د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې په ایران کې یې پر لسګونو پوځي هدفونو بریدونه کړي، خو په ورته وخت کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د قشم ټاپو پر یوې استوګنیزې ودانۍ هم برید شوی دی.
سینټکام په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار (پنجشنبه، ۸ د زمري) یې دا عملیات په اردن کې د امریکا پر پوځي اډې د ایران د پرونیو توغندیزو بریدونو په ځواب کې ترسره کړي دي.
د سینټکام د خبرپاڼې له مخې، د سپاه پاسداران اړوند لسګونه هدفونه، چې پوځي قوماندانۍ، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو تاسیسات، د څار او ساحلي دفاع مرکزونه او د ایران سمندري وړتیاوې پکې شاملې دي، په نښه شوي دي.
بل لور ته، ایراني رسنیو د دې هېواد په جنوبي ښارونو او ټاپوګانو کې د ګڼو چاودنو خبر ورکړی او د سینټکام د ادعا برعکس یې ویلي چې په قشم ټاپو کې یوه استوګنیزه ودانۍ هم په نښه شوې ده.
د ایرنا خبري اژانس د هرمزګان ولایت د مرستیال والي احمد نفیسي له قوله راپور ورکړی، چې په قشم ټاپو کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ برید شوی، چې له امله یې دوه ماشومان روغتون ته لېږدول شوي او د کورنۍ د دوو یا درېیو نورو غړو د ژغورنې عملیات لا هم د نړېدلې ودانۍ تر خاورو لاندې روان دي.
د ایرنا د راپور له مخې، د کیش ټاپو هم تر برید لاندې راغلی، خو د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، دغه برید مرګژوبله نه ده رامنځته کړې.
د ابوموسی ټاپو اوسېدونکو هم د چاودنو غږونه اورېدلي، خو تر اوسه د سیمې د وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
همداراز، د خوزستان ولایت مرستیال والي وليالله حیاتي ویلي، چې د دغه ولایت د اهواز، آبادان، شادګان او اروندکنار په سیمو کې هم ګڼې چاودنې شوې دي.
د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د فارس ولایت د کازرون او نورآباد ممسني په ښارونو کې هم د چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړی دی.
تر اوسه په ایران کې د امریکا د دغو بریدونو د احتمالي مرګژوبلې او د په نښه شویو مرکزونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
