لغمان

لغمان کې جګړه؛ خلک د جګړې له وېرې لا هم ولاړو فصلونو ټولو ته زړه نه ښه کوي

خبریال: جان اغا صالح

له تېرو څو اونیو راهیسې د لغمان ولایت مرکز مهترلام ته نیږدې سیمو او ولسوالیو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ وسله والې نښتې روانې دي، خو ځایي اوسیدونکي یې په کې د خپل سر او مال د نه خوندیتوب په اړه اندیښمن دي.

د لغمان د الینګار ولسوالۍ قومي مشر ملک شاولي وایي، د الینګار ولسوالۍ په ګډون ګڼو نور سیمو کې زیات خلک په داسې حال کې د جګړو له امله مرکز مهترلام او نورو امن ځایونو ته کډه شوي، چې رسیدلي فصلونه یې په کروندو او د ځینو یې راټول شوي په پټیو کې پاتې شول.

د هغه په خبره خلک له دې وېرې چې جګړه له یوې ورځې بلې ته د تودېدو په حال او د کلیو په منځ کې ده، له خپلو مېنو وتلي او نسبتاً ارامو سیمو ته کډه شوي دي.

ملک شاه ولي زیاته کړه: «له ډېرو سیمو خلک کډوال شوي، د دولت شاه خلک کډوال شوي، د عمرزیو خلک، د الیشنګ ولسوالۍ خلک خو ټول کډوال شوي، له دې وېرې چې کتار به راشي، بمبار به وشي، په دې خاطر خلک کډوال شوي او مرکز ته راغلي دي، زمونږ د الینګار او ځینو نورو سیمو کې د خلکو رسیدلي فصلونه په پټیو کې پاتې شول او خلکو ته زیاتې ستونزې پیدا شوي دي.»

د جګړو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو کډه او لا هم ډېری یې بېرته کورونو ته نه دي ورګرځېدلي.

په ورته مهال د لغمان بزګران هم دې ولایت کې وروستیو ناامنیو اندیښمن کړي دي. نورالله د لغمان د الینګار ولسوالۍ د کبیلې سیمې اوسیدونکی دی هغه سږکال په خپله څلور جریبه ځمکه کې د تازه سبزجاتو سربیره غنم هم کرلي و.

نورالله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، له ده سربیره د زیاتو کلیوالو یې د غنمو لونه پاخه وو، خو جګړې یې هر څه له خاور سره خاورې کړل او د ځان ساتلو په موخه یې خپل کورونه پریښودل او د لغمان مرکز مهترلام ته کډه شول.

هغه وایي، که جګړې د خلکو د کورونو او کروندو سره نېږدې سیمو کې همداسې جریان ومومي، نو ګڼ ملکي تلفات به له ځانه سره ولري.

نورالله زیاته کړه: «زمونږ زیاتره فصلونه پاخه وو، د غنمو او سبزجات هر څه برابر ول، خو څو اونۍ وړاندې لغمان کې جګړه پیل شوه، نو څه پاتې نه شول او تیار درمندونه مو همداسې پاتې شول چې له امله یې مونږ خپه هم یو او زیات تاوان مو هم وکړ.»

د جګړې له امله د خلکو ولاړ فصلونه پاتي او لا هم زړه نه ښه کوي چې ټولولو ته یې ورشي.

د الیشنګ ولسوالۍ یو بل بزګر محمد ولي چې په وینا یې پر ځمکو یې شفتالانو او نورو تازه میوو حاصل ورکړی وایي، فکر یې نه کاوه چې تیار فصلونه به یې د جګړې له امله له خاورو سره خاورې کیږي.

هغه پر ښکیلو خواوو غږ کوي، چې جګړه دې ودروي او د ملکي وګړو د خوندیتوب سربیره دې ځایي خلک ته اجازه ورکړل شي، چې له خپلو ځمکو فصلونه راټول کړي.

محمد ولي زیاته کړه: «زه د شفتالانو او نورو تازه میوو یو برابر شانې باغ لرم، اوس اوس مې د شفتالانو او نورو تازه میوو حاصل رسیدلی وو، جګړه پیل شوه د طالبانو او حکومت ترمنځ او هر څه له مونږ ډک پاتې شول او صرف مو وکولای شول چې ځان او د کورنۍ غړي له جګړو وباسو او امن سیمې ته کډه شو.»

په ورته مهال د لغمان د کرنې رییس محمد جمیل خوشال وایي، د لغمان اوسنیو ناامنیو د دې ولایت پر کرنه هم منفي اغیز کړی، چې اوسمهال یې د زیاتو فصلونو د راټولولو وخت دی، خو جګړې یې د فصل د راټولو مخه نیولې او زیاتره یې ضایع شوي دي.

د هغه په خبره څه موده وړاندې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځه اوربند شوی و، خو څو اونۍ وړاندې یاد اوربند وسله والو طالبانو مات کړی او جګړې زور اخیستی.

خوشال زیاته کړه: «په لغمان کې د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړو له امله دې ولایت کې د زیاتو دهقانانو زیات فصلونه ضایع شوي دي او که جګړه ونه دریږي زیات خلک به له ستونزو سره مخ شي، نو هیله مو دا ده چې باید جګړه پای ومومي او نور خلک ارامه ژوند وکړي.»

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځه اوربند شوی و، خو څو اونۍ وړاندې یاد اوربند وسله والو طالبانو مات او جګړې زور واخیست.

بل لور ته د لغمان د ولایتي شورا مشر عتیق الله عبدالرحیمزي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې که د ملکي وګړو خوندیتوب ته په کې جدي پاملرنه ونه شي نو، ناورین به رامنځته شي.

هغه د جګړې له دواړو خواوو وغوښتل چې د جګړو لمن د ملکي خلکو د اوسېدو له سیمو ټوله وشي.

عبدالرحیمزي زیاته کړه: «د لغمان په ټولو سیمو کې، له الینګاره نیولې الیشنګ، عمرزیي او د مهترلام ښار په شااوخوا کلیو او بانډو کې جګړې شته، زموږ غوښتنه دا ده چې دغه وخت چې د فصلونو د اخیستلو او بېرته د کرلو وخت دی، زموږ ماشومان او ښځې په پټیو کې بوخت دي، جنګ دې ودرېږي او یا په داسې ځایونو کې دې وکړي چې هلته کورونه نه وي او ملکي تلفات نه وي.»

د لغمان د اوسېدونکو اندېښنې په داسې حال کې دي چې شااوخوا دريیو اونیو راهیسې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا په مرکز مهترلام او دولت شاه، الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه زیات شول او جنګ د لغمان مرکزي څنډو ته را ورسېد.

د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دوی عملیات بریالي روان دي او د ګڼو سیمو د تصفیې ترڅنګ یې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار وایي، د دوی عملیات بریالي روان دي او د ګڼو سیمو د تصفیې ترڅنګ یې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

او ګڼې نورې هغه پوستې یې له وسله والو طالبانو بیرته نیولي چې څه موده وړاندې د دوی له لاسه وتلې وې.

د افغانیار په وینا، په ځينو سیمو کې یې د عملیاتو د ځنډ لامل د ملکي خلکو کورونه دي، خو په خبره یې، افغان ځواکونه په ډېر احتیاط مخکې ځي.

افغانیار زیاته کړه: «زموږ عملیات همدا اوس په الیشنګ او الینګار کې ادامه لري او ګڼ شمېر سیمې تصفیه او تلاشي شوي او هم هغه پوستې د افغان ځواکونو لاسته لویدلي چې څه موده وړاندې د جګړې پرمهال وسله والو طالبانو نیولې وې، د یادو عملیاتو پرمهال ګڼ شمیر نورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همداراز ګڼ شمیر وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ته ورغلي دي.»

د لغمان د کډوالو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، تر اوسه د وروستیو جګړو له کبله شااوخوا څلور زره کورنۍ له خپلو مینو مرکز مهترلام ته بیځایه شوي دي، چې یو شمېر کورنیو ته مرستې رسېدلې دي.

 

خو وسله وال طالبان بیا په لغمان کې د افغان ځواکو د پرمختګ او په دومره شمېر د خپلو وسله والو د وژلو خبره ردوي او ادعا کوي چې د دوی لاسته ورغلې سیمې لاهم د دوی په ولکه کې دي او ګڼو افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

اخوا د لغمان د کډوالو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، تر اوسه د وروستیو جګړو له کبله شااوخوا څلور زره کورنۍ له خپلو مینو مرکز مهترلام ته بیځایه شوي دي، چې یو شمېر کورنیو ته مرستې رسېدلې دي.