کابل کهنه فروشي

کابل کې د کور توکو د لیلام ګرم بازار؛ تېښته او بې‌ځایه کېدنه ډېره شوې

خبریال: هادي خوشنویس

ژباړه: ولوله دهقان

لکه څنګه چې ویل کیږی «له مهاجرېدو سره هیڅ ځای سړي ته حلوا نه ورکوي، مګر انسان خو نه وژنې .» دا د یو شمېر زیاتو افغانانو جمله ده چې هڅه کوي د افغانستان د جګړی له تنوره چې هر ورځ لوی او سور کیږی، ځان وژغوري او ځان یو امن ځای ته ورسوي چې نور د سلاح ټق او ټوق وا نه ورې.‎

د طالبانو د جګړې او حملو په زیاتیدو سره د کابل «کهنه فروشي» یا د زړو توکو خرڅلاوځای بازار د پخوا په پرتله تود کړی دی. پخوا راکړه ورکړه دوه اړخیزه وه، خو اوس یو اړخیزه ده. د کابل کهنه فروشي چې پخوا یوازي کارول شوي څېزونه یې اخیستل او پلورل يې په دې ورځو کې یې یوازي اخلي. د کابل هرې مغازې ته چې اوس لاړ شې له بیلابیلو خلکو سره مخ کیږې چې خپګان او اندیښنه يې په څیره کې معلومیږی او  د حالتو په ښه کیدو هرې خوا ته ځي چې خپل هر څه وپلورې او د هیواد څخه د تللو لاره پیدا کړي، چې د کور څیزونه ورته خنډ نه شي او له بلې خوا د سفر یو څه خرڅ برابر کړي.

په وروستۍ یوه اونۍ کې د کابل بیلابیلو د زړو توکو خرڅلاوځایونو ته لاړم. یو هټیوال راته وویل چې ځينې پيرودونکي يې د کور څېزونه په ډیرې کمې بیې خرڅوي، تر څو د حالاتو په خرابیدو سره غلا نه شي. اوس هغه او د مستعمله توکي یې سر په سر پراته پاتي؛ هغه توکي چې پخوا یې خلکو د اخیستلو لپاره سر او پښې ماتولې او اوس حتا څوک د بیې پوښتنه هم نه کوي.

یو بل مغازه‌لرونکي له ډېرو مراجعه‌کوونکو راته وویل چې د کور توکي یې تر ۷۵ سلنې په ټیټه بیه هم پلورلي دي.

هغه هیلې چې دود شوې

په تیرو دریو میاشتو کې چې د جګړی تنور په ولایاتو کې سور دی او کابل په نسبي امنیت کې دي، ښاریان يې د ولایاتو له اوسیدونکو څخه ډیر اندیښمن دي. هغه پېژندل‌شوې جمله ده چې «د بلا له وېرې د بلا په منځ کې دې واوسو» په ډیره ښه توګه د کابل د ښاریانو حالت بیانوي. له څو کسانو سره مې چې خبرې وکړې اندیښمن ول او د مهاجرت په فکر کې. یوه د خپل اقتصادي ستونزو څخه ګیله درلوده او ویې ویل که د هیواد پریښودو لپاره لاره پیدا کړي د دی لپاره چې د مرمۍ غږ وا نه وري، چمتو ده چې پیسی قرض کړي او هره سختي وګالي تر څو کومه ارامتیا چې غواړي ورورسیږي.‎

یو وخت د کابل د زړو توکو خرڅلاوځي شرکت «زوړ په نوي» ورځنی عاید ۲۰۰ زره افغاني وه خو اوس دا شرکت په یو هفته کې هم دومره عاید نه لري.

هغه پیسې چې خلیل احمد له «زړو نویو ته» د زړو توکو پلورځي شرکت تاسیس او پر لاره اچونې لپاره لګولي ۳۰ مېلیونه افغانیو ته رسېږي او اوه کاله وړاندې کله چې دې کار ته دننه شو، د بازار حالت ښه و او خلک هم هیله‌مند ول. اوس هیلې خپل ځای ناهیلۍ ته ورکړی، هغه بازار چې کساد دی او د سقوط حال کې او هغه خلکو چې یو وخت یې د کور توکو پلورلو لپاره یې علاقه نه لرله، اوس یې د شرکت دروازې ته خلکو لیکه کړې، څو خپل توکي په ناچیزه بیې وپلوري: «کارونه له ۱۰۰ سلنې، ۱۰ تر ۱۵ سلنې هم نه دي. زموږ کار په نویو د زړو او مستعملو توکو بدلول ول. اوس حالت تر دې بریده خراب شوی چې موږ د کور توکو پېرنه بنده کړې ده. یو وخت خلکو د خپل کور توکو پلورلو لپاره کومه علاقه نه لرله، خو اوس یې لیکې باستلې دي څو هغه وسایل چې په ۲۵ زره افغانۍ یې اخیستي ول، په ۱۰ زره افغانۍ یې وپلوري.»

د «کهنه به نو» خرڅځای د کور مستعمله څیزونه پلوري. انځور: له «زړو نویو ته» پلورځي له فیسبوک څخه

د خلیل احمد شرکت چې یو وخت یې څو نمایندګي درلودلې او ورځنې عاید يې په لوړه کچه و، اوس مهال له سقوط سره مخ دی. مستعمل څیزونه چې په یو بل سر په سر شوي ډیر کم کسان حاضریږی چې هغه واخلي. د بیلګې په توګه کله چې په کابل او ولایاتو کې نسبي امنیت و، د ورځې ۱۰ تر ۱۵ کسان به د خلیل احمد دوکان ته راتلل تر څو د خپل کور بې رنګه څیزونه په لوکسو شیانو باندې بدل کړي. په دې ورځو کې چې تر ډېره د لمر له راختو تر نیمو شپو او کله هم تر بلې ورځې ډېر کم له بې جګړې خبرونو سره مخ کېږو، د خلیل احمد دوکان ته د ورځې پنځه کسان راځي هغه هم د کور د شیانو د خرڅلاو لپاره شرکت ته راځي.

سوله د نوید مبارز وروستۍ هیله ده؛ هغه سوله چې د هرې ورځې په تیرېدو خپل رنګ بایلي. نوید چې اوس له هرې ورځې ډیر ناهیلی دی او خپلو لسو کارکوونکو لپاره چې د ښه ورځې لپاره یې زیار ویستلی دی او اوس وزګاره دي، اندیښمن دی. وروسته له هغې چې نوید د انجنیری څخه فارغ شو او د یو شرکت په جوړولو سره د لسو کسانو لپاره يې کار پيدا کړ، تر څو هغه خپل هدف ته چې د هیواد آبادي وه، ورسیږي او هم لسو کورنیو ته یو مړۍ ډوډۍ ولري، پنځه کاله له هغې ورځ تیریږی. خوږې او ترخې ورځې چې هر څنګه وې د همکارانو يې تر اوسه دوام راوړ او تیرې یې کړې. مګر د هیواد جګړې او تاوتریخوالي، د کار بازار یې له کاره غورځولی او شرکت یې وتړه او لس کارکوونکي یې لاړل په خپل کار پسي. د نوید غږ نیولی وه او هغه نامعلومه او مبهمه راتلونکي ته انديښمن و چې د ده پر وړاندې دی چې نه تللی شي او نه هم پاتی کیدی شي. شتمنې يې په لاس کې ده: «د شرکت جوړولو لپاره مې ټوله شتمني لګولې ده. هیله مې سوله وه او دا چې په دې مې کار مې مخ ته لاړ شي. مګر حالات بدل شول. په پنځو کلو کې ډيرې پروژې مو سرته ورسولې. جګړه لامل شوه تر څو د شرکت وسایل مې خرڅ کړم. خو جواز او امتیاز نه. که حالت همداسې روان وي نو د شرکت امتیاز او جواز به هم خرڅ کړم.»

نوید وایي پریکړه یې دا نه وه چې شرکت جوړ کړي، کار برابر کړی او وروسته هغه هم په نیمه لاره کې پریږدي، خو اوس یې ژوند له کسب او کار څخه اړین دی. له ۳ زره ډالرو چې نوید د شرکت د وسایلو لپاره بیه تعین کړې وه، لا تر اوسه هر څوک چې راغلي دي بیه یې نوره هم ټیټه شوې او هغه دا تمه نه درلوده.

لکه د نورو په شان نوید هم اوس د مهاجرت پریکړه کړې، تر هغې چې حالت ښه کېږي بیاځلي به خپل کار ته راګرځي.

هغه مستعمل موبلونه چې پلورلو لپاره اېښودل شوي دي – انځور: مجازي نړۍ

ارش درې کاله د مخه د زړو توکو د پلورلو یو خرڅلاوځی پرانیست.  د بازار وضیعت ډیر ښه و. د ورځې څلورو کسانو به د څیزونو د خرڅولو لپاره مراجعه کوله خو په دې ورځو کې امنیتي وضعیت ډیر خراب دی، اوس مراجعین تر ۱۵ یا ۲۰ کسانو پورې رسیږي چې هغوی یوازي د خپل کور شیان خرڅوي او هغه کومه سرمایه چې لري نه شي کولی چې جنس پری واخلي او په بازار کې يې خرڅ کړی، ځکه چې تر اخیستونکو ټول خرڅوونکي دي: «هره ورځ چې تیریږي د مراجعینو شمیر لوړ کیږي. حالت خراب دی او خلک ډیری بهر ته ځي، خرڅلاو کم دی او اخیستل ډیر.»

«انسان د انسان لېوه دی» هغه جمله چې کولی شي د افغانستان وضعیت بیان کړی او فرزام محبی‌زاده کله چې د هیواد بد حالت او تاوتریخوالی ویني، ډیر په هغه باور پیدا کوي.

د نورو په شان فرزام هم د ګډوډیو پریکړه لري؛ د هوساینې ارام ساحل ته کوچېدنه او له دې کور په کور جګړي څخه چې څلور لسیزې کيږی د هغه هیواد يې په موټې کې نیولی، تلل. څو ورځې کیږي چې فرزام د خپل موټر خرڅلاو لپاره مبارزه کوي، مګر لا تراوسه څوک نه دي پیدا شوي، دا دروند بارد ده له اوږو پورته کړي او موټر یې واخلي، تر څو په بده ورځ کې یې لاس تش نه وي.

د کابل په ښار کې خلاف ډير دی، د همدې لپاره څوک زړه نه شي کولی هغه واخلي. سره له دې چې له اصلي بیې څخه یې ۳۰ سلنه کم خرڅلاو ته ایښی، خو اقتصادي وضعیت ورسره یاري نه کوي او د موټر د اخیستلو لپاره پیسې يې کمیږي.

«کوم موټر چې غواړم خرڅ يې کړم خپل شخصي موټر مې دی او د تږ لپاره تیاری ده، ځکه چې پر حالاتو اعتبار نشته او د راتلونکي لپاره ښه خبر نشته او تضمین شوې راتلونکې زموږ لپاره نه ده.» 

.