طیبه

«د وینې بیه مو»؛ د طیبې د همکارې فاطمې د نقاشۍ نندارتون عنوان چې «خاورې او ایرې» شوه

خبریال: عابر شایګان

ژباړن: بهادرخان رحماني

د پنجشنبې ورځې مازدیګر چې له «پل سوخته» دشت برچي خوا تلل، کله چې د اریانا ټلوېزیوني شبکې خبریالې مینا خیري، د هغې مور او خور لېږدوونکي موټر د چاودنې ځای، چې د تېرې اونۍ پنجشنبې ورځ وچاوده، ته ورسېدل، فاطمې هغې چاودنې ته په اشارې ابوالفضل لوري ته وویل، چې «له اوره ډارېږم او په هغې د سوزېدو وحشت نه شم تصور/انځور کولی.». دوه ورځې وروسته، د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۲مه دې اور د هغې او همکارې یې طیبې لمن ونیوله او ژوند یې ورته «خاورې – ایرې» کړ.

۲۳ کلنه فاطمه محمدي درې کاله وړاندې د کابل پوهنتون له نقاشۍ څانګې فارغه شوه. خو ډېر وړاندې له هغې چې پوهنتون کې پل کېږدي، نقاشي یې کوله. د فاطمې محمدي کوژدن ابوالفضل وارسته په وینا هغه، کله چې د ښوونځي په اتم ټولګي کې وه، نقاشي یې کوله او د هغې وخت کار یې د پوهنتون د لومړي او دویم ټولګي له زده کړیالانو غوره وه. په ۱۳۹۷ کال کې، فاطمه او ابوالفضل کابل کې د فرانسې کلتوري انستېتیوت کې، کله چې د انمېشن جوړونې په یوې پروژه کې یې کار کاوه، یو بل سره اشنا شول.

که څه هم ابوالفضل وارسته د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د عکاسۍ زده کړیال و او یوازې یو کال تر هغې مخکې فارغ شوی و، خو هېڅکله یې یو بل نه و لیدلي. کله چې هغوی د فرانسې انستېتیوت کې کار پیل کړ، فاطمه د ۹ تنو هغه کاري ډله کې چې د «یوسف او زلېخا» په نوم یو انمیشن باندې یې کار کاوه، تر ټولو بااستعداده او نوښتګره تر نظر راتله. د یوسف او زلېخا د کیسې انمیشن جوړونې پر پروژې د مولانا عبدالرحمن جامي او د بهزاد میناتورۍ اثارو پر بنسټ د یو ۲۱ دقیقه اي سریال په توګه پرې کار کېده. فاطمه او ابوالفضل یې د طراحي او نقاشۍ کار ترسره کوو. کله چې د مینیاتوریو حرکت ورکونې طرحه کې له کومې ستونزې سره مخکېدل، فاطمې خپل تخیل سره د هغې ټول جزیات په ځانګړي توګه د کرکټرونو د څېرو خوځښت یې لومړی خپل ذهن کې رسموو او بیا یې په حرکت راوست.

ټاکل شوې وه چې فاطمه د خپلې نقاشۍ نندارتون سږ کال کابل، اسټرالیا او امریکا کې وړاندې کړي. انځور اطلاعات روز ته لېږل شوی

د ۱۳۹۸ کال ژمي وروستیو کې، له یو کال او پر دې پروژې له نیم کار وروسته، ابوالفضل وارسته او فاطمه محمدي یو بل سره کوژده وکړه. له دې تړونه یو کال او درې میاشتې تېرېدې او دواړه په ژوند کې له دې پېښې ډېر خوښ ول او د خپل راتلونکي ژوند لپاره یې ډېرې نقشې سر کې لرلې. ۲۷ کلن ابوالفضل له مخکې اوس ډېر کار کاوه او خواري یې کوله او فاطمې د نقاشۍ په څو ټولګو کابل او له هېواده بهر نندارتونونو لپاره کار کاوه. هغه توانېدلې وه چې کور کې یو نیم کال کار جریان کې، د نقاشۍ دوه لسګونې ټولګې، یوه پر ټولنیزې او کلتوري موضوع او بله یې د خپل ژوند پر کیسې ورټوله وه. ښاغلی وارسته وایي: «هغې غوښتل چې خپل دروني او کشفي او خپلې پوښتنې په دې نقشه کې وړاندې کړي. غوښتل یې خپلو مخاطبینو ته ووایي چې خپله او د یوې ښځینه هنرمندې نړۍ څه ډول ده. پر دوه لس عددي ټولګو یې کار کړی د نقاشۍ دویمه ټولګه یې له بېلابېلو ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو سره ده. له جنګ او سولې نیولې تر بېوزلۍ او وړو نورو ستونزو. اثار یې تر ډېره د هنر سبک کې د پوهېدو ول.»

ټاکل شوې وه چې فاطمه د خپلې نقاشۍ نندارتون سږ کال کابل، اسټرالیا او امریکا کې وړاندې کړي. په هغه یادداښتونو کې چې له هغې پاتي، د دې نندارتون لپاره یې ډېر عنوانه ټاکلي دي، له هغې ډلې زموږ د د وینې بیه، خاورې او ایرې، د هوساینې په لټه او خاموشه کاته

د سږکال لومړیو کې، فاطمه او ابوالفضل افغان فلم اداره کې د انمېشن جوړونې برخې کار لپاره، د کار غوښتنه وکړه. یوه میاشت وړاندې، فاطمې ته یې خبر ورکړ چې هغه په شرایطو پوره پېژندل شوې او د اداري کار پړاوونو وهلو لپاره دې ګام واخلي. له هغې سره هم مهاله، ۲۴ کلنه طیبه موسوي په دې اداره کې د څېرې طراحي برخه کې ګمارل شوې وه. هغهه د کابل پوهنتون تیاتر څانګې فارغ التحصیله وه. له هغې وروسته یې په همدې پوهنتون کې تجسمي هنرونو څانګه کې، ماسټري هم وکړه.

طیبه موسوي او فاطمه محمدي د ترهګرو قهرجن اور کې له سوځېدو دوه اونۍ وړاندې، د افغان فلم اداره کې د څېرې طراح او انمېشن جوړونې په توګه وګمارل شوې. فاطمې په بېلابېلو ژبو او د لرغونو ځایونو پر کیسو او د افغانستان د ماشومانه کیسو او افسانو پر انمېشن جوړونې پروژې کار کاوه. هغه د خپل کار دوو اونیو کې د کیسو، اطلاعاتو او کتابتونونو کې په راټولونې بوخته وه او توانېدلې وه چې شپږ کیسې راټولې کړي.

۲۴ کلنه طیبه موسوي د کابل پوهنتون تیاتر څانګې فارغ التحصیله وه. انځور اطلاعات روز ته لېږل شوی

د طیبه موسوي کورنۍ چې په ۱۳۷۰ کال کې ایران ته کډواله شوې وه، تهران کې له لس کاله ژوند وروسته کابل ته راوګرځېده. پلار یې سیدناصر موسوي چې ساده کارګر و، د نامناسب معیشیتي حالت له امله بیا ځلي اړ شول چې ایران ته لاړ شي. هغې ایران کې یو څه وخت لپاره له ودانیزو کارونو وروسته د برښنا نیونې پېښه کې مړ شو او د خپلو ۵ لویو او وړو ماشومانو مسوولیت یې د مېرمنې په غاړه ولوېده. د طیبې مور چې منځني عمر کې ده، د خپل مېړه له مرګ وروسته نیمه ورځ په یوه ښوونځي کې د ساتونکې په توګه کار وکړ او نیمه ورځ یې د دشت برچي په پل خشک کې له خپلو ماشومانو سره په غالۍ اوبدلو بوخته وه. کله چې د طیبې مشره خور د کابل له سیدجمال الدین دارالمعلمین څخه فارغه شوه، د تدریس عاید سره د خپلې مور ترڅنګ د کور عایدو کې برخه اخیسته. له هغې وروسته چې هغې واده وکړ، دا مسوولیت د طیبې پر اوږو پرېووت. د مهدي موسوي په وینا، د طیبې وړوکي ورور هم په کور کې کار کاوه او هم بیرون یې پراخه فعالیت لاره او د کور خرچو برابرولو کې یې یو څه برخه اخیسته.

۲۱ کلن سیدمهدي موسوي هره ورځ یو خصوصي پوهنتون کې زده کړې کوي او د شپې د یو فوټسال سالون کې کار کوي. هغه یو ۱۹ کلن ورور او یوه ۱۷ کلنه خور لري چې ورور یې د رباني ښوونې او روزنې پوهنتون زده کړیال دی او خور یې په دشت برچي کې د «چهل دختران» ښوونځي دولسم ټولګي زده کوونکې ده. ښاغلی موسوي وایي، چې طیبه ټولو ته د پرمختګ او هڅو الګو وه او مور یې تل ویل چې «له طیبې یې زده کړئ».  د طیبې له وژلو وروسته یې ژوند له توانه ولوېده او په دې منځ کې د طیبې واړه خور او ورور چې له هغې سره صمیمي ول، له ټولو ډېر اغېزمن شول: «هغوی منزوي شول. ډوډۍ نه خوري. خبرې نه کوي. بهر نه وځي. زه ورته زړه ورکوم. ورته وایم چې باید لاره یې وڅارو.»

د کورنۍ په وینا یې طیبه موسوي د ټولو ټولنیزو او کلتوري ستونزو سره سره چې افغانستان کې د ښځو او په ځانګړي ډول د هنرمندو او د تیاتر لوبغاړو ترمخ پرتې دي، د خپل کار عاشقه وه او د شاوخوا ۱۲۰ نندارلیکونو (نمایشنامو) په لیکلو او لوبولو کې یې رول لاره. ورور یې مهدي وایي، هغې له هر څه یې وهل او خلکو لپاره یې د تیاتر او لوبو لپاره مخکې کې کېښودل. خو د کار پایله یې هغه اور و چې د غبرګولي ۲۲مې ګرم مازدیګر هغه او فاطمه ایرې کړې. هغه اور چې د ابوالفضل او مهدي او کورنۍ زړه کې به خاموشه نه شي.