د کابل پولیسو قوماندانۍ وایي، نن (شنبه، ۸لیندۍ) سهار د کابل په دوو ناحیو کې چسپکي ماین چاودنو د پولیسو دوه منسوبین او پنځه ملکي وګړي ټپي کړي دي.
د یادې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، لومړۍ چاودنه شاوخوا ۷:۳۵ دقیقو کې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند امید سبز ښارګوټي سیمه کې پر یو فیلډر موټر پسې نښلول شوي ماین له امله وه، چې درې تنه یې ټپيان کړل.
د ښاغلي فرامرز په وینا، دویمه چاودنه نن سهار شاوخوا ۸:۱۰ دقیقو کې د کابل ښار یوولسمې ناحیې اړوند سینما ګولایي سیمه کې پر یو لنډکروزر موټر پسې نښلول شوي ماین له امله وه، چې څلور تنه یې ټپي کړل.
د دې پېښو په اړه تر اوسه کوم وګړي یا ډلې څه نه دي ویلي.