سرپل کې سرچینه: د طالبانو یوه غړي خپله دویمه مېرمن وژلې

Oplus_131072

په سرپل کې یوې سرچینې ویلي چې د طالبانو یوه غړي د سوزمه‌قلعه ولسوالۍ کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ، چې دوه میاشتې مخکې یې په نکاح کې راوستې وه، په ډزو وژلې ده. په سرپل کې د طالبانو د پولیسو ویاند د دې ښځې مړینه تأیید کړې، خو ویلي یې دي چې نوموړې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې ده.

یوه ولسي سرچینې د «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي چې دغه ځوانه نجلۍ د ګوسفندي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه او دوه میاشتې مخکې د طالبانو یوه غړي «تښتولې» او سوزمه‌قلعې ته یې راوستې وه. د سرچینې په وینا، دغه طالب د «زور» له لارې نجلۍ له ځان سره په نکاح کړې وه.

سرچینه وايي، د دغه طالب نوم حسن دی او یوه بله مېرمن هم لري. د سرچینې په وینا، حسن پرون (جمعه، ۳۰ د زمري) له خپلې مېرمنې سره له لفظي شخړې وروسته هغه وژلې ده.

یوه بله سرچینه هم ویلي چې حسن، چې د «سنګري» په مستعار نوم پېژندل کېږي، د سوزمه‌قلعې ولسوالۍ د طالبانو د ولسوال ساتونکی دی.

دویمې سرچینې هم د حسن د مېرمنې وژل کېدل تأیید کړي، خو ویلي یې دي چې د قتل عامل لا روښانه نه دی.

سرچینې ویلي چې حسن ادعا کوي مېرمنې یې ځان وژنه کړې، خو ډاکترانو ویلي چې مرمۍ له شا څخه لګېدلې او د ځان وژنې ادعا سمه نه ده.

دغه سرچینې، د قربانۍ له نجلۍ سره د طالبانو د دغه غړي د نکاح د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې «احتمال» شته نجلۍ تښتول شوې وي.

سرچینې ویلي: «همدومره معلومات لرم چې نجلۍ د ګوسفندي ولسوالۍ ده. یوه شپه دغه طالب نجلۍ خپل کلي کور ته راوسته. کله چې خبره د خلکو ترمنځ افشا شوه، سبا سهار څو عسکر راغلل او دواړه یې ولسوالۍ ته انتقال کړل. وروسته هلته د دوی نکاح وتړل شوه.»

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب‌الله علم‌یار «اطلاعات روز» ته په یوه پیغام کې ویلي چې دغه ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې ده.

هغه نور جزئیات نه دي ورکړي او دې پوښتنې ته یې هم ځواب نه دی ویلی چې ایا په تړاو یې څوک تر څېړنې یا قانوني تعقیب لاندې نیول شوي که نه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته