ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
د ننګرهار د سوداګرۍ د خونې مرستیال زلمی عظیمي نن (یک شنبه،۲ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د تورخم دروازه بیګاه شپه شاوخوا یوه بجه د دواړو لورو د سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
ښاغلی عظیمي له حکومت غوښتنه کوي چې سیاست او سوداګري دې سره بیل کړي. عظیمي زیاته کړه: «بیګاه شپه شاوخوا یوه بجه د تورخم لاره د سوداګریزو موټر پر مخ خلاصه شوې او سلګونه لارې پاکستان ته تللي او همدارنګه له هغې خوا هم له توکو ډکې لارۍ دیخوا راغلي دي. »
اخو د ننګرهار ولایتي چارواکو هم تایید کړې، چې د تورخم دروازه له څو ساعته بندښت وروسته د ترانزیټ پر مخ خلاصه شوې ده. د تورخم دروازه تیره ورځ د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ د تازه شخړې له کبله د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.