د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر (UNODC) وایي، افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو ۵۶ سلنه کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او د پورونو یا مالي مرستو پر مټ ژوند کوي.
دواړو بنسټونو نن (پنجشنبه، ۸ د زمري) د انسان قاچاق پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت په ګډه اعلامیه کې ویلي، د بېرته ستنېدونکو کورنیو ناپایدار اقتصادي وضعیت هغوی د انسان قاچاق او استثمار له جدي خطر سره مخ کوي.
په اعلامیه کې راغلي: «د بېرته ستنېدونکو د زغم او ځانبساینې ارزونه ښيي چې یوازې ۱۱ سلنه یې دنده لري یا شخصي کاروبار کوي، خو ۵۶ سلنه یې د ژوند لومړني لګښتونه نه شي برابرولای.»
د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو ویلي چې نږدې نیمايي ارزول شوي بېرته ستنېدونکي د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر پورونو یا مالي مرستو تکیه کوي.
د دغو ادارو په وینا، د بېرته ستنېدونکو کورنیو ناپایدار اقتصادي وضعیت د انسان قاچاق او استثمار پر وړاندې د هغوی زیانمننه لا ډېروي.
نن د جولای ۳۰مه د انسان قاچاق پر ضد نړیواله ورځ هم ده.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان د انسان قاچاق د مخنیوي، د قاچاقبرو پر وړاندې د مبارزې او د قربانیانو د ملاتړ لپاره د همغږو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دواړو ادارو ویلي، د افغانستان روان بحرانونه، لکه له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو جبري ستنېدل، د کوکنارو پر بنسټ د کلیوالو عوایدو کمېدل، د بشري مرستو سخت کمښت، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو پر حقونو دوامداره محدودیتونه، خلک د انسان قاچاق او استثمار پر وړاندې لا زیانمن کړي دي.
د دغو بنسټونو په وینا، بېرته ستنېدونکي د روانو بحرانونو له امله ناامنو کارونو، جبري مزدورۍ، جنسي استثمار، د غلامۍ ته ورته شرایطو او آن د خپلو غړو پلورلو ته اړ کېږي.
په اعلامیه کې راغلي چې «ځینې بېرته ستنېدونکي د سوالګرۍ، جبري ودونو، د ماشومانو د استخدام، جنسي استثمار او یا هم په ناقانونه فعالیتونو کې د ښکېلتیا له لارې ناوړه ګټه ترې اخیستل کېږي.»
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر استازي، پولیک اوک سري، ویلي: «اوسني فشارونه د افغانستان خلک د انسان قاچاق او استثمار پر وړاندې لا ډېر زیانمن کوي.»
هغه زیاته کړې چې ډېری بېرته ستنېدونکي له محدودو سرچینو سره هېواد ته راګرځي او د معیشت، سرپناه او لومړنیو خدمتونو د ترلاسه کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ وي.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د استازولۍ مشرې، میهیونګ پارک، د بېرته ستنېدونکو او کوربه ټولنو د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، دا کار نه یوازې یوه بشري اړتیا ده، بلکې د افغانستان پر ثبات هم یوه مهمه پانګونه ده.
