دوحه

دوحه کې د ناستو له سره کېدنه؛ جدي خو د رسنیو له سترګو لرې

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

قطر کې د سولې بین الافغاني خبرو لړۍ کې له میاشتو ځنډ او بندون وروسته، اوس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې د سولې خبرو اترو د تماس پلاوي بیاځلي د خبرو مېز ته ګرځېدلي او تېرو ۱۰ ورځو کې یې دوحه کې د مذاکراتو له سره پیلونې په اړه ۴ ناستې کړي دي. د دې ناستو پایلې لا جوتې نه دي او دواړه خواوې د دې ناستې جزیاتو په اړه هم څه نه وایي. خبرې اترې په داسې حال کې پیلېږي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتنه پرېکنده شوې ده، هېواد کې د تاوتریخوالي کچه خورا زیاته شوې ده او د شخړې اړخونه هڅه کوي چې رسنیو کې پراخو تبلیغاتو سره خپل ځان ګټونکی اعلان کړي. په دې مانا چې د جګړې ډګر کې د سولې او پخلاینې او د تاوتریخوالي کمېدو نښه نه لیدل کېږي.

هغو بېلو خبرو کې چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مذاکره کوونکي پلاوي ځینو غړو او قطر کې د طالبانو دلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم سره مې درلودې، خبرې کوونکي مې په دې باور ول چې د دواړو خواوو د تماس ډلو ترمنځ ناستې دوام لري، خو دواړو خواوو ژمنه کړې، تر هغې چې دا خبرې هېواد کې پر حاکم سیاسي او امنیتي فضا ملموسې پایلې ته و نه رسېږي، رسنیو او مطبوعاتو ته به د دې ناستو د جزیاتو له وړاندې کولو ډډه کوي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکي پلاوي یو غړي چې ویې غوښتل نوم یې وا نه خیستل شي، اطلاعات روز سره خبرو کې وایي «خبرې اترې جدي مخته ځي، خو تراوسه د بحث اجنډا د دواړو خواوو ترمنځ وروستۍ شوې نه ده.» دا غړی وایي، چې د طالبانو ډلې تراوسه د خبرو اترو مخته وړلو لپاره هېڅ کومه طرحه او اجنډا نه ده وړاندې کړې، څو د هغې په اړه بحث او خبرې وشي. له دې سره، د هغوی د تماس ډله ناستو کې حاضرېږي او د دا ډول ناستو غځېدو غوښتنه کوي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ما سره خبرو کې وایي، د طالبانو ډلې مرکچي پلاوی د روژې له اختر وروسته له هماغه لومړۍ اونۍ د سولې خبرو اترو مخته وړلو ته اماده و، «خو د مقابل خوا مذاکره کوونکي پلاوي غړي تر یوې میاشتې دوحه کې حاضر نه ول.» ښاغلی نعیم وایي، له هغې وخته چې د افغانستان دولت مرکچي پلاوي ځینې غړي دوحې ته وروګرځېدل، ناستې د دواړو خواوو ترمنځ لږې لږې دوام درلوده. خو «د موضوعاتو په اړه نه شو کولی څه ووایو. د هغې ژمنې پر بنسټ چې دواړو خواوو کړي، هوکړه پر دې ده چې د خبرو اترو جزیاتو په اړه رسنیو سره څه شریک نه شي.»

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ډلې ترمنځ د دوحې سولې هوکړې پر بنسټ، دواړو خواو ژمنې کړي چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو بشپړ وتنې وروسته، د سولې بین الافغاني خبرې اترې به د تاوتریخوالي کمېدو او د اوربند ټینګېدو سره پیلېږي او دوام به پیدا کوي. له دې سره دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې، خو د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د ژمنو خلاف، د سولې بین الافغاني خبرې یوازې د مذاکراتو اجنډا برابرولو پر سر درې میاشتې وخت ونیو، خو پر اجنډا هوکړې سره سم، دا لړۍ ودرېده.

خو اوس طالبانو ډله د نړیوالو ځواکونو بشپړ وتلو څنډه کې، د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو ډلې نظامي بریدونه ډېر شوي دي او د جګړې او تاوتریخوالي لمن یې د افغانستان ټولو ولسوالیو او ولایتونو ته غځولې ده. داسې چې وروستیو اونیو کې طالبانو ډلې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره جګړه کې، بېلابېلو ولایتونو کې له ۸۰ ډېرې ولسوالۍ چې ډېرې یې شمال کې دي، د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو له کنټروله یې ویستې دي او له دې سره یې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو پراخ نظامي بریدونه ترسره کړل او د دریو مهمو سوداګریزو بندرونو (اسلام قلعه، تورغونډۍ او ابونصر فراهي) کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی.

طالبانو ډلې د جګړې زیاتېدو سربېره، د ولسوالیو یو بل پسې سقوط او د ځینو ولایتونو پر مرکزونو برید چې امریکایانو سره د دوحې سولې تړون پر بنسټ یې باید د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه نه وی کړي، د سیمې هېوادونو سره سیاست او ډیپلوماسۍ برخه کې د افغانستان له حکومته یې فعاله عمل کړی دی. داسې چې وروستیو اونیو کې قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر غړي په رسمي سفر تهران او مسکو ته لاړل او د افغانستان راتلونکې په اړه اړوندو سیاسي مسایلو او سرحدي امنیت په اړه یې د روسیې او ایران بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې اترې وکړې. که څه هم تهران ته سفر کې د طالبانو ډلې سیاسي دفتر مرستیال شیر عباس ستانکزي د ایران بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف په کوربه توب بین الافغاني دوه ورځنۍ ناسته کې، د افغانستان دولت له خوا د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه کمېټي غړي محمدیونس قانوني په مشرۍ پلاوي سره لیدنه لرله او په دې امر سره چې «جګړه د حل لار نه ده» هوکړې ته ورسېدل، خو هغه څه چې دې ورځو کې د جګړې ډګر کې تېرېږي، د بل واقعیت بیانوونکی دی.

له دې سره، کتل کېږي چې طالبانو ډله د نظامي انتخاب ترڅنګ، همداراز «سیاسي حللارې» ټاکنې ته نیمه کاته لري. خو دا هم واقعیت دی چې د طالبانو ډلې وروستیو پرمختګونو او د افغانستان حکومت «تاکتیکي شاتګونو» غبرګون کې، تازه لوبغاړي روانې جګړې او سوله کې راښکاره کېدونکي دي چې د ځای ټاکلو سره سم به د جنګ او سولې یوې تازه خوا په توګه مطرح شي؛ دا نوی لوبغاړی طالبانو پر وړاندې د خلکو پراخه مقاومتي ځواک دی چې د سقوط سناریو دوام او د حکومت شاتګ او طالبانو مخته تګ پر مهال به جګړه نوي پړاو ته دننه شي او سولې ته د رسېدو شونتیا به لا هم سخته شي.

له هغې سره چې دوحه کې د سولې خبرې اترې پڅې مخته ځي، خو یوازینۍ لاره چې سولې ته رسېدلې، د خبرو اترو دوام او سیاسي حللاره ده. داسې چې د نورو هېوادونو تجربو هم ښودلې، په نهایت کې جنګ او نظامي ټاکنه، د مذاکرې او سیاسي حللارې شونتیا د نظم ټاکونکې او راوړونکې ده. دا یو نه انکارېدونکی واقعیت دی چې د افغانستان جګړه ان که پر یو د بلې خوا نظامي حاکمیت سره هم پای ته ورسېږي، بیا هم د پېچلي جنګ او د هغې د بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي اړخونو ماهیت په دلیل، تلپاتې سوله به له دننه را نه شي، مګر دا چې ټولې خواوې دخیلې وي. هماغسې چې د افغانستان د څو تېرو لسیزو تاریخ ښیي، چې له واکه د یوې ډلې لرې کولو سره، هغه حالت چې له هغې وروسته راځي، د سولې او هوساینې تلپاتې کېدو لامل نه دی شوی.