادونو نوملړ د اقتصادي مشاورینو شورا د معلوماتو پر بنسټ جوړ کړی و او هغه هېوادونه یې په نښه کړي وو چې د کډوالو له ۳۰ سلنې څخه د زیاتو کورنیو یې له یو ډول عامه مرستو استفاده کوله.
د امریکا حکومتي وکیلانو د دې پالیسۍ د دفاع لپاره د امریکا د سترې محکمې د ۲۰۱۸ کال پرېکړې ته استناد کړی و. په هغه پرېکړه کې د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې د سفر بندیز درېیمه بڼه تایید شوې وه. هغه بندیز د څو هېوادونو د اتباعو امریکا ته پر ننوتلو محدودیت لګولی و چې ډېری یې مسلمان اکثریت لرونکي هېوادونه وو.
خو وارګاس وویل، هغه قضیه د ولسمشر د دې واک په اړه وه چې وټاکي څوک امریکا ته د ننوتلو اجازه لري، په داسې حال کې چې د ویزو د بندیز اوسنۍ قضیه له بلې موضوع سره تړاو لري: یعنې دا چې اساساً یو کس ته وېزه صادرېدای شي او که نه.
د ټرمپ حکومت کولای شي د دې حکم پر وړاندې استیناف وکړي.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دویمه دوره کې امریکا ته د کډوالۍ او د پناه غوښتونکو د منلو په برخه کې سخت قوانین وضع کړي دي.
هغه د افغانستان د اتباعو په ګډون، په امریکا کې مېشتو افغانانو د پناه غوښتنې د قضیو په ګډون، د ۳۹ هېوادونو د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې بهیر هم ځنډولی و؛ خو دا پرېکړه هم د محکمې لهخوا لغوه شوه.
په امریکا کې د سفر او پناه غوښتنې پر وړاندې دا محدودیتونه په داسې حال کې دي چې سلګونه افغان اتباع، چې په افغانستان کې یې له امریکايي ادارو او ځواکونو سره همکاري کړې وه، لا هم امریکا ته د انتقال او مېشتېدو په تمه دي.
