پر ټولنې حاکم دودونه

پر ټولنې حاکم ناوړه دودونه؛ ډېری قربانیان یې انجونې او مېرمنې دي

خلک: قومي مشران او مسوول چارواکي دې د ناوړه دودونو مخنيوي برخه کې عملي اقدام وکړي

خبریال: امید اشنا

ناوړه ټولنيز دودونه او فکري طلسمونه هغه څه دي چې لا يې هم د ګڼو خلکو کورنی او ټولنيز ژوند ور تريخ کړی دی.

د دې دودونو ډېری قرباني بيا انجونې او مېرمنې دي، چې له امله يې تر اوسه آن ځينې لومړنۍ اسلامي حقونه هم نه ورکول کيږي.

لوړ ولور، بدل او جبري ودونه، ښوونځيو ته له تګ څخه منع کول، د ميراث حق نه ورکول، له هلکانو يې ټيټې ګڼل او ځينې نور هغه ناوړه کلتوري مسائل دي، چې د ښځو پر وړاندې د زور زياتي لامل ګرځي.

د خوست ولايت مدني مبارزين وايي، چې د ښځو پر وړاندې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو په موخه يې د ولسي مشرانو په ملاتړ رضاکارانه کمپاين اوږدمهاله کمپاين پيل کړی دی.

د دوی له ډلې مدني فعال اشنا عادل وايي چې په دې پروسه کې ديني عالمان، قومي مشران، مدني مبارزين، ځوانان او يو شمېر مېرمنې شاملې دي.

عادل وويل، چې دغه کمپاين به خوست ولسواليو ته هم وغځوي.

هغه وايي: «له دې لارې به په نږدې او لرې پرتو سيمو کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو په ترڅ کې خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه د معلوماتو په ورکړې سره د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره د هغوی همکاري وغواړو.»

يو بل مدني فعال شېر علي وايي چې که په ياده برخه کې د يوه منظم پلان له مخې کوټلي ګامونه واخېستل شي، ښايي په ټولنه کې د هغو مسائلو لپاره د هواري معقولې لارې چارې وموندل شي، کوم چې د ښځو د حقونو په مخ کې خنډ ګرځيدلي دي.

علي وويل: «کله چې موږ خپل ژوند کې دا هدف وټاکو، چې مبارزه زما هدف دی، نو سل په سلو کې خپل هدف ته رسيږو. دغه راز له مناسب روش څخه هم بايد کار اخېستل شي. د خرابو دودونو د مخنيوي او په دې اړه د ځينو پرېکړو د عملي کولو لپاره بايد مسولې دولتي ادارې هم ضروري رول ادا کړي.»

خان ولي عادل، چې په تېرو کلونو کې هم د نه خوړلو د اعتصاب او د ځينو نورو لارو چارو په وسيله له ښځو سره د زور زياتي او ناوړه کلتوري مسائلو پر وړاندې جدي مبارزه کړې، وايي چې د کورنۍ هر پوه مشر او کشر بايد د ټولنيز ثبات لپاره ښه والي ته کار وکړي.

عادل زياته کړه له دې کبله، چې په يوازې ځان يې تر ډېره بريده په ياده برخه کې لاسته راوړنې هم درلودلې دي، د ناوړه رواجونو مخنيوي ته د ټولنې د ټولو وګړو د ګډ مسووليت په سترګه ګوري.

نوموړي وويل: «ناوړه رواجونه په افغانشتان کې موجود دي او افغانان يې بايد پر وړاندې مبارزه وکړي، څو خوست، پکتيا، بدخشان، پنجشېر او نور ټول افغانستان له دې ناوړه دودونو وساتل شي.»

ديني عالمان هم ټول هغه دودونه چې د انسانانو د حقونو د نقض لامل ګرځي، له اسلامي اصولو سره په ټکر کې بولي.

مولوي محمدسردار ځدراڼ د ناوړه دودونو په له منځه وړلو کې مبارزه اسلامي رسالت يادوي او وايي چې د هغو پديدو مخنيوی اړين دی چې له انسان څخه د هغه سالم طبيعي او اسلامي حقونه اخلي.

هغه پر نورو ديني عالمانو، قومي سپين ږيرو، د کورنيو پر مشرانو، لوستو مېرمنو او مدني فعالانو غږ کوي، چې ښځو ته د نه ورکړې پر وړاندې ودريږي.

ځدراڼ وويل: «اسلام ښځو ته دا اختيار ورکړی، چې د خپل سيال سره به واده کوي او که د دې برعکس وي، نو د نجلۍ وارث ته دا جواز ورکړل شوی، چې نکاح له منځه يوسي.»

د خوست د ولايتي شورا د غړې زهره جلال په خبره په بدو کې د نجونو ورکړه، تر ټولو ناوړه دود دی، چې د افغانستان په ځينو سيمو کې لا هم پاتې دی.

هغې وويل، چې که څه هم له تېرو څو کلونو راهيسې په خوست کې په بدو کې د نجونو د ورکړې په اړه د کومې پېښې راپور ندی ورکړل شوی، خو د نورو ناوړه دودونو پروړاندې مبارزه هم جدي اړتيا ده.

جلال زياته کړه: «ديني عالمانو او قومي مشرانو ته په کار ده، چې په دې برخه کې د قومي جوړښتونو له مخې پرېکړې وکړي او د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی له منځه يوسي.»

زهره جلال وايي، چې د ولايتونو په مرکزونو کې تر ډېره بريده د خلکو ذهنونه روښانه شوي، خو په لرې پرتو سيمو کې ډېر خلک د ښځو د حقونو په اړه اړين پوهاوی نلري.

د هغې په وينا کليو بانډو ته د ښځينه مدني فعالانو ورتګ د ځينو کلتوري لاملونو له کبله ستونزمن دی، خو قومي مشران او د جوماتونو ملا امامان په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.

جلال د هېواد د ډېرو ولايتونو په پرتله په خوست کې د ښځو د ژوند وضعيت ښه وباله او ويې ويل، چې په دولتي ادارو کې له ونډې پرته په نورو برخو کې ښځې له خپلو حقونو څخه برخمنې دي.

وويل: «دلته ځينې تړونونه چې د قومي جوړښتونو پربنسټ شوي، د لوړ ولور، په بدو کې د نجونو ورکړې، تر يوه بريده د بدل او جبري ودونو او ځينو نورو ناوړه دودونو مخه نيول شوې ده.»

بې تعليمي، غربت او د ناوړه دودونو پر اساس شوي د ژوند ځينې تړونونه د کورني او ټولنيز تاوتريخوالي لوی عوامل دي.

د خوست د ښځو چارو رییسه شفيه نورزۍ وايي، هغه پېښې کمې شوې چې مخکې به دوی او يا عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع کېدې. نورزۍ يې د کره شمېر په اړه څه ونه ويل، خو د کمېدو لامل يې د ديني عالمانو او نورو بانفوذه مشرانو ترڅنګ د رسنيو له لارې خلکو ته د عامه پوهاوي ورکړه بولي.

ناوړه دودونه د شته ګڼو ستونزو ټولنيزو ستونزو عوامل دي او که په مخنيوي کې يې پرمختګ وشي، په هېواد کې به له ښځو سره د زور زياتي د اوسني وضعيت په لا ښه کېدو کې ښکاره مرسته وکړي.