کابل

یو ځوان کابل ښار کې ځان ځړولی

اطلاعات روز: د کابل پولیسو قوماندانۍ تاییدوي، چې یو ځوان هلک د کابل ښار دیارلسمې حوزې اړوندو کې خپل ځان را ځړولی دی.

د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه نن سهار (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ) د کابل ښار دیارلسمې حوزې اړوند «واحد قلعه» سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي فرامرز زیات جزیات ور نه کړل، خو زیاته یې کړه چې دغه قضیه د پولیسو تر کشف لاندې ده.

په ورته مهال ولسي جرګه کې د زابل خلکو استازی عبدالقادر قلاتوال له دې ځوانه د «حبیب الله» نوم په یادولو سره ویلي، چې نوموړی د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

هغه په خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، چې د نوموړي جسد په عدلي طب کې له معاینې وروسته زابل ولایت ته لېږدول شوی.