په بامیانو کې د لرغونو سیمو دننه د ودانیزو چارو زیاتوالی؛ د یونیسکو د نړیوال میراثونو په اړه اندېښنې

په بامیانو کې سرچینې وايي، د یونیسکو له خبرداریو سره سره، په وروستیو میاشتو کې د دغه ولایت په تاریخي سیمو او د لرغونو اثارو په حریم کې د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو جوړولو چارې زیاتې شوې دي. د سرچینو په وینا، دغه ودانیزې چارې د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو په ملاتړ ترسره کېږي.

سرچینې زیاتوي، چې د روان لمریز کال له پیله د بودا مجسمو ته نږدې په «قلعه غمي» سیمه کې د ودانیزو چارو بهیر پیل شوی دی.

د سرچینو په وینا، په دغو سیمو کې ودانیزې چارې به د تاریخي سیمو لرغونی جوړښت بدل کړي.

سرچینې ادعا کوي، چې په بامیانو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سید مصطفی صالح او د دغه ډلې ښاروال قاري یاسر له هغو کسانو سره همکاري کوي، چې د لرغونو اثارو ته نږدې ودانۍ جوړوي.

د طالبانو په منځ کې ځینې سرچینې ادعا کوي، چې په بامیانو کې د دغه ډلې د صنعت او سوداګرۍ رییس نورزی امین‌زاده هم د دغو ودانیزو چارو د یوې برخې تر شا دی.

د سرچینو په وینا، نوموړي له خپل یوه خپلوان سره په ګډه د «تولواره» په سیمه کې، د بودا مجسمو او د بامیانو موزیم ته یوازې څو قدمه واټن کې، یو لوی سوداګریز سرای جوړ کړی دی. د سرچینو په باور، دې کار د دغو دوو تاریخي اثارو پر منظره‌ییز ارزښت منفي اغېز کړی دی.

سرچینې د طالبانو د بامیانو والي ګل‌حیدر شفق هم تورنوي، چې د دغه ډلې د لوړپوړو چارواکو په هڅولو سره یې د تاریخي سیمو د حریم په اړه د پالیسیو د بدلون زمینه برابره کړې ده.

د سرچینو په وینا، شفق د دغو ودانیزو چارو د توجیه لپاره د کلتوري میراثونو سرې او شنې سیمې د پخواني حکومت میراث بولي او ادعا کوي، چې جمهوري حکومت په قصدي توګه د خلکو د اقتصادي فعالیتونو مخه نیوله.

سرچینې وايي، قاري ګل‌حیدر شفق په همدې استدلالونو د طالبانو د لومړي وزیر موافقه ترلاسه کړې، څو د بامیانو د زوړ بازار پروژه بېرته پیل کړي.

طالبانو د ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري په لومړۍ نېټه د بودا مجسمې لوېدیځې طاق ته نږدې د زوړ بازار د جوړولو چارې پیل کړې وې؛ خو د نړیوالو بنسټونو له اعتراضونو او خبرداریو او د یونیسکو له مخالفت وروسته دغه پروژه ودرول شوه.

یونیسکو هغه مهال خبرداری ورکړی و، چې د لرغون‌پېژندنې سیمې په زړه کې د دغې پروژې پلي کول ښايي د بامیانو د نړیوال میراث د ساتنې بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د دغې پروژې په اړه اندېښنې یوازې د بودا مجسمو ته د هغې نږدېوالي پورې محدودې نه دي؛ ځکه د کارپوهانو په وینا، د زوړ بازار موقعیت د لرغون‌پېژندنې له پلوه په یوه ډېره حساسو سیمه کې دی او احتمال شته، چې د پخوانیو ودانیو لاندې تاریخي اثار او پاتې شوني ښخ وي.

د یونیسکو تازه خبرداري او د طالبانو له والي سره لیدنه

په بامیانو کې د ودانیزو چارو په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتې شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۵مه د یونیسکو د یوه تخنیکي پلاوي او د طالبانو د بامیانو والي قاري ګل‌حیدر شفق د لیدنې راپور خپور شو.

راپورونه وايي، چې په افغانستان کې د یونیسکو د تخنیکي پلاوي غړې سارا ضیایي او د ایټالیا د فلورانس پوهنتون استاد منفرد هینتز په دغه لیدنه کې د یونیسکو تر پوښښ لاندې د تاریخي او لرغون‌پېژندنې اثارو د ساتنې او پالنې په اړه خبرې کړې دي.

منفرد هینتز په دې غونډه کې د بامیانو د تاریخي او لرغون‌پېژندنې اثارو په اړه د طالبانو چارواکو ته معلومات ورکړي او د دغو سیمو د ویجاړېدو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۹مه اعلان وکړ، چې د بامیانو د کلتوري منظرې د ساتنې او دوامدار پرمختګ پروژه بشپړه شوې ده. د دغه وزارت په وینا، پروژه د ایټالیا په مالي ملاتړ، د دغه هېواد د پراختیايي همکاریو ادارې له لارې او د فلورانس پوهنتون په همکارۍ پلې شوې ده.

دغه وزارت ویلي، چې د پروژې فعالیتونه په هرات او بامیانو ښارونو کې پر ښاري پلان جوړونې، د کلتوري میراثونو پر مدیریت او د هغو پر پیاوړتیا متمرکز وو.

بامیان د یونیسکو د نړیوال میراثونو په نوملړ کې د یوې ثبت شوې لرغونې سیمې کوربه دی.

طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۱ کال کې د بودا هغه سترې مجسمې ونړولې، چې د «صلصال» او «شمامه» په نومونو یادېدې او په شپږمه میلادي پېړۍ کې جوړې شوې وې.

د طالبانو د بامیانو پخواني والي عبدالله سرحدي هم په دې وروستیو کې اعتراف کړی، چې د دغه ډلې د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې د بودا تاریخي مجسمې په خپلو لاسونو ویجاړې کړې وې.

د بودا د مجسمو نړول، چې د یونیسکو د نړیوال میراثونو په نوملړ کې ثبت وې، هغه مهال په پراخه کچه نړیوال غبرګونونه راوپارول.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د افغانستان پخواني حکومت او یونیسکو څو ځله د دغو مجسمو د بیارغونې هڅې وکړې؛ خو یونیسکو په پای کې پرېکړه وکړه، چې د مجسمو د پاتې شونو د کافي خاورینو ټوټو د نشتوالي له امله به یې بېرته نه رغوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته