د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د طالبانو سیمهییز مسوولان خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په یاده ولسوالۍ کې یو ۱۲ کلن ماشوم، چې څلور ورځې وړاندې له کوره نادرکه شوی و، وژل شوی موندل شوی دی.
د غزني امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر نن (چهارشنبه، د لړم ۲۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه ماشوم د ګیرو ولسوالۍ د عليخیلو کلي اوسېدونکی و او جسد یې د یادې ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې موندل شوی دی.
د اعلامیې له مخې، د ګیرو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ دغه ماشوم تېره ورځ موندلی او د پېښې په تړاو یې یو تن د شکمن په توګه نیولی دی.
د طالبانو سیمهییزو مسوولانو ویلي، چې د لومړنیو څېړنو پایلې ښيي، پېښه ښايي د سیمهییزو شخصي شخړو له امله رامنځته شوې وي.
د غزني امنیه قوماندانۍ وايي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي، څو د قتل اصلي عامل وپېژندل شي او قانون ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې ده.
غزني کې د وژل شوي ۱۲ کلن ماشوم جسد موندل شوی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
