د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د هېواد په اوو ولایتونو کې د باران او ناڅاپي سېلابونود راوتلو اټکل کړی دی.
د دې ریاست د وړاندوینې له مخې، نن (پنجشنبه، ۸ د زمري) او سبا به په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې بارانونه وشي.
وړاندوینه ښيي چې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ میلیمتره پورې وي.
د طالبانو د هواپېژندنې ریاست همداراز د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت چټکۍ د بادونو د لګېدو احتمال هم ښودلی دی.
