د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو او ساتنې یوه پراختیايي پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د ارزګان د طالبانو د رسنیو دفتر نن (چهارشنبه، د لړم ۲۶مه) ویلي، چې دغه پروژه د دهراوود ولسوالۍ د درازجوی په سیمه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په اوو میاشتو کې بشپړه شوې ده.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کې د ۹۰۰ مترو په اوږدوالي د کانال، ۶۲۶ مترو محافظوي دېوال، ۳۸۰ مترو ګبیوني دېوال او ۳۱ مترو ډبرین سربند جوړول شامل دي.
د ارزګان د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي، د دغې پروژې د جوړولو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
په ورته وخت کې، د ارزګان والي مولوي شمسالدین شریعتي د اوبو د کنټرول او د وچکالۍ د اغېزو د کمولو په موخه د اغاجان په نوم د یوه لوی بند د جوړولو د عملي چارو د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د دغه بند چارې به تر راتلونکې یوې میاشتې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې وچکالۍ له امله په ارزګان کې د خلکو پر اقتصادي وضعیت او کرنه سخت اغېز شوی دی.
ارزګان کې د ۲۸ میلیونه افغانیو پروژه بشپړه شوې
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
