رباب فاطمه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره، چې د روانې میاشتې په لومړیو کې یې بامیان ولایت ته سفر کړی، وايي چې د افغانستان مرکزي سیمې د اقلیمي بدلونونو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
مېرمن فاطمې په هغه ویډیو کې چې نن چهارشنبه (د لړم ۲۰مه) ماښام د یوناما له لوري خپره شوې، ویلي چې د اوبو کمښت د دې سیمو د خلکو له مهمو ستونزو څخه دی.
نوموړې زیاتوي چې په ډېرو دغو سیمو کې د زیربناوو او ترانسپورتي لارو وضعیت چندان مناسب نه دی، چې له همدې امله خلکو ته د لومړنیو خدماتو ترلاسه کول ستونزمن شوي دي.
د یوناما مشره وايي، ښځې او ماشومان په ډېرو مواردو کې د لومړنیو روغتیايي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې په سختو شرایطو کې اوږده واټنونه ووهي.
هغې چې د بامیان له ولایتي روغتون څخه یې هم لیدنه کړې، ویلي چې دغه روغتون خلکو ته ښه روغتیايي خدمات وړاندې کوي، خو بامیان په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې نورو روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو ته اړتیا لري.
د یوناما مشرې ټینګار کړی چې د روغتیا په برخه کې زیاته پانګونه او په دغه ولایت کې د روغتیايي خدماتو پراختیا ځانګړی اهمیت لري.
نوموړې د بامیان د زدهکوونکو د زدهکړو لېوالتیا او همدارنګه په سوداګرۍ کې د ښځو حضور د خوښۍ وړ بللی، خو ټینګار یې کړی چې نجونې باید د هلکانو په څېر د زدهکړو او د ژوند د فرصتونو د ترلاسه کولو برابر حق ولري.
رباب فاطمه بامیان ته خپل سفر ارزښتناک او خوښونکی بولي او وايي چې ملګري ملتونه لا هم د بامیان د پرمختګ، د خلکو د ژوند د وضعیت د ښه والي او هوساینې د ملاتړ ژمن دي.
دا د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې دویم سفر دی چې د افغانستان یوه ولایت ته یې کوي. نوموړې تر دې وړاندې د هېواد ختیځ ته ننګرهار ولایت ته هم سفر کړی و او په دغه ولایت کې یې د خدماتو وړاندې کولو وضعیت، په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د بېرته راستنو شویو کډوالو وضعیت ارزولی و.
