شین نوروز

سولې لپاره ۴۰ کاله ښار ته د یو سپین ږیري نه تګ؛ «ښار ته نه ځم»

خبریال: امید اشنا

جګړه د انساني نړۍ تر ټولو بدرنګه پديده ګڼل کيږي، چې نه يوازې انسانان بلکې د ځمکې پر مخ هر څه بدرنګوي. د انسانانو هيلې رژوي، ژوند يې اخلي، ارام او سکون يې وژني او د بشر سربېره ان مرغان او حيوانات د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کوي.

په نړۍ کې د پرمختللو هېوادونو د ارامۍ يو لوی لامل د هغوی تر منځ نظر اختلاف له سالمې لارې منل او مسايلو ته مناسب حل پيدا کول دي او هغه کتله انسانان چې په دې مسايلو کې پاتې راغلي او د نورو د مغرضانه لاسوهنو ښکار شوي، يوازې يې په بدن کې ساه چلیږي، خو د ژوند په واقعي مانا له پوهېدو لرې دي.

بدبختانه افغانستان د داسې ناوړه کيسو يو لویه بېلګه ده، چې اوسېدونکي يې هم خپله ورته بلا شوي او هم د نورو له خوا تحريکيږي، چې خپلې مېنې ته اور واچوي، خو برعکس ځينې نورو انسانانو د دوی د دې ناوړه چارو پر وړاندې له بېلابېلو لارو غبرګون ښودلی دی، چې له ډلې يې يو هم د خوست ۷۵ کلن اوسېدونکی «شين نوروز» دی.

شين نوروز د خوست ولايت په تڼيو ولسوالي کې اوسيږي او له تېرو څلور لسيزو راهيسې يې د اعتراض په ډول ځان له اوسنيو ښاري پرمختګونو لیرې ساتلی دی.

دغه ۷۵ کلن سپين ږيری، شين نورزو نوميږي او د خوست د تڼيو ولسوالۍ د درګي سيمې اوسيدونکی دی.

شين نوروز وايي چې ښار ته د هغه نه تګ هغه وخت پيل شو، چې د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته په هېواد کې د واک پر سر کورني جنګونه پيل شول.

نورور وايي چې د سولې او ثبات په نشتون کې ورته عصري تکنالوژي او اوسني ښاري پرمختګونه هېڅ ارزښت نه لري او نه يې هم د ليدو ارمانجن دی.

نوروز زياتوي:«له انقلاب را وروسته خوست ښار ته نه يم تللی. هغه وخت کې چې ما ليدلی و، ښار کې يو څو خټين دوکانونه و.»

شين نوروز وايي غواړي له دې لارې نړيوالو ته د سولې او امن پيغام ورسوي، چې سوله د افغانانو تر ټولو جدي غوښتنه ده.

نوموړي په تڼيو ولسوالي کې پر خپله ځمکه کر، کرونده کړې او اوسمهال د خپلې کورنۍ او سيمې د يوه قومي بارز مشر په توګه ژوند کوي.

هغه زياتوي تر څو چې په هېواد کې جګړه نه وي ختمه شوې او افغان وژنه بنده شوې نه وي، خپل د نه تګ دې اعتراض ته به دوام ورکوي.

نوموړی وايي:«که د قومونو ترمنځ اتحاد موجود وي، ورور وژنه نه وي، سوله او امنيت وي، ښار ته ځم، خو که خبره برعکس وه، هيڅکله به ښار ته لاړ نشم.»

شین نوروز اطلاعات روز ته د چنار هغه لويه ونه هم وښوده، چې يو وخت يې د سيوري لاندې د سيمې له نورو قومي سپين ږيرو سره يو ځای د افغانستان د پخواني پاچا عليحضرت محمدظاهر شاه سره ليده کاته کړي و.

نوروز وايي: «دغه ځای کې اعلحضرت موږ سره يو ځای چای وڅښه، نور مشران هم و، اوس هغه ټول مړه دي يو هم نشته او اعلحضرت ظاهر شاه هم وفات شوی دی. موږ ورته د اوبو د نشتون ستونزه ياده کړه چې بل ځای پيسې ګټو او دلته يې مصرفوو، نو ظاهر شاه زموږ دا غوښتنه ومنله او د اوبو مشکل يې را حل کړ.»

نوموړی د روانې اوږدې جګړې ختمېدل او په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت ۴۰ کلن ارمان د وسله والو طالبانو او دولت لخوا سولې ته په رښتيني نيت انعطاف پورې تړلی بولي.

هغه په دې باور دی چې جګړه له تباهۍ پرته بله هېڅ پايله نه لري او د وسله ووالو طالبانو او دولت پر مشرتابه په دې برخه کې د خدای د رضا لپاه د جدي هلو، ځلو غوښتنه کوي.

نوموړي زياته کړه:«طالبان او حکومت دې سوله وکړي، چې وطن مو جوړ شي او ځانمرګي بريدونه او بمي چاودنې ورکې شي. وطن کې مو وينې بهيږي، هره ورځ ۵۰، ۶۰ او ۸۰ کسان مري. بايد سوله وشي.»

شين نوروز څلور زامن او درې لورګانې لري، اولادونه يې وايي پلار يې په هېواد کې روانو ناامنيو او مرګونو ته ډېر خفه کيږي.

د نوروز زوی عبدالله وايي پلار يې ځينې مهال د هغه وخت کيسې کوي چې په هېواد کې جګړه نه وه او خلکو په غريبي، خو په امن او ثبات کې ژوند کاوه.

نوموړي وويل:«پلار مو د جنګ له امله هر وخت خفه وي، کله چې کومه پېښه وشي، ډېر متاثره وي؛ د سولې دعا کوي او د کور او کلي په سطحه د جنجالونو حل او روغې، جوړې ته کار کوي. هر وخت يې د خلکو خير غوښتی دی.»

د شين نوروز کليوال نوموړی په نېک نوم يادوي او وايي چې نوموړی په کور، کلي کې ټولو انسانانو ته د نږدې خپل په سترګه ګوري او په کلي کې د ځينو رامنځته کېدونکو ستونزو حل ته ور دانګي.

د دوی له ډلې سليم وايي چې نوروز هر وخت کليوالو ته د خپلمنځي ښېګڼو لارښوونه کوي او له هر چا سره ښې اړيکې لري.

نوموړي وویل: «حاجي صيب نوروز ډېر ښه سړی دی، هېڅکله يې د چا بدي نده غوښتې او که څوک جنجال ولري، د حل لپاره يې ورځي. د جنجال پر وخت خپل هم بې عزته کوي او بل هم. د سولې ډېر ارماني دی، ډېرې ښې کيسې کوي او هر وخت وايي چې ښه ژوند سره وکړئ، ژوند لنډ دی.»

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال خوست ښار د هېواد له مهمو او لويو ښارونو ګڼل کيږي او په تېرو شاوخوا شل کلونو کې يې پراخت يا او پرمختيا ته زیات کارونه شوي دي.

تازه ويل کيږي چې د سولې لپاره د افغان دولت د مذاکراتي ټيم او د وسله والو طالبانو د استازو تر منځ په دوحه کې د کېدونکو خبرو تګلاره نهايي او د دولت د مشرانو لخوا تاييد شوې ده، چې يو ځل بيا يې د ښې پايلې لپاره د سولې خبرو ته هيله مندي زياته کړې ده.

د شين نوروز ښار ته د نه تګ دغه اوږد مهاله احتجاج د افغان سولې په تړاو د روانو مذاکراتو سره هم تړاو لري، چې ښايي د ژوند د مزل دا دريځ يې لنډ او يا هم لا پسې وغځيږي.