امرالله صالح

مالیې وزارت د بې اسناده موټرو ثبت کې په قصدي ډول سرغړونه کوي

امرالله صالح:

د بې اسناده ګمرکي او ټرافیکي (یو کلي) موټرو د ثبت لړۍ له پیلېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې مالیې وزارت د دې موټرو ثبت کې په قصدي ډول سرغړونه کوي.

ښاغلي صالح نن (پنج شنبه، ۶ لیندۍ) په خپلې فیسبوکپاڼې د «۶:۳۰» له ناستې یادداښت کې ویلي: «د مالیې وزارت ټاکلي او مشخصه ځایونه» د بې اسناده ګمرکي او ټرافیکي موترو د ثبت بهیر کې سرغړونه او کم کاري کوي.

په ورته مهال هغه د دې وزارت له مسوولینو غوښتي، چې له دې کم کارۍ لاس واخلي، کنې به اړ شي چې له هغوی ځینې یې لویې څارنوالۍ ته ور وپېژني.

د ولسمشر لومړي مرستیال په وینا، له دې وړاندې هم د دې وزارت ځینې چارواکي د بې اسناده ګمرکي او ټرافیکي موټرو ثبت په اړه د لویې څارنوالۍ په مداخلې سره، د «عدالت منګولو» ته سپارل شوي دي.

د بې اسناده ګمرکي او ټرافیکي موټرو د ثبت لړۍ د لړم په ۱۰مه د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم او د ملي امنیت شورا غونډې ۱۵ شمېرې مصوبې له مخې پیل شوه.

د بې اسناده موټرو د ثبت لړۍ پیلېدو موخه د ملي عوایدو زیاتوالی، د امنیت او عامه نظم ټینګښت او د ټرافیکي جریان د ډېرېدو مخنیوی یاد شوی دی.

 مالیې وزارت د دا ډول موټرو د ثبت لړۍ پیل کې ویل و، چې دا لړۍ به د لیندۍ ۲۷مې پورې دوام لري. دغه وزارت ټینګار کړی و، چې له یادې نېټې وروسته هر موټر چې افغانستان ته دننه کیږي، ضبط او له واردوونکو سره به یې قانوني چلند کیږي.

د کابل امنیت مدیریت پر غاړه اخیستو وروسته، امرالله صالح له مالیې وزارته وغوښتل چې د بې اسناده موټرو د مالیې ثبت او د محصول بهیر دې ساده کړي.

هغه دغه راز وویل، هغه بې اسناده موټر چې ثبت نه شي، صادرېږي او د پولیسو چوپړ کې راځي.