اوچا: محدودیتونو د ښځو او نجونو اړینو خدمتونو ته لاسرسی اغېزمن کړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د طالبانو محدودیتونو نه یوازې په بشري مرستو کې د ښځینه کارکوونکو پر ګډون، بلکې روغتیايي توکو په ګډون اړینو خدمتونو او مرستو ته د ښځو او نجونو پر لاسرسي هم منفي اغېز کړی دی.

اوچا په خپل تازه راپور کې دغه محدودیتونه د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې یې د بشري اړتیاوو د پوره کولو بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د روان کال په اکټوبر میاشت کې یې بشري مرستو ته د لاسرسي اړوند ۲۹ پېښې ثبت کړې دي، چې ۲۱ یې د بشري مرستو د فعالیتونو په پلي کولو کې لاسوهنې وې.

د اوچا په وینا، په دې موده کې د بشري مرستو پر کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو د تاوتریخوالي څلور پېښې، د پوځي عملیاتو او نښتو درې پېښې او د بشري اړتیاوو یا حقونو د پوره کولو د مخنیوي یوه پېښه هم ثبت شوې ده.

د راپور له مخې، ډېری پېښې د افغانستان په لوېدیځو سیمو کې ثبت شوې دي او ورپسې په سوېلي او سوېل‌ختیځو سیمو کې پېښې شوې دي. دغه راز، ۱۱ پېښې د جنسیت اړوندو موضوعاتو په ډله کې شاملې شوې دي.

اوچا ویلي، د بشري مرستو د فعالیتونو په پلي کولو کې له ۲۱ ثبت شویو لاسوهنو څخه څلور یې د بشري مرستو په چارو کې د ښځینه کارکوونکو د ګډون له محدودیتونو سره تړاو درلود؛ درې پېښې د هوکړه‌لیکونو په لاسلیک کې ځنډ او ستونزو، څلور د پروګرامونو په پلي کولو کې لاسوهنې او درې نورې د کارکوونکو یا مرستو ترلاسه کوونکو په اړه د حساسو معلوماتو غوښتلو پورې تړلې وې. دوو پېښو هم خدمتونو او مرستو ته د ښځو پر لاسرسي اغېز کړی و.

د دې ادارې د راپور له مخې، په نورو ثبت شویو محدودیتونو کې د ساحوي فعالیتونو پر وړاندې فشارونه، له دفترونو څخه ناڅاپي لیدنې، د ځمکو او جوازونو پر سر اختلافونه، د ولایتونو ترمنځ د بشري مرستو د لېږد محدودیتونه او د پروژو په طرحه کې د لاسوهنې هڅې شاملې دي.

اوچا زیاته کړې، چې د جنسیت اړوند ۱۱ پېښو کې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو محدودول، د معیشتي فعالیتونو په برخه کې د ښځو پر ګډون بندیزونه او روغتیايي او د انساني کرامت د ساتنې اړینو توکو ته د ښځو د لاسرسي پر وړاندې خنډونه شامل دي.

د دې ادارې په وینا، په یو شمېر مواردو کې دغو محدودیتونو د ښوونیزو، روغتیايي، روزنیزو او نورو بشري فعالیتونو بهیر ګډوډ کړی دی.

اوچا خبرداری ورکړی، چې دا ډول محدودیتونه د دې خطر زیاتوي، چې ښځې او نجونې به اړینو خدمتونو ته لا محدود لاسرسی ولري او بشري مرستندویه ادارې به ونه شي کړای، چې د کلتوري شرایطو په پام کې نیولو سره اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تر دې وړاندې هم د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو د ګڼو لاسوهنو راپورونه ورکړي او ویلي یې دي، چې دغه مداخلې اړمنو کسانو ته د مرستندویه ادارو د لاسرسي مخه نیسي.

طالبانو تر اوسه د اوچا دې تازه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې په بشري چارو کې لاسوهنه رد کړې او ویلي یې دي، چې د مرستو د وېش بهیر څاري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته