اطلاعات روز: نیمروز ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، د بیلابیلو جرمنو په تور یې اته کسان نیولي او د جینايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت ته یې سپارلي دي.
د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریس مفتي حبیب الله الهام اطلاعات روز ته ددغه خبر د تایید تر څنګ وویل چې تر څیړنو وروسته به ثابته شي چې نیول شوي کسان یې په کوم کوم جرمونو نیولې دي.
په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو وروسته فقر او غربت زیات شوی دی چې له امله یې جنایي جرمنونه زیات شوي دي.