پکتیا کې ښوونځي

وسله والو طالبانو د پکتیا زرمت ولسوالي کې لا هم د انجونو ۱۳ ښوونځي تړلي دي

خبریال: امید اشنا

د پکتيا په زرمت ولسوالي کې د وسله والو طالبانو له خوا د انجونو ټول (۱۳) ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي.

ياد ښوونځي له شاوخوا شپږ کلونو راهيسې تړلي، خو مسوولين وايي، د بېرته پرانيستلو لپاره يې هڅو تر اوسه مطلوبه پايله نه ده لرلې.

د زرمت د پوهنې مدير عبدالرشيد عثماني وايي، چې له وسله والو طالبانو سره غږېدلی، خو هغوی ورته ويلي چې د ښوونځيو خلاصول د دوی له کچې پورته خبره ده. عثماني وويل: «زه د قومي مشرانو او خپلو معلمانو او علماوو په واسطه ور سره کېناستلی يم، هغوی وايي چې دا د ولسوالي يا ولايت په کچه خبره نده او له پاسه ورته ويل شوي چې دا ښوونځي بند دي.»

طالبان څه وایي؟

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې ياد ښوونځي يې د ښځينه ښوونکو د نه شتون له امله تړلي او په خبره يې د يادې ستونزې تر حل پورې به همداسې پاتې وي.

مجاهد وايي، چې په دې اړه يې د پوهنې مسوولينو او ځينو موسـسو ته ويلي، چې د انجونو د مکتبونو لپاره ښځينه ښوونکې وګماري، خو په خبره يې تر اوسه په دې اړه څه نه دي شوي.

طالبان وایي، لا چې ښځینه ښوونکي نه وي، ښوونځي به تړلي وي

د پوهنې رييس کوچی ځاځی وايي، په تړلو ښوونځيو کې يوه لېسه، يو منځنی او پاتې هغه لومړني ښوونځي دي.

ځاځي وويل، چې يادې ولسوالي ته څوک د تګ لپاره زړه نه ښه کوي او يو دوره انجونې بايد له ښوونځيو فارغې شي، څو بېرته په همدې سيمو کې مقررې او ستونزه د تل لپاره حل شي.

نوموړي زياته کړه: «هڅه به کوو، د مشرانو په واسطه ور سره خبرو کوو، چې کوچنيو انجونو ته خو اجازه ورکړي، چې بلوغ ته نه وي رسېدلې، اصول صنفي تر څلورم او پنځم پورې خو څه مسله نشته، له هغه وروسته به يو حل راوباسو؛ ځکه موږ د دې انجونو لپاره هم سپين او د ډېر عمر معلمان مقروو.»

د زرمت اوسېدونکې ملالۍ د ښوونځيو په تړل کېدو خواشيني ده او وايي، چې د وسله والو له خوا د ښوونځيو له تړل کېدو سره يې هيلې رژېدلې دي.

ملالۍ وويل، هيله يې لرله چې زده کړې بشپړې او بيا خپلې وروسته پاتې سيمې او خلکو ته خدمت وکړي، خو په خبره يې د مکتبونو له تړل کېدو سره د ګڼو نورو انجونو په څېر خپه او ناهيلې شوې ده.

دې زياته کړه: «زموږ سيمه په هره برخه کې مشکلات لري او له نورو وروسته پاتې ده؛ موږ ويل چې تعليم به کوو او خپل ځای او خلکو ته به په تعليم او صحت او نورو برخو کې خدمت کوو؛ ځکه تعليم لکه څنګه چې په نارينه وو فرض دی، همداسې په ښځو هم فرض دی؛ ځکه له تعليم پرته نه څوک لمونځ زده کولی شي او نه خدای او رسول پېژندلی شي، خو مکتبونه مو بند شول او د خدمت ارمان په زړه پاتې شو. موږ له ټولو غواړو چې خير دی زموږ مکتبونه دې نه بندوي.» 

د تېرې ځوانانو ټولنې مشر احمدالله احمدي وايي، چې دوی هم د انجونو د ښوونځيو د خلاصون په برخه کې د سيمې له قومي مشرانو سره هلې، ځلې کړې دي.

احمدي اطلاعات روز ته وويل، چې د سيمې د مشرانو په ګډون وسله وال طالبانو ټينګار کړی چې ښوونځيو ته دې ودانۍ جوړې شي، نو دوی به په دې برخه کې پر شته محدوديت بيا کتنه وکړي.

نوموړي زياته کړه: «موږ او ځينو خبريالانو ملګرو په دې اړه زياتې هڅې وکړې، بلاخره يې دا وويل چې مکتبونو ته دې تعميرونه جوړ شي او معلمان به د زيات عمر کسان ورته مقرر شي؛ پخواني والي کټوازي صيب دا وړانديز ومانه او د اقرا برنامه کې يې د ټولو مکتبونو تعميرونه شامل کړل، چې اوس يې کار شروع شي.»

زرمت د پکتيا تر ټولو لويه او ګڼ نفوسه ولسوالي ده، چې ۶۳ ښوونځي په کې دي، خو له نيمايي زيات يې ودانۍ نه لري.