حزب وحدت: د مذهبي تنوع نه منکرېدل ټولنیز واټن او ملي نفاق زیاتوي

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د خلکو د مذهبي تنوع نه منل او قومي او مذهبي تبعیض ته لمن وهل، نه یوازې ملي یووالی نه پیاوړی کوي، بلکې د بې‌باورۍ، ټولنیز واټن او ملي نفاق د پراخېدو او ژورېدو لامل هم کېږي.

دغه ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي، چې «د افغانستان ټولو خلکو ته د یوه مذهب منسوبول، د هېواد د یو شمېر وګړو د هویت او باورونو انکار او د افغانستان د تاریخي او ټولنیزو واقعیتونو له پامه غورځول دي».

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده پرون د کابل پوهنتون په یوه غونډه کې ویلي وو، چې د افغانستان ټول وګړي د حنفي مذهب پیروان دي. تر دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر هم ویلي وو، چې په افغانستان کې یوازې یو مذهب شته او هغه حنفي مذهب دی.

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند د دغو څرګندونو په غبرګون کې په خپله اعلامیه کې ویلي: «افغانستان د تاریخي او ټولنیز پلوه یو متنوع او څوګونی هېواد دی، چې د بېلابېلو اسلامي مذهبونو، لکه حنفي، جعفري، اسماعیلي او شافعي پیروان، د عقیدوي لارو د نورو پلویانو، لکه سلفیانو او همدارنګه د هندوانو او سیکانو دیني لږکیو شتون د دغه هېواد د تاریخي، کلتوري او ټولنیز واقعیت برخه جوړوي.»

دغه ګوند زیاته کړې: «دا مذهبي او دیني تنوع، د قومي او ژبني تنوع په څېر، د افغانستان د تاریخي هویت نه بېلېدونکې برخه ده. له همدې امله، د افغانستان ټولو خلکو ته د یوه مذهب منسوبول، د هېواد د یو شمېر وګړو د هویت او باورونو انکار او د تاریخي او ټولنیزو واقعیتونو له پامه غورځول دي.»

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند ویلي، «که څه هم د افغانستان ډېری وګړي د حنفي مذهب پیروان دي، خو د یوه مذهب اکثریت‌والی هېڅ فرد یا ډلې ته دا حق نه ورکوي، چې د نورو وګړو مذهبي حقونه او ازادۍ له پامه وغورځوي او یا خپل مذهبي لیدلوری پر ټولنه تحمیل کړي».

د دغه ګوند په وینا، د وګړو مذهبي حقونه او ازادۍ باید د هر مذهب د پیروانو د شمېر په پام کې نیولو پرته، درناوی او ملاتړ یې وشي او هېڅوک حق نه لري، چې د مذهبي اکثریت په پلمه د نورو مذهبونو هویت او شتون رد یا څنډې ته کړي.

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند زیاته کړې: «دغه څرګندونې د هزاره‌ګانو او د افغانستان د شیعه‌ګانو په اړه د طالبانو له سیاستونو او کړنو جلا نه شي ارزول کېدای.»

د دغه ګوند د اعلامیې له مخې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هزاره ټولنه او د هېواد شیعه وګړي له سیاسي، ټولنیزو او کلتوري ډګرونو څنډې ته شوي او له پراخو محدودیتونو او تبعیض سره مخ شوي دي.

دغه ګوند په هرات او بامیانو کې د طالبانو له لوري د یو شمېر شیعه دیني عالمانو نیولو او د افغانستان د ټولو خلکو د حنفي‌مذهب بللو ادعا ته په اشارې پوښتنه کړې: «ایا دا څرګندونې د شیعه‌ګانو د مذهبي هویت د انکار او د افغانستان په ټولنه کې د هغوی د حضور او ونډې اخیستنې د لارو د تړلو د هڅو یوه برخه نه ده؟»

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او د نړۍ له اغېزناکو هېوادونو غوښتي، چې د طالبانو د قومي او مذهبي تبعیض‌پالونکو سیاستونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د څرګند دریځ او اغېزناکو اقداماتو له لارې د افغانستان د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د تبعیض او حذف له ګواښ سره مخ ټولنو، د حقونو، مذهبي ازادیو او تاریخي او کلتوري هویت ملاتړ وکړي.

طالبان په افغانستان کې د بیا واکمنېدو راهیسې په پراخه کچه د شیعه وګړو پر وړاندې په مذهبي تبعیض تورن شوي دي.

دغه ډلې د شیعه‌ګانو یو شمېر مذهبي بنسټونه تړلي او د هغوی پر مذهبي فعالیتونو او د محرم میاشتې پر ماتمونو یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته