د جرمني د برلین پولیسو د همجنسبازانو د ویاړ پر لاریون د برید د عامل د هویت، انګېزې او مخینې په اړه نور جزیات خپاره کړي دي.
د برلین پولیس وایي، بریدګر چې له پېښې وروسته تښتېدلی و، تېر ماښام (یکشنبه، ۴ د زمري) د اشپانداو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال ووژل شو.
پولیس وایي، هغه د چاقو په څېر یو تېره وسیله په لاس کې لرله او پر امنیتي ځواکونو یې برید وکړ، خو د پولیسو په ډزو ولګېد او ووژل شو.
رویټرز خبري اژانس د برلین د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې بریدګر ۲۱ کلن عبدال ب. و، په جرمني کې زېږېدلی و، خو لبنانی اصل یې درلود.
پلټونکو د هغه انګېزه «اسلامپال ترهګري» بللې ده.
نوموړي د شنبې په ماښام د برلین د برانډنبورګ دروازې ته نږدې، د تیرګارټن په مرکزي پارک کې خپل وین موټر د همجنسپالو د لاریون کوونکو پر ګڼې ګوڼې ورساوه، چې وروسته موټر له یوې ونې سره له ټکر وروسته ودرېد.
په دې برید کې یو کس وژل شوی او ۲۹ نور ټپیان شوي، چې د اتو تنو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی.
پولیس وایي، بریدګر جرمي مخینه لرله او د تاوتریخوالي د جرمونو له امله یې مخکې هم د بند سزا تېره کړې وه.
الماني چارواکي وایي، عبدال ب. تر دې وړاندې لبنان ته له سفر وروسته نیول شوی و او د «داعش ډلې سره د یوځای کېدو د هڅې» په تور اړ شوی و چې په زندان کې د افراطیت ضد د بیارغونې په یوه پروګرام کې ګډون وکړي.
دا بریدګر یوازې دوه میاشتې مخکې له زندانه خوشې شوی و، او د برلین د همجنسپالو د ویاړ پر لاریون یې برید د جرمني ټولنې او حکومت ته یو نوی ټکان ورکړ.
اوس ښي اړخي ګوندونه، په ځانګړي ډول ایاېفډي د کډوالۍ پر ضد لا سخت دریځونه خپل کړي او ښايي په راتلونکو منځمهاله ټاکنو کې د کډوالو پر ضد د عامه افکارو د راپارولو له لارې خپلې سیاسي ګټې زیاتې کړي.
